اوکراين له روسیې د نورو ۱۲۰۰ عسکرو جسدونه ترلاسه کړي
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبهد اوکراين چارواکو پرون، د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له روسیې څخه یې د نورو ۱۲۰۰ اوکرايني عسکرونو جسدونه ترلاسه کړي دي. د جسدونو دا انتقال په استانبول کې د روانې میاشتې په سر کې د مړو د سپارلو په اړه د شوي توافق برخه ده.
په کیف کې د جنګي بندیانو د درملنې د همغږۍ مقر له خوا ويل شوي: «نور ۱۲۰۰ جسدونه چې روسیه ادعا کوي د اوکراين د اتباعو دي چې پوځي پرسونل هم پکې شامل دي، اوکراين ته سپارل شوي دي.» زياته شوې ده چې د دې مړو پيژندګلوي د فرانزک له لارې هم بايد وشي.
اړونده موضوع: په اوکرايني جنگي اسيرانو ډکه روسۍ الوتکه رالوېدلې ده
د اوکراين د دفاع وزير رستم عمروف، د فيسبوک له لارې اعلان وکړ چې په روانه اونۍ کې ټولټال ۴۸۱۲ جسدونه سپارل شوي دي. هغه وويل: «زه په دې بشري ماموریت کې له ګډون کوونکي هر کس څخه مننه کوم.»
اوکراين په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا روسیې ته یې جسدونه سپارلي او که څنګه؟
د روسیې خبري آژانسونو هم د مړو د انتقال خبرونه ورکړي دي چې د جون میاشتې پر دويمه نیټه په استانبول کې د دواړو ښکيلو اړخونو ترمنځ د رامنځته شوې هوکړې برخه وه. په دې هوکړه کې د بنديانو تبادلې هم شاملې وې.
د رسنيو د رپوټونو په حواله د يکشنبې په ورځ روسیې په اوکراين کې د وژل شوي هیڅ کوم عسکر مړی نه دی ترلاسه کړی. روسیه په پام کې لري چې د ۶۰۰۰ اوکراينيانو جسدونه وسپاري.
د تلفاتو د اصلي حد په اړه معلومات نه شته
د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړې حملې له پېليدو راهېسې، په عمومي توګه نه مسکو او نه هم کیف د خپلو زيانونو په اړه معلوماتو په ډاکه کوي.
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، امريکايي خبري شبکې «ان بي سي» ته وويل چې د روان کال په پېل کې تر ۴۶۰۰۰ ډېر اوکراين عسکر وژل شوي او ۳۸۰۰۰۰ ټپيان شوي دي.
روسیې د ۲۰۲۲م کال له ستمبر میاشتې وروسته د خپلو وژل شويو پوځيانو شمیر نه دی په ډاګه کړی. هغه وخت یې ويلي ول چې د وژل شويو عسکرو شمیر یې تر ۶۰۰۰ کم دی. خو دا شمیر په څرګند ډول په اصل کې د وژل شويو عسکرو له شمیر څخه ډېر کم ګڼل کيږي.
دا هم ولولئ: کریملین: که کیف شرایط ونه مني نوره خاوره به هم له لاسه ورکړي
د يو شمیر خپلواکو څيړنو په ترڅ کې د روسي عسکرو د پام وړ ځاني تلفاتو په اړه خبر ورکړل شوی دی. دغو څیړنو د وژل شویو شمیر د سيمه ایزو چارواکو او د کورنۍ د غړيو له لوري د مړينې د اعلانونو په ګډون د يو شمیر آزادو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ تخمين کړی دی.
د روسیې د «ميډيا زونا» په نوم انترنت پاڼې او د بي بي سي د روسیې څانګې د کابو ۱۱۱۰۰۰ وژل شويو روسي عسکرو د نومونو د پيژندلو ادعا کړې ده.
د روسیې او اوکراين ترمنځ شخړې تر اوسه د په زرونو پوځيانو او ملکي وګړو ژوند اخيستی دی. د استانبول په مذاکراتو کې چې په دې وروستيو کې ترسره شول، د بشردوستۍ پر اقداماتو لکه د مړو او بندیانو پر سپارولو تمرکز شوی وو. خو دواړه لوري يو بل د توافق پر نقضولو باندې تورنوي.
اوکراین د روسیې دا ادعاوې رد کړي دي چې ګني د جسدونو په تبادله کې یې له ځنډ څخه کار اخیستی دی.