د آلمان ټاکنې: د صدراعظم شولڅ او سيال ترمنځ یې لومړۍ مناظره
۱۴۰۳ بهمن ۲۲, دوشنبهد آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) مشر او صدراعظم اولاف شولڅ، او د نوموړي مهم سيال د محافظه پالو ګوندونو مسيحي ديموکرات (سي ډي يو) او مسيحي سوسيال (سي اس يو) له اتحاد څخه فرېدرش میرڅ، ترمنځ د يکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۹) په لومړۍ تلويزيوني مناظره کې دواړو مشرانو د هېواد د راتلوتکي په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په آلمان کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۲۳ نېټه په نظر کې د نيولو شويو پارلماني ټاکنو تر مخه د ترسره شویو نظر پوښتنو پر اساس محافظه پال سي ډي يو او سي اس يو اتحاد د ۳۰ سلنه ملاتړ په درلودو سره مخکې دی. تر دې وروسته په دويم مقام کې د «آلمان له پاره بدیل» ګوند دی چې له ۲۰ سلنه ملاتړه برخمن دی. د شولڅ، اس پي ډي ګوند د ۱۶ سلنه ملاتړ په درلودو سره دريم مقام لري.
په دې بحث کې چې کابو ۹۰ دقيقې یې دوام وکړ، صدراعظم شولڅ، پر دې ټينګار وکړ چې آلمان په راتلونکو لږ تر لږه څلورو کلونو کې د خپل ناخالص کورني تولید لږ تر لږه دوه سلنه باید دفاع ته ځانګړې کړي، په داسې حال کې چې میرڅ، بيا وويل چې هغه د لږ تر لږه درې سلنه ځانګړې کول غواړي.
شولڅ، وويل چې برلين به یوازې په هغه صورت کې دفاعي لګښتونه ډېر کړای شي کله چې دغه خنډ له منځه يوړل شي.
میرڅ، وويل چې آلمان تر دوه سلنه څخه ډېر ته اړتيا لري «خو لومړی دې ته اړتيا ده چې په کرار کرار دوه سلنه ته ورسيږي.» هغه وويل چې آلمان «پياوړی اقتصاد» ته د لا ودې په ورکړې سره کولی شي نوره بودجه هم ځانګړي کړي.
د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د صدراعظمۍ دغه کانديد زياته کړه چې «د هېواد د بودجې د اړتياو لومړيتوبونه به له سره نه وټاکي.« هغه وويل چې آلمان «سبسايدي يا حکومتي مرستې کمولی شي» او «پر عمومي خدماتو او هلته د کارکوونکو پر شمير هم له سره غور کولی شي.»
د «آلمان له پاره بديل ګوند» او سي ډي يو
په آلمان کې په دې وروستيو کې د ښي اړخه ګوند سره د همکارۍ پر ضد پراخ احتجاج څرګند شو او په یو شمير ښارونو کې خلک سړکونو ته را ووتل چې له دې جملې څخه يوازې په مونشن ښار کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان سره راټول شوي ول.
اړونده موضوع: آلمان: له «ای اف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړي
میرڅ، د دې مناظرې پآلمان: له «ای اف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړيه ترڅ کې يو ځل بيا هڅه وکړه چې د ښي اړخه ګوند سره د همکارۍ په اړه د خلکو اندېښنې له منځه يوسي. هغه وويل چې هیڅ همکاري به ورسره ونه شي. نوموړي زياته کړه: «د واقعي مسئلو په اړه زموږ نظرونه سره ډېر توپير لري: د اروپا، ناټو، يورو، روسیې او امريکا په اړه. د «آلمان له پاره بديل ګوند» او د اتحاد ترمنځ هیڅ مشترکات نشته، په هیڅ ائتلاف کې او د يو شمير موضوعاتو په اړه په زغم کې.»
