اوکراين د روسیې د ډرونونو د تر ټولو ستر بريد څخه خبر ورکړی
۱۴۰۴ خرداد ۱۹, دوشنبهد اوکراين د هوايي ځواکونو د معلوماتو په حواله روسیې د يرغل له پېل راهېسې پر دغه هېواد باندې د بې پېلوټه الوتکو يا ډرونونو تر ټولو ستر بريد کړی دی.
د اوکراين هوايي ځواکونو د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې د اوکراين يو شمیر سيمې د ۴۷۹ ډرونو او ۲۰ کروز میزايلونو هدف ګرځيدلي دي.
تر دې مخه اوکراين د جون میاشتې په لومړۍ ورځ هم د روسیې د ورته بريد چې ۴۷۲ بې پېلوټه الوتکې پکې کاريدلې وې، خبر ورکړی وو چې تر اوسه ترسره شوې تر ټولو ستر بريد بلل کيده.
اړونده موضوع: اوکرایني چارواکي: روسيې پر اوکراین لویه حمله کړې، ۵ کسان وژل شوي
پولنډ چې د ناټو غړی هېواد او د اوکراين ګاونډی دی، د دوشنبې پر سهار یې د اوکراين په لوېدیځ کې په ريونه سيمه د روسیې د پراخو حملو په اړه خبر ورکړ. د پولنډ د پوځ لوی درستیز اعلان کړی چې د پولند او متحدو هېوادونو هوايي ځواکونو دې حملو ته په کتلو سره خپلې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړي دي.
د اوکراين د ريونه ښاروال اولکساندر ترتياک، په دغه سيمه کې د تر اوسه ترسره شوي تر ټولو لوی بريد څخه خبر ورکړی دی.
اړونده موضوع: زیلنسکي: د روسي جنګي الوتکو لمنځه وړل ښکاره بریا وه
د روسیې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کيږي چې په پام کې ده د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګي بنديان سره تبادله شي. دا تبادله په اصل کې د اونۍ د پای له پاره پلان شوې وه خو د ځنډ ښکار شوې ده.
د اوکراين د دفاع وزارت د اطلاعاتو د ادارې رئيس کیريلو بودانوف، ويلي دي چې بندیان به احتمالاً په روانه اونۍ کې تبادله شي.
اوکراين: د روسیې يو اليکترونیک شرکت مو هدف ګرځولی
د اوکراين يوه سيمه ایز چارواکي ويلي دي چې د اوکراين د بې پېلوټه الوتکو بريد، د روسیې په چوواشيا کې د اليکترونيک د يوه شرکت د فعاليت په موقتي توګه د درېدو باعث شوی وو.
د يادې سيمې والي اولګ نیکولايف، د تلیګرام په يوه پوست کې ویلي چې نن سهار په چوواشيا کې د اوکراين له لوري د ډرونو د کارولو هڅې پيژندل شوي دي.
مسکو رپوټ ورکړی دی چې د دې بې پېلوټه الوتکې مخه نيول شوې وه او پاتې شوني یې د دغه شرکت پر تاسيساتو را پریوتې دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين بيا د دغو تاسيسات د نیغ په نیغه په نخښه کولو خبره کړې ده.
اړونده موضوع: روسي چارواکي: بریانسک او کورسک سیمو کې دوه پلونه نړېدلې ۷ کسان وژل شوي
دغه شرکت د اوکراين او روسیې ترمنځ پولې څخه د ۱۳۰۰ کيلومترو په واټن کې موقعيت لري. د کيف د معلوماتو په حواله دا شرکت د «نويګېشن توليداتو په توليد کې تخصص لري چې په يرغلیزو ډرونونو، رهبري شويو بمونو او ډېرو دقيقو وسلو کې ترې ګټه اخيستل کیږي.»