امريکا د ناپيژاندو الوتونکو وسيلو په اړه ارزونه کوي
۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ناپيژاندو هوايي پيښو چارو يوه کاري ډله به په خپل يوه رپوټ کې کانګرس ته هغه معلومات وړاندې کړي چې تر اوسه پنتاګون د ناپيژاندو الوتونکو وسيلو په اړه راټول کړي دي.
دغه ډله په اسمان کې د هغو ناپيژاندو الوتونکو په اړه معلومات راټولي چې پرته له کوم محرکه ځواکه پرواز کوي او د فزيک له قوانينو سره په ټکر کې دي.
د امريکا د دفاع وزارت به د کانګرس له غړيو او سناتورانو سره هغه معلومات شري کړي چې د امريکا په هوايي قلمرو کې د ناپيژاندو الوتونکو څيزونو په اړه یې راټول کړي دي.
دغه معلومات به بيا تر لږ لنډ وروسته په ډاګه هم شي. دا به يو جدي رپوټ وي او د محرمو پوځي اډو په اړه به پکې بحثونه نه وي چې په اړه یې د توطيو پر نظريو باور لرونکي په دې آند دي چې په ۱۹۴۷م کال کې په روزويل سيمه کې د يوې ناپيژاندي الوتونکي وسيلې له احتمالي نسکوريدو راهيسې فعاليت کوي.
»د پوځ له خوا راټول شوي کره شواهد«
د امريکا د هارورد پوهنتون د ساينس يو پروفيسر اوي ليوب له دويچه ويله سره په خبرو کې دا ګام د يوې مهمې موقع يا چانس په توګه ياد کړ. »دا رپوټ په ماضي کې د ناپيژاندو الوتونکو وسيلو يا اوفو او يا د ناپيژاندو هوايي پديدو په اړه له بحثونو څخه په دې ډېر مختلف دی چې په دې کې د پوځي پرسونل له خوا مستند معلومات او شواهد راټول شوي چې د يو شمير آلو (رادار او کامرو) په وسیله په لاس ورغلي دي.«
د نوموړي په خبره به دا رپوټ »د هغو څېزونو احتمالي شتون چې چلند یې موږ په خپلو تخنيکي وسايلو نه شو تشريح کولی، څرګند کړي.«
د ګالوب د ۲۰۱۹م کال د يوې نظر پوښتنې پر اساس يو پر دريمه برخه امريکايان باور لري چې يوفو ښايي د فضايي مخلوق سفينه وي. هانس ویرنر پاينیګر کله چې پنځلس کلن وو، له اوفو سره یې علاقه پيدا کړې وه او تر ۵۰ کلونو زياته موده یې په اړې څېړنې کي دي.
نوموړی چې په آلمان کې د يوفو د څېړنیزې ټولنې مشر دی وايي چې د ناپيژاندو الوتونکو وسيلو حيرانونکې اکثريت نندارې یې طبيعي او يا هم د انسانانو په لاس رامنځته شويو دلايلو له لارې تشريح کیدلی شي.
پاينیګر وويل: »له ۱۹۷۲م کال راهيسې موږ د يوفو د ليدو د کابو ۴۵۰۰ پېښو په اړه چې دغه ټولنې ته رپوټ شوې وې، څېړنې ترسره کړي.« هغه زياته کړه: »له دوی څخه يوازې ۵ سلنه داسې وې چې موږ ورته د درک وړ تشريح نه لرله.«
د نوموړي په آند نور ټول د هيليوم پوقنۍ يا الوتکي حشرات دي چې په انځورونو کې د اوفو په څېر پريښي او يا هم ځيني موسمي پديدې او يا ستېلايتونه دي.
هغه زياتوي چې هغه پنځه فيصده چې موږ يې نه شو تشريح کولی »ښايي طبعي پديدې وي چې موږ یې تر اوسه په اړه دومره معلومات نه لرو څو پرې تشريح یې کړو.«
دا رپوټ ولې اوس په ډاګه کيږي؟
دا کو تصادف نه دی چې د کانګرس غړي به روانه مياشت د UAP يا ناپيژاندو هوايي پديدو په اړه معلومات ترلاسه کړي. دا مفصل رپوټ د هغه بودجې له پاره اړين وو چې د امريکا کانګرس د ۲۰۲۰م کال په دسمبر مياشت کې تصويب کړې وه او کابو ۲،۳ ميليارده ډالره وه.
د دفاع وزارت او د استخباراتو دفتر مکلف ول چې په شپږو مياشتو کې »د ناپيژاندو هوايي پديدو په اړه مفصل معلومات او استخباراتي رپوټ وړاندې کړي.«
جمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو دا رپوټ غوښتی وو. علت یې دا وه چې د ۲۰۲۰م کال په اپريل مياشت کې د دفاع وزارت د سمندري ځواکونو د پېلوټانو له خوا اخيستل شوې درې ويديوګانې رسمي تائید کړې چې څو کاله تر مخ خپره شوې وې.
په دغه ويديوګانو کې په آسمان کې داسې الوتونکو څيزونه ليدل شوي ول چې د پېلوټانو توجو یې ځان ته جلب کړې وه. د دفاع وزارت دغه ويډيوګانې تر هغه څو کاله وروسته تائيد کړې چې د اوفو علاقمندانو لا دمخه ارزولې وې. د دفاع وزارت په دې اړه په خپره شوې اعلاميه کې ويلي: »په ويډيو کې ليدل شوې هوايي پديده »ناپيژاندل شوې« درجه بندي شوې.
ب. ص/ ن. ز ( Bleiker Carla )
زموږ له آرشيف څخه: