ټرمپ: د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د برید لامل ایران و
۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایرفورس وان په نوم د جمهوري ریاست په ځانګړې الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائیل پر خاورې د حماس ترهګرې ډلې بریدونه د ایران حکومت ته منسوب کړل.
ترمپ په منځني ختیځ کې روانو مسایلو ته په اشارې سره زیاته کړه: «اوسمهال په منځني ختیځ کې ډیر څه د پيښيدو په حال کې دي، چې باید مخه یې ونیول شي. پوهیږئ چې موږ له منځني ختیځ سره ستونزه نه درلوده. ټول کارونه ترسره شوي وو. له ایران سره مو هم ستونزه نه درلوده. له هیچا سره مو مشکل نه درلود. خو وروسته له هغې د اکتوبر د اوومې پيښه رامنځته شوه چې د ټولو لامل یې ایران و او لکه تاسې چې پوهیږئ هغوی چاته پيسې نه ورکولې، ځکه پیسې یې نه درلودې. اوس ډیرې پيسې لري او وینئ چې څه د پيښیدو په حال کې دي.»
د منځني ختیځ په بې ثباتۍ کې د ایران حکومت د نقش په اړه د ترمپ څرګندونې په داسې یوه وخت کې مطرح کیږي چې د تایمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې په منځني ختیځ کې د دیپلوماتانو په نقل لیکلي دي چې ټرمپ د «فعال ګوښونو» له لارې د ایران د حکومت محدودولو په هڅه کې دی او په ورته وخت کې پر ایران د احتمالي حملې له پاره د «سیاسي مشروعیت» ترلاسه کولو کوښښ کوي.
ترمپ مخکې تر دې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ته د یوه لیک په استولو سره ایران ته دوه میاشتې مهلت ورکړی و، څو نوې اټومي موافقتنامه لاسلیک کړي او ویلي یې و چې په بل صورت کې به ایران له احتمالي پوځي اقدام سره مخامخ شي.
ایران د مارچ میاشتې په ۲۶ د ټرمپ لیک ته خپل رسمي ځواب عمان هیواد ته وسپاره. په هر حال په دې منځ کې د ایران او امریکا ترمنځ تشنج په بې ساري ډول زیات شوی دی.
امریکا ته د نتانیاهو سفر
پر ایران د امریکا د پوځي حملې د احتمال په اړه بحثونو سره هم مهاله د رویټرز خبري آژانس د امریکایي چارواکو په حواله چې نومونه یې پټ ساتل شوي دي ویلي دي چې د تیرې اونۍ راهیسې د امریکایي پوځ بي ۲ ډوله ۶ بم غورځوونکي الوتکې د هند سمندر په دیه ګو ګارسیا ټاپو کې د امریکا او بریتانيا ګډې پوځي اډې ته انتقال شوي دي.
نوموړي خبري آژانس د کارپوهانو په نقل ویلي دي چې په دې سیمه کې د بي ۲ بم غورځوونکو الوتکو مستقر کیدل، دوی ته په منځنۍ اسیا کې د عملیاتو زمينه مساعدوي. دغه بم غورځوونکي الوتکې د درنو بمونو او امریکا د اټومي وسلو د انتقالولو له پاره تیار شوي دي.
نوموړي خبري آژانس په ورته وخت کې د یوه ایراني چارواکي په حواله، پر ایران حملې کې د ګډون کولو په صورت کې د سیمې هیوادونو ته د تهران د ګواښونکي خبرداري، خبر ورکړی دی.
د دغې سرچینې په وینا خامنه اي له امریکا سره د تشنج د زیاتیدو سره هم مهاله د ایران وسله والو ځواکونو ته د «تیار سۍ» په حالت کې پاتې کیدو امر کړی دی.
دغه تحولات په داسې شرایطو کې رامنځته کیږي چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په روان میلادي کال کې د دویم ځل له پاره د ډونالډ ټرمپ له خوا سپینې ماڼۍ ته ور بلل شوی دی. نتانیاهو د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۶ نیټه) په ورځ واشنګټن ته رسیدلی دی.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر په وینا دواړه مشران به په غزې کې د جګړې دوام، د یرغمل شوو د خوشې کولو، پر اسرائیلي توکو د نوو تعرفو او د ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو بهیر په هکله خبرې وکړي.