ترمپ: ماسک خپل اعصاب له لاسه ورکړي
۱۴۰۴ خرداد ۱۷, شنبهد نړۍ تر ټولو ځواکمن سیاستوال او د نړۍ تر ټولو شتمن شخص تر منځ راوتلی اختلاف او بېلتون کېدای شي له سیاسي او اقتصادي خطرونو ډګ وي. ۷۸ کلن جمهوري غوښتونکی ترمپ او په جنوبي افریقا کې زېږېدلی ایلان ماسک چې تر څو ورځې مخکې نژدې دوستان ول اوس پر سختو حریفانو اوښتي.
د راوتلو اختلافاتو او نانندریو په جریان کې دوی پر یو پر بل لفظي ګوزارنه کړي او د شخړو رپوټونو ېې واشنګټن حیران کړی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له ایلان ماسک سره د تماس نیولو نظریه پرېښي او حتی پر دې فکر کوي چې د هغه له شرکته ېې اخیستی سور تیسلا موټر خرڅ کړي. ترمپ دغه موټر په مارچ کې چې ماسک سره د ملګرتیا او اتحاد په اوج کې رانیولی و.
ترمپ