ټرمپ: په اوکراین کې د اوربند مذاکرات به په بیړه پيل شي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د روسېې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو مذاکرات به سمدستي پيلیږي. ټرمپ د «تروت سوشل» په نوم خپله ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې ډیرې ښې وې.
هغه لیکلي دي چې روسیه او اوکراین په سمدستي توګه د اوربند او تر هغې هم مهمه خبره دا چې د جګړې پای ته رسولو له پاره مذاکرات پیلوي. ټرمپ ویلي چې له پوتین سره تر تلیفوني خبرو وروسته یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او اروپایي مشرانو سره هم خبرې کړي دي.
ټرمپ د اروپايي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیر لاین، د المان له صدراعظم فریدریش مېرڅ، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جارجیا میلوني او د فنلنډ له ولسمشر الیکساندر ستب سره هم د دغو تلیفوني اړیکو په هکله خبرې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړې ده چې واتیکان د روسیې او اوکراین د مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی دی.
پوتین: روسیه به د احتمالي سولې مذاکراتو پر یادښت کار وکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبریالانو سره په خبرو کې له ټرمپ سره خپلې تلیفوني خبرې «صمیمي او معنی لرونکي» و بللې.
پوتین له ټرمپ سره تر خبرو اترو وروسته رسنیو ته وویل: «دا ډیر معلوماتي، ډیر پرانیستې او زما له نظره په مجموع کې ډیرې ګټورې وې.» هغه زیاته کړه چې خبرو اترو تر دوو ساعتونو ډیر دوام وکړ.
پوتین وویل چې روسیه په اوکراین کې د جګړې د سوله ایز حل لارې پلوي کوي او د دواړو خواوو له نظره د جوړجاړي کولو ضرورت دی.
زیلنسکي: اوکراین بشپړ او غیر مشروط اوربند ته تیار دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبریالانو ته وویل چې هغه د امریکا ولسمشر ته ټینګار کړی دی چې د اوکراین په هکله هیڅ پریکړه باید د کیف له شاملولو پرته ونه شي. زیلنسکي په کیف کې خبریالانو ته وویل چې «دا زمونږ له پاره اصولي او ډیر مهم معاملات دي.»
زیلنسکي وویل: «دا مونږ ټولو له پاره ډیر مهم دی چې امریکا ځان له مذاکراتو او سولې ته رسیدو څخه لیري ونه ساتي، ځکه د دې ګټه به یوازې پوتین ته وي.»
زیلنسکي وویل چې هغه د امریکا ولسمشر ته وویل چې کیف «بشپړ او غیر مشروط اوربند ته اماده دی او له روسیې سره هر ډول مستقیم خبرو اترو ته چې نتیجه ولري، اماده دی.»
زیلنسکي له لویدیځو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې که ولادیمیر پوتین په مذاکراتو کې غیر واقعي غوښتنې کوي او غواړي د اوکراین جګړه وغځوي، نو پر مسکو دې لا زیات بندیزونه ولګوي.
زیلنسکي وویل پوتین چې له ټرمپ سره د سولې پر کوم حل لارې د نظر تبادله کړې ده، د هغې په هکله هیڅ ډول جزئیات نه لري.
زیلنسکي وویل: «یو ځل چې د روسانو له خوا یادښت یا وړاندیز ترلاسه شي، نو مونږ د هغې مطابق خپل نظر ترتیبولی شو.»
میرڅ: اروپا دې پر روسیې خپل بندیزونه زیات کړي
د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ وویل چې اروپا او امریکا له اوکراین سره د اوربند په هکله ملګرتیا ته ژمن دي.
مېرڅ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي دي چې اروپا به د بندیزونو په وسیله پر مسکو فشار زیاتوي.
د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو له پاره د ډونالډ ټرمپ د کوښښونو له کبله مننه وکړه. هغې وویل چې دا اړینه ده چې امریکا دا کار په بشپړ ډول په فعاله توګه ترسره کوي.