د پناه غوښتنې په اړه کلک دريځ
خو میرڅ، لا پر دې ټينګ ولاړ دی چې د پناه غوښتنې سياست دې لا پسې کلک شي. په دې کې له ګاونډيو هېوادونو سره دومداره کنترول او له سرحد څخه د مهاجرو بيرته شړل شامل دي.
خو شولڅ، بيا وايي چې دا د يوازې سر يو ګام دی: «زه نه پوهيږم چې ولې سړی دومره کم عقل واوسي؟ دا به په اروپايي ټولنه کې هغه څه له خطر سره مخامخ کړي چې آلمان د اروپا په کچه د پناه غوښتنې د اصلاحاتو سره همدا اوس په لاس راوړي او هغه هم د يوه سياست له پاره چې د اروپا د عدالت محکمې او د اداري محکمو له خوا به لغوه کيږي.«
میرڅ، ځواب ورکړ چې د اساسي قانون له مخې د پناه غوښتونکو رد کول امکان لري. هغه وويل: «په دې مسئله کې زموږ د تګلارې له کبله موږ د خلکو له پراخ ملاتړ سره مخامخ يو، په نظر پوښتنو کې زموږ ملاتړ ډېريږي.» هغه وويل چې په مسيحي ديموکرات ګوند کې یې په «سونو نور کسان» هم شامل شوي دي.
آلمان به له ترمپ سره څرنګه چلند کوي؟
د مناظرې کوربه د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په اړه هم له دواړو مشرانو وپوښتل. هغه د ترمپ ناسمې رویې يا چلند ته اشاره وکړه او بيا یې له ميرڅ، څخه پوښتنه وکړه چې آیا هغه په دې آند دی چې د امريکا ولسمشر د دې «قابل دی چې توقعات» ترې ولرل شي لکه ده [میرڅ] چې په ماضي کې ويلي ول.
د میرڅ ځواب: «دا سمه ده چې هغه په ممکنه توګه غير متوقع دی.» هغه زياته کړه: «د پاسيفيک بلې غاړې سره متحد کیدل زموږ له پاره مهم دي.» نوموړي دا هم وويل چې څرنګه د ډنمارک لومړی وزير د ترمپ، د تبصرو له کبله «ډېر اندېښمن» وو او ده تېره اونۍ له هغه سره خبرې هم کړې وې.
میرڅ، وويل: «موږ يوې ګډې اروپايي تګلارې ته اړتيا لرو.»
اولاف شولڅ، وويل چې هغه به له ترمپ، سره هماغه ډول چلند وکړي لکه په ماضي کې چې یې ورسره کړی دی. هغه وويل: «هغه تګلاره چې تر مخه یې تعقيب کړې ده: يعني واضح الفاظ او دوستانه خبرې.»
نوموړي له امريکا سره د آلمان د کډ کار پر هیله ټینګار وکړ خو ویې ويل: «موږ بايد ځان ټيټ نه کړو.»
د غزې په برخه کې د ترمپ د پلان په اړه نظر څه و؟
دواړو سياستوالو د دونالد ترمپ، له لوري پر غزې د کنترول ترلاسه کولو او پرمختګ ورکولو وړاندېز رد کړ او په دې خبره کې سره په يوه نظر ول.
شولڅ د ترمپ، دا پلان چې د غزې ترانګه به د «منځني ختیځ په رويرا» باندې بدله کړي، هلته د ويجاړۍ او مشکلاتو کچې په کتلو سره يوه «افتضاح» وبلله. هغه وويل چې دا د نړيوال قانون خلاف کار دی.
فريدرش میرڅ، وويل چې هغه د [شولڅ] له نظر سره همنظره دی. هغه خبرداری ورکړ چې دا وړاندیز د امريکا د نوي ولسمشر له لوري د وړاندې کړل شويو يو شمیر «اندېښمن کوونکو» خيالاتو څخه يو دی «خو موږ باید انتظار وباسو او وګورو چې په جدي توګه څه معنا لري.»