ترمپ: فعلاً د خامنه اي د وژلو اراده نه لرو
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۷) د سوشال تروث په ټولنیزه شبکه کې د څو جنجالي پوستونو په خپرولو سره د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، په مستقیم ډول تهدید کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالات «اوسمهال» د هغه د ترور کولو اراده نه لري.
خو ترمپ په ورته وخت کې خبرداری ورکړی دی چې پر امریکایي ځواکونو او ملکیانو د توغندیو توغول به درنې پایلې ولري.
ترمپ لیکلي دي: «موږ دقیق پوهیږو چې دا «معظم رهبر» چیرته پټ شوی دی. هغه اسانه هدف دی، خو ټاکل شوې نه ده چې اوس هغه حذف کړو (ووژنو!)»
ترمپ وړاندې لیکلي دي: «موږ نه غواړو چې د امریکایي ملکیانو او سرتیرو پر لور دې توغندي وتوغول شي. زموږ صبر د تمامیدو په حال کې دی. دې موضوع ته ستاسې له پاملرنې مننه کوم!»
ترمپ په یوه بل پيغام کې د ایران (بې له قید او شرط څخه تسلیمیدو) غوښتنه کړې ده او دغه عبارت یې په غتو تورو خپور کړی دی: UNCONDITIONAL SURRENDER!
دونالد ترمپ همدارنګه د خپلو تویتونو په دوام په یوه بل پوست کې لیکلي دي: «موږ اوس د ایران د اسمان بشپړ او مطلق کنترول په لاس کې لرو» هغه بې له دې چې د اسرائیل نقش ته په مستقیم ډول اشاره وکړي په اصطلاح د امریکا ساخت وسلو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: «هیڅوک دا کار له امریکا څخه بهتره نه کوي».
دغه څرګندونې په داسې یو وخت کې کیږي چې د ایران پر وړاندې د اسرائیل له پوځي بریدونو سره د امریکا د یوځای کیدو احتمال په اړه ګمانونه مخ پر زیاتیدو دي.
امریکا تر اوسه پورې د هوایي دفاع دستګاوو په وسیله د اسرائیل پر لور د توغول شوو توغندیو د خنثی کولو په برخه کې مرسته کړې ده، خو د ترمپ وروستي دریځونه کیدای شي د امریکا په پوځي تګلاره کې د تغیر رامنځته کیدو نښه وي.