پوتين: کيف دې د ملګرو ملتونو تر موقتي ادارې لاندې شي
۱۴۰۴ فروردین ۸, جمعهد روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، وړاندیز کړی دی چې اوکراين دې د ملګرو ملتونو له خوا حمايه کيدونکي «انتقالي ادارې» په کنترول کې ورکړل شي چې د سولې يوه تړون ته تر رسېدو پورې په هېواد کې د ټاکنو څارنه وکړي.
د روسي رسنيو په حواله د جمعې په ورځ د دغه هېواد شمال لوېديځ ښار مورمانسک ته د سفر پر وخت پوتين، ويلي ول چې د دې ډول حکومت په اړه به له «امريکا متحده ايالاتو، حتی له اروپايي هېوادونو او يقيناً زموږ له شريکانو او دوستانو سره بحث وشي.»
د روسیې ولسمشر زياته کړې: «د دې موخه به د ديموکراتیکو ټاکنو ترسره کول او داسې يوه وړ حکومت ته د واک سپارل وي چې خلک پرې باور کوي او بيا ورسره د سولې د تړون په اړه خبرې پېل شي.»
اړونده موضوع: د اوکراین مرکچي پلاوي له امریکايي لوري سره تازه مذاکرات کړي
پوتين، اکثراً د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، ردوي او تر هغه وروسته چې د ۲۰۲۴م کال می میاشتې له پاره په نظر کې نیول شوې ټاکنې ترسره نه شوې، د نوموړي مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. د اوکراين اساسي قانون د جګړې پر وخت د ټاکنو اجازه نه ورکوي.
پوتين، د دونالد ترمپ، ستاينه هم وکړه: «زما په نظر د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر د يو شمير علتونو له کبله په مخصلانه توګه غواړي دا شخړه ختمه کړي.»
نوموړي ټينګار وکړ چې مسکو «د دې شخړې په ګدون د هر بحران سوله ایز حل غواړي، له سوله ایزو لارو، خو زموږ په تاوان نه.»
اړونده موضوع: پوتين د جګړې له کرښي ليدنه کړې؛ د ترمپ استازی مسکو ته رسېدلی
پوتين، په ټوله جګړه کې د «ستراتيژيکي ابتکار درلودو» له کبله د روسي عسکرو ستاينه وکړه.
پوتين، په څو ځلي د اروپايي هېوادونو د مشرانو له نيوکو سره مخامخ شوی دی چې وايي هغه [پوتين] سولې ته ژمن نه دی او په اوکراين کې د روسیې جګړه لا پسې په دې سره غځوي چې د اوربند توافقونو ته اضافي شرطونه وړاندي کوي او د انرژۍ او ملکي زيربناوو باندې بريدونه ترسره کوي.
سپينه ماڼۍ: اوکراينيان به تعينوي چې څوک پرې حکومت وکړي
په اوکراين کې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنې ادارې د پوتين، د وړاندیز په غبرګون کې سپينې ماڼۍ ټینګار کړی دی چې دا د اوکراين په خلکو او اساسي قانون پورې اړه پيدا کوي چې د هېواد د حکومت په اړه تصميم ونيسي.
دا خبره د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت کمېټې يوه وياند کړې ده.
تر دې دمخه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، له روسیې سره د لوړپوړو چارواکو په کچه د مذاکراتو خبره رد کړې وه. نوموړي ویلي ول چې اوس هم لا په لوړه کچه د خبرو اترو له پاره وختي دی.
د کاريبيک هېوادونو له سفر څخه بیرته میامي ته د ستنېدو پر مهال نوموړي له خبريالانو سره په خبرو کې وویل چې دا امکان نه لري «يو چوکاټ تعين شي» چې په څومره وخت کې به په دې برخه کې پرمختګ رامځنته شي او ټينګار یې وکړ چې دا په «موږ پورې اړه نه لري.»
اړونده موضوع: ترمپ او مکرون: په اوکراين کې په څو اونيو کې اوربند ممکمن دی
روبيو، وويل: «له دواړو اړخونو سره ډېر کار ته اړتيا ده، په ځانګړي توګه له روسیې سره چې موږ ورسره په کلونو کلونو خبرې نه دي کړي». هغه دغه راز په «تخنيکي کچه» د پرمختګ پر اړتيا ټينګار وکړ.
ولسمشر دونالد ترمپ، په څو ځلې په دې اړه هيله مندي ښکاره کړې ده چې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتين سره ژر وګوري.
نوموړي د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د خپلې دويمې دورې په پېل کې د اوکراين د شخړې د ختمولو ژمنه کړې وه، حتی دا یې ويلي ول چې دغه جګړه به یې په لومړۍ کاري ورځ ختمه شي.