غزه کې د اوربند هڅې؛ ترمپ یو ځل بیا له نتانیاهو سره لیدلي
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبهپه غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له پاره هڅې روانې دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په تیرو دوو ورځو کې د دویم ځل له پاره د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره ولیدل.
د اسرائیل او امریکایي رسنیو په حواله په دې ۹۰ دقیقه اي لیدنه کتنه کې چې د سه شنبې (د جولای میاشتې ۸ نیټه) په ماښام په سپینه ماڼۍ کې ترسره شوه د ترمپ مرستیال دی جي ونس، هم موجود و.
د ترمپ او نتانیاهو له دویمې لیدنې کتنې مخکې چې ویل کیږي له پخوا څخه نه و پلان شوی، اکسیوس خبري انټرنټ پاڼې خبر ورکړی و چې له قطر څخه یو لوړ رتبه پلاوی سپینې ماڼې ته راغلی او له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره یې څو ساعته خبرې اترې کړي دي. واشنګټن او دوحه په غزه کې د اوربند د موافقې له پاره د منځګړي نقش لوبوي.
منځني ختیځ ته د ترمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف وویل: «هیله لرو چې د روانې اونۍ تر پایه پورې پر یوه ۶۰ ورځني اوربند موافقې ته ورسیږو.»
د ویتکاف د څرګندونو په اساس په دې موافقه کې به د ۱۰ اسرائیلي یرغمل شوو ازادول چې تر اوسه پورې د حماس په قید کې ژوندي دي او همدارنګه د ۹ نورو جسدونو سپارل شامل وي.
د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي
په داسې حال کې چې د اوربند موافقې ته د رسیدلو له پاره کوښښونه جریان لري، اسرائیلي پوځ خپل بریدونه جاري ساتلي دي.
اسوشیټډ پرس خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د النصر روغتون د کارکوونکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي.
د دې روغتون د مسئولینو په حواله په وژل شوو کې ۱۷ یې ښځې او ۱۰ نور یې ماشومان دي. النصر روغتون د غزې تړانګې په سویل خان یونس سیمه کې قرار لري.