اوکراین: د روسیې لسونه بې پيلوته الوتکې مو را غورځولي
۱۴۰۳ بهمن ۲۰, شنبهد اوکرایني پوځ هوایي ځواکونو د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۸ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړ چې په مجموع کې د روسیې له ۱۳۹ یرغلیزو بې پيلوټه الوتکو څخه ۶۷ یې را غورځولي دي. ویل شوي چې ۷۱ نور ډرونونه خپل هدف ته له رسیدو مخکې له رادار څخه ورک شوي دي.
اوکراین هره ورځ د روسیې له خوا د لسګونو بې پیلوته الوتکو د برید خبر ورکوي. داوکرایني سرچینو په حواله د روسیې وسله وال ځواکونه په ورته وخت کې د اوکراین پر وړاندې په پرله پسې ډول له توغندیو څخه هم استفاده کوي.
روسیه هم په اوکراین کې د جګړې په اړه ورته ادعاوې مطرح کوي او وایي چې اوکراین د لویدیځ په ملاتړ د روسیې پر خاوره بریدونه کوي.
د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې له برید سره پیل شوې ده، په پرله پسې ډول له نوو تحولاتو سره مخامخ کیږي. په ځینو مواردو کې راپورونه په خپلواک ډول نه شي تائیدیدلی.