ټرمپ: حوثیان نور زمونږ د بیړیو ډوبولو توان نه لري
۱۴۰۴ فروردین ۱۶, شنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په سهار په ایکس شبکه کې په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو پر مرکزونو د برید ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي: «حوثیان د یوه برید په هکله د اوامرو ترلاسه کولو له پاره را ټول شوي و، خو هغوی نور نه شي کولی پر مونږ برید وکړي او زمونږ بیړۍ ډوبې کړي.»
د ټرمپ له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر ځواکونه چې په یوه ځای کې را ټول شوي تر برید لاندې نیول شوي دي. ټرمپ لیکلي دي: «دوی نور هیڅ کله هم نه شي کولی زمونږ بیړۍ غرق یا ډوبې کړې.»
د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا برید او ایران ته ګواښ
امریکایې ځواکونو د مارچ له ۱۵ نیټې څخه د ټرمپ په امر په یمن کې د حوثي ملیشه و پر مرکزونو بریدونه پیل کړي دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړی دی چې تر دې وروسته د ایران حکومت د حوثیانو د بریدونو مسئول ګڼي او د دا ډول پیښې د را منځته کیدو په صورت به «ایران له شدیدو عواقبو سره مخامخ شي.»
امریکایي پوځ تر اوسه پورې په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو تر ۳۰۰ ډیر بریدونه کړي دي. د بریدونو له ډیریدو سره هم مهاله د «ټلګرام» ورځپاڼې له یمن څخه د ایراني ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی.
د ټرمپ دا پیغام د دغې بریتانوۍ ورځپاڼې له رپوټ څخه یوه ورځ وروسته خپریږي چې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په نقل یې رپوټ ورکړی و چې د تهران د متحد حوثیانو پر وړاندې د امریکا د بریدونو ډیریدو له کبله ایران دغو ځواکونو ته له یمن څخه د وتلو امر کړی دی.
د دې ګام هدف، له امریکا سره په مستقیم ډول د مخامخ کېدنې مخنیوی اعلان شوی دی.
د «اکونومیک ټایمز» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي: «داسې نښې نښانې موجودې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ په مستقیم ډول د پوځي مخامخ کېدنې احتمال شتون لري.»
ټرمپ په پرله پسې ډول له خپلو تندو څرګندونو سره ایران ته ټکان ورکوونکې خبردارۍ ورکړي دي: «یا له نوي اټومي موافقتنامې سره توافق وکړئ، یا به له داسې بمبارۍ سره مخامخ شئ چې تر اوسه مو یې ساری نه وي لیدلی»
ټرمپ له دې خبرداري سره هم مهاله ویلي دي چې فکر کوي ایران له امریکا سره د مستقیو خبرو اترو غوښتونکی دی.
"له ایران سره هم لیبیا ته د ورته یوې موافقې غوښتونکي یو"
مشهور جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاتن په ایکس شبکه کې د ایران پر وړاندې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن د سیاستونو د پای او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «حد اکثر فشارونو» د پيلیدو خبر ورکړی دی.
کاتن زیاتوي چې د ټرمپ نوې تګلاره به د ایران د نفتو صادرات ودروي او اټومی وسلو ته د رسیدو لاره بنده کړي.
دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي دي ټرمپ ترجیح ورکوي له لیبیا سره د امریکا د ۲۰۰۳م کال د موافقې په څیر یو توافق رامنځته شي او په بل صورت کې به ایران بمبار شي.
مخکې تر دې لوړپوړي سناتور لیندزي ګراهام اسرائیل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې که د ایران حکومت د مذاکراتو مسیر غوره کړي باید ورته مشخص وخت وټاکل شي. دغه سناتور هم د «لیبیا د اټومي بې وسلې کولو ماډل» وړاندیز کړ چې له دیپلوماتیک پلوه د نړیوالې ټولنې د منلو وړ دی.
د «لیبیا ماډل» کې د دغه هیواد د ټولو اټومي زیربناو په بشپړ ډول له منځه وړل شامل و.