سيپري: اوکراین اوس د وسلو واردونکو هیوادونو په سر کې دی
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبهپه ستکهلم کې د سولې د څېړنې نړیوال انیستیتوت (سیپري) د دوشنبې په ورځ خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې له څه دپاسه درو کلونو راهیسې روسیې د اوکراین پر وړاندې جګړه پيل کړې ده او اوس کیف د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر واردونکی هیواد دی.
د سیپري په حواله که تیري دوې پنځه کلنې دورې مقایسه کړای شي، نو د اوکراین د وسلو په وارداتو کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا چې د وسلو په وارداتو کې کمښت او ډېرښت راتللی شي، نو څیړونکو د مالي ارزښت پر ځای د وسلو حجم په پام کې نیولی دی.
څیړونکي په خپل رپوټ کې د پنځو کلونو پرتلنه کوي. د اوکراین په هکله دغه مقایسه د ۲۰۱۵- ۲۰۱۹ ترمنځ او ۲۰۲۰- ۲۰۲۴ ترمنځ شوې ده.
اوکراین اوس د ټانکونو، جنګي الوتکو او اوبتلونو په څیر د درنو وسلو د مجموعي حجم ۸،۸ سلنه واردوي.
د پنځو کلونو د ارزونې پر اساس، د وسلو په واردونکو هیوادونو کې هند له ۸،۳ سلنې سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی، تر دې وروسته بیا په ترتیب سره قطر ۶،۸ سلنه، سعودي عربستان هم ۶،۸ سلنه او پاکستان بیا ۴،۶ سلنه وسلې واردوي.
کوم هیوادونه له اوکراین سره مرسته کوي؟
د سیپري د رپوټ پر بنسټ لږ تر لږه ۳۵ هیوادونه اوکراین ته وسلې ورکوي. په دې کې امریکا ۴۵ سلنه وسلې صادري کړي دي. تر دې وروسته المان له ۱۲ سلنې او پولنډ له ۱۱ سلنې سره په ترتیب دویم او دریم مقامونو کې ځای لري.
د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې د روسیې او اوکراین جګړې ختمولو د کمپاین په توګه اوکراین ته تلونکي پوځي مرستې بندې کړي دي.
د سیپري څیړونکي اوس د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې نامطمین وضعیت ګوري. د دې یو مهم علت د اروپايي هیوادونو له خوا په دفاعي لګښتونو کې زیاتوالی دی.
د نړیوال بهیر برخلاف په تیرو دوو پنځه کلنو دورو کې په اروپا کې د وسلو په وارداتو کې ۱۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
امریکا د وسلو تر ټول ستر صادرونکی دی
امریکا متحده ایالات اوس هم د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی او دغه هیواد د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴مو کلونو ترمنځ په مجموع کې ۱۰۷ هیوادونو ته وسلې استولي دي. د سيپري د رپوټ یوه له چمتو کوونکو څخه میتیو جارج، وویل چې له ۴۷ سلنې سره امریکا «د وسلو د صادراتو په برخه کې په ځانګړي مقام کې ځای لري. په نړیواله کچه د دغه هیواد د وسلو د صادراتو کچه د دویم تر ټولو لوی صادرونکي هیواد فرانسې په پرتله څلور برابره زیاته ده.»
بل لور ته روسیې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۴مو کلونو ترمنځ ۶۳ سلنه وسلې صادر کړي دي، خو په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې مجموعي حجم په تیرو دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټ و. خو په دې کې هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په ظاهره کې دغه هیواد لادمخه پر بل چا باندې د وسلو پلورلو پرځای د جګړې په تیاریو کې ځان په وسلو سمبالولو.
د سيپري د «آرمز ټرانسفر پروګرام» یوه بل مشر څیړونکي پيټر ویزمین وویل: «جګړې د روسیې د وسلو په صادراتو کې کمښت لا ګړندی کړی دی، ځکه د وسلو په ډګر کې لا زیاتو وسلو ته ضرورت لري. په داسې حال کې چې سوداګریزو بندیزونو روسیې ته پر امریکا او متحدینو یې د وسلو پلورل ستونزمن کړی دی.»
ویزمین وویل چې امریکا پر خپلو متحدو هیوادونو فشار اچوي چې له روسیې څخه وسلې ونه پيري. که کوم هیواد اوس هم له روسیې څخه وسلې پيري، نو په اساسي ډول هغه چین او هند هيوادونه دي.