اروپايي مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سهشنبهد اروپايي اتحاديې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو څخه د ۲۶ هېوادونو مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د اوکراين د سولې د تړون په اړه پرېکړه بايد د اوکراين په خپل لاس کې وي. په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو له ډلې، يوازينی مشر چې دا اعلاميه يې نه ده لاسليک کړې، د هنګري صدراعظم او د پوتین نژدې متحد ويکټور اوربان دی.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې «يوه عادلانه او دوامداره سوله چې ثبات او امنيت راوړي، باید پکې د خپلواکۍ، حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا اصلونه او دا چې نړيوالې پولې بايد د زور له لارې بدلې نه شي، په څیر نړیوال قانون ته درناوی وشي.» یادو حکومتي مشرانو په دغه اعلامیه کې همدا راز ویلي چې: «د اوکراين د سولې لار بايد د اوکراين له ګډون پرته و نه ټاکل شي.»
ولسمشر ټرمپ ويلي چې د سولې په هره موافقه کې به دواړه خواوې اړ شي چې ځمکه وسپاري، هغه څه چې د کيف له پاره د منلو وړ نه دي او وېره شته چې ښايي ټرمپ پوتین ته د ځمکې د امتيازاتو ورکولو ته تيار شي.
دغه غوښتنه څو ورځې مخکې له هغې شوې چې ولسمشر ټرمپ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراين د احتمالي سولې د تړون په اړه د خبرو له پاره په الاسکا کې سره ويني. اوکراين او متحدينو يې اندېښنه ښوولې چې داسې امتيازات به د روسيې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له غير قانوني او بې دليل پراخ يرغل وروسته د پوتین پر کړنو د تاييد ټاپه وي.
په همدې حال کې د اوکراين پوځ وايي چې په ختيځ کې د سومي په نامه سيمه کې يې دوه کلي له روسي ځواکونو نيولي دي. د روسيې دولتي اژانس تاس راپور ورکړی چې د روسيې هوايي دفاعي ځواکونو تېره شپه د روسيې په دوو سيمو کې ۲۵ اوکرايني ډرونونه ويشتلي دي.