کوم هیوادونه د فلسطین په رسمیت پيژندنې غوښتونکي دي؟
۱۴۰۴ مرداد ۴, شنبهد المان، بریتانیې او فرانسې له خوا غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو ګډه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې ده، چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ژمنه وکړه چې فلسطین به د یوه مستقل هیواد په توګه په رسمیت وپيژني.
نوموړي د بریتانیې له لومړي وزیر کییر سټارمر او د المان له صدراعظم فریدریش مرتڅ سره تلیفوني خبرې کړي دي.
مکرون په دې تلیفوني اړیکه کې په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې له اړینو بشري مرستو څخه انکار کول د منلو وړ نه دی. که څه هم د دوی په څرګندونو کې هیڅ کومه دیپلوماتیکه حل لاره نه ده مطرح شوې.
دغو درو مشرانو د اوربند د ملاتړ او په سیمه کې د پایداره سولې د ټینګښت له پاره لا زیاتو اقداماتو ته تیاری ښودلی دی، خو مشخص کړې یې نه ده چې کوم ممکن ګامونه به پورته کړي.
د فلسطین د احتمالي په رسمیت پيژندنې له پاره د مکرون اعلان، بشري کړکیچ ته د رسیدګۍ څرنګوالي او د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې پای ته رسولو په هکله د درو اروپايي هیوادونو ترمنځ، چې په "E3" مشهور دي اختلافات را برسیره کړي دي.
په داسې حال کې چې درې واړه هیوادونه د یوه «فلسطیني هیواد» ملاتړ کوي، خو المان اعلان کړی دی چې د فرانسې د طرحې د تعقیبولو له پاره سمدستي کوم پلان نه لري. مکرون اراده لري چې دغه په رسمیت پيژندنه د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې رسمي کړي.
که څه هم بریتانیا له دې اقدام سره یوځای شوی نه دی، خو د دغه هیواد د پارلمان ۲۲۱ غړو یو لیک لاسلیک کړ چې د فلسطین په رسمیت پيژندلو غوښتنه په کې شوې ده.
ملوني: د فلسطین په رسمیت پيژندنه به معکوسه پایله ولري
د ایټالیې لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د شنبې په ورځ وویل چې له تاسیس څخه مخکې د «فلسطین هیواد» په رسمیت پيژندل به معکوسه نتیجه ولري.
میلوني د لا رپوبلیکا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «زه به بشپړ ډول د فلسطیني هیواد پلوۍ یمه، خو له تاسیس څخه مخکې یې د په رسمیت پيژنې طرفداره نه یمه.»
د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: «یو شی چې شتون نه لري او هغه د کاغذ پر مخ په رسمیت وپيژندل شي، ممکن داسې ښکاره شي چې ستونزه حل شوې ده، حال دا چې داسې نه ده.»
په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د فلسطین هیواد په رسمیت پيژندلو په اړه د فرانسې پریکړه د اسراییل او امریکا متحده ایالاتو له خوا غندل شوې ده.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل چې د فلسطین هیواد په رسمیت پيژندنه باید د نوي فلسطيني بنسټ له خوا د اسراییل په رسمیت پيژندل کیدو سره هم مهاله صورت ونیسي.
د المان حکومت ویاند هم د جمعې په ورځ وویل چې برلین اراده نه لري چې په لنډه موده کې دې د فلسطین هیواد په رسمیت وپيژني او زیاته یې کړه چې د دوی لومړيتوب اوس هغه «پرمختګ» دی چې د ډیرې مودې راهیسې د دوو هیوادونو د حل لارې پر مسیر ځنډیدلی دی.