بریتانیا: پولیسو د څلورو ایراني اتباعو په ګډون ۵ تنه نیولي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۴, یکشنبهد رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، میتروپولیتن پولیسو د یکشنبې په ورځ د می ۴مه په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه افراد د شنبې په ورځ، په ویست لندن، سوينډان، ستاکپورت، روچدیل او مانچستر کې نیول شوي دي.
پولیسو د عملیاتي دلایلو له مخې د مشکوکې توطئې په هکله له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
رويټرز وايي په لندن کې د ایران سفارت ورته په دې ارتباط په سملاسي توګه پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی دی.
د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان، دامنیک مورفي وویل: «لا تر اوسه تحقیقات په ابتدايي مرحله کې دي. موږ په مختلفو مسیرونو کې څېړنې کوو تر څو هر ډول بالقوه انګیزه مشخصه کړو او همدارنګه دا هم معلومه کړو چې آیا دغې موضوع سره په تړاو د خلکو له پاره لا ډېر خطر هم موجود دی او که نه.»
دامنیک په یوه بله جلا اعلامیه کې ويلی چې تروریزم سره د مبارزې پولیسو په همدې ورځ په یو بل جلا عملیات کې درې نور ایراني اتباع په لندن کې ونیول.
هغه وویل چې دغه افراد اوس په توقیف کې دي او تحقیقات په درو آدرسونو کې ادامه لري. قوماندان دا هم وویل چې دغه تحقیقات د مخکنیو پنځو نیول شوو کسانو سره تړاو نه لري.
په بریتانیا کې د ایراني اتباعو نیول په داسې یو وخت کې کیږي چې په بریتانیا کې د ایران پر ملاتړ فعالیتونو باندې د حکومت نظارت شدید شوی دی. بریتانیا اعلان کړی چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې يې دا ډول څه باندې ۲۰ توطئې شنډې کړي دي. همدارنګه په سويډن کې ېې پر ېوې ایران پلوه جنايي ډلې چې په اروپا کې ېې د اسرائیل او یهودانو منافعې هدف ګرځولې، تحریمونه لګولي دي.