ترمپ ويلي زیلنسکي د کریمیا ټاپو پر سر جګړه اوږدوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۴, پنجشنبهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په لندن کې د چهارشنبې تر ناستې یوه ورځ مخکې په هر ډول جوړجاړي کې روسیې ته د کریمیا ټاپو وزمې سیمې سپارل رد کړل. د لندن د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د اوکراین، اروپا او د امریکا استازو په اوکراین کې د سولې په اړه مذاکرات درلودل. زیلنسکي تر دغي غونډي مخکې د کریميا په هکله وویل: «د بحث له پاره هېڅ نشته. دا زموږ خاوره، د اوکراینيانو خاوره.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ د زیلنسکي دغو څرګندونو په غبرګون کې پر هغه نیوکه وکړه چې غواړي د کریميا پر سر په اوکراین کې د جګړې ډګر ګرم وساتي.
نور ولولئ: اوکراین: پر یوه بس باندي د بې پیلوټه الوتکي په بريد کي نهه کسان وژل سوي
د لندن تر غونډي یوه اوونۍ مخکې ورته یوه غونډه په پاریس کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې امریکايي چارواکو د اوکراین د سولې تړون له پاره یو پروپوزل وړاندې کړ چې په هغه کې دا هم شامل و چې روسیې ته دې اجازه ورکړل شي چې پر کریميا ټاپو وزمې سیمې خپل کنټرول وساتي.
اسوشتید پریس خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې ورکړی، وايي چې دغه معلومات ورته د پاریس له ناستې یوې باخبرې اروپايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ورکړي دي.
ترمپ د زیلنسکي غبرګون د سولې مذاکراتو له پاره «ډېر مضر» یاد کړ. هغه پر ټولنیزې رسنۍ ولیکل: «هيڅوک له زیلنسکي نه غواړي چې کریمیا دې د روسیې د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژني، خو که هغه کریمیا غواړي، نو دا یوولس کاله ېې ولې ورته مبارزه نه کوله، کله چې دغه سیمه د کوم ډز پرته روسیې ته وسپارل شوه.»
نور ولولئ: پوتین له اوکراین سره مخامخ خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی
روسیې په ۲۰۱۴م کال کې کریمیا ټاپو وزمې ته د خپلو ځواکونو په استولو دغه سیمه په خپله خاروه کې الحاق کړه.
ترمپ زیاته کړه چې هغوی یوه تړون ته نژدې شوي او د اوکراین رهبر کولی شي چې له یوې سولې څخه برخمن شي او یا هم «هغه کولی شي د درو نورو کلونو له پاره جګړه وکړي، مخکې له دې چې خپل ټول هېواد ېې له لاسه ورکړي.» ترمپ ویلي دي چې «زیلنسکي به هېڅ هم ونکړي، خو د وژنو ډګر به اوږد کړي، هغه څه چې هيڅوک ېې نه غواړي!»
«یو ډېر عادلانه پروپوزل دی!»
د چهارشنبې په ورځ د لندن له غونډي سره جوخت د ترمپ مرستیال جي دې وینس، خبرداری ورکړ چې که روسيه او اوکراین سوله نه کوي، امریکا متحده ایالات به د سولې له بهیره ووځي.
نور ولولئ: روسیه: اوکراین ته د تاوروس توغندیو استول په جګړه کي ګډون دی
وینس هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «موږ روسیې او اوکراین ته یو ډېر واضح پروپوزل وړاندې کړی، اوس د دې وخت دی چې هغوی یا «هو» ووايي او یا دا چې امریکا متحده ایالات له دغې پروسې ووځي.»
د ترمپ مرستیال وویل: «دا یو ډېر عادلانه پروپوزل دی» چې د قلمرونو کرښې به په ځینو مواردو هغې ته نژدې کنګل چې نن دي او دا «دواړه خواوې باید له ځينو قلمرونه چې اوسمهال ېې په اختیار کې دي، تېر شي.» وینس اما نور جزئيات ور نه کړل.
په پام کې ده چې دونالد ترمپ د شنبې په ورځ د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره روم ته سفر وکړي. هغه د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې نه پوهیږي په ايټالیا کې به د اوکراین جګړې په هکله له زیلنسکي او یا کوم بل اروپايي لېډر سره وګوري. خو ترمپ دا وویل چې له زیلنسکي سره جوړجاړی سخت دی نسبت له روسيې سره.
نور ولولئ: ترمپ: روسيه دې په اوکراین کې د «بې معنی» جګړې د پای له پاره هڅې وکړي
پلان شوې ده چې ترمپ راتلونکې میاشت منځني ختیځ ته ولاړ شي. هغه په دې هکله وویل چې «ممکنه» ده چې په سعودي عربستان کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.
یوه معتبره اروپايي سرچينه چې د امریکايي ټیم له روانو خبرو اترو باخبره ده د متحده ایالاتو پروپوزل ېې «نهايي» یاد کړ. هغه وویل دغه پروپوزل چې تېره اوونۍ په پاریس کې وسپارل شو هلته د «یوې نظریې» په توګه توصیف شو چې کېدای شي بدلون پکې راشي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د خپلو سه شنبې ورځې تر څرګندونو وروسته، د چهارشنبې په ورځ وویل چې اوکراین هر فارمت خبرو اترو ته چې پرې اوربند رامنځ ته او د سولې مذاکراتو ته دروازې خلاصي کړي، اماده دی.»
نور ولولئ: پر اوکراین باندي تر مرگوني برید وروسته پراخ نړیوال انتقادونه
هغه پر ټولنیزې رسنۍ ولیکل: «موږ پر یو فوري، بشپړ او بې قید و شرطه اوربند ټينګار کوو.»
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، دیويډ لمي، وویل چې په لندن کې د اوکراین د څه باندې درې کلنې جګړې ته د پای له پاره خبرې اترې یوازې د ټيټ رتبه چارواکو په حد کې وي. هغه دغه خبره وروسته له هغې وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ وویل چې د مهالویشي موضوعاتو په دلیل نشي کولی په دغو خبرو کې برخه واخلي.
له آرشیف څخه: