د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه؛ ۲ کسان مړه او ۵۵۹ نیول شوي
۱۴۰۴ خرداد ۱۱, یکشنبهد شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې دغه لوبه د فرانسې د پاری سن-ژرمن او د ايټالیا انترمیلان ټیمونو ترمنځ د آلمان په مونشن ښار کې ترسره شوه چې پاري سن – ژرمن وتوانید ۵ د صفر په مقابل کې خپل سیال ته ماته ورکړې او د لومړی ځل له پاره د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ اتلولی وګټي.
د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، دغه بریا لمانځلې او دا ېې د پاري سن -ژرمن له پاره د ویاړ ورځ ښوولې. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «شاباس، موږ ټول ویاړو. پاریس نن شپه د اروپا پلازمېنه ده.»
نور ولولئ: پولیسو د لیورپول په پيښه کې د ترهګرۍ انګیزه رد کړې
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل یو ۱۷ کلن تنکي ځوان د فرانسې په سويلي ښارګوټي، دکس، کې د چاقو په حمله کې وژل شوی دی. وزارت ويلي دغه ځوان د پاری سن- ژرمن ټیم د بریا د لمانځنې په موخه د راټولو شوو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وژل شوی دی. چارواکو ويلي لا روښانه نه ده چې دغه قتل د فوټبال پایلوبې سره تړاو لري او که نه.
بل کس د پاریس ښار په جنوب غرب کې یوه موټر سره د لګېدو په پېښه کې مړ شوی. زیاته شوې چې مړ شوی کس پر سکوټر یا بایسکل ته ورته کوچنۍ برقۍ وسیلې سپور و چې ټکر ېې وکړ.
وزارت وايي ۲۱ پولیسان، ۷ د اطفائيې کارمندان او ۱۹۲ عام وکړي چې په کوڅو کې ېې د فرانسې د بریا لمانځنه کوله، هم ټپیان شوي دي. د پولیسو له ډلې ۱۸ ېې په پاریس او ۳ نور د فرانسې په نورو برخو کې ټپیان شوي دي.
نور ولولئ: د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې له آلمانه د اخراج له خطر سره مخ ده
وزارت دا هم ویلي چې په دې جریان کې د ۲۶۴ موټرو ته اور اچول شوی او په مجموع کې د اوراچونې ۶۹۲ پېښې ثبت شوي دي.
سرچينه وايي دغو ګډوډیو سره تړاو په مجموع کې د فرانسې په کچه ۵۵۹ کسان نیول شوي چې ۴۹۱ تنه ېې په پلازمینه پاریس کې دي.
نور ولولئ: ګينيا: د فوټبال لوبې پر مهال ګډوډۍ کې په لسونو کسان مړه شوي
د وزارت په خبره په پاریس ۴۹۱ تنه هغه مهال ونیول شول چې د دغه ښار په مشهور واټ، شانز الیزه، کې د خلکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکنیو رپوټونو پر اساس د پاریس پولیسو ويلي وو چې د پایلوبې پر مهال د امنیت له پاره به په زرونو پولیس وګماري.
د اروپا ۲۰۲۵ د فوټبال د اتلانو جام د تېرې شپې پایلوبه د آلمان په مونشن ښار کې وشوه. د فرانسې خبري آژانس لیکي چې يوازې په فرانسه کې ۱۱نیم میلیونه خلکو دغه لوبه پر تلویزیونونو کتلې ده.
نور ولولئ: د فوټبال ۲۰۳۴ نړيوال جام سیالیو کوربتوت ته د سعودي عربستان وړاندیز
له آرشیف څخه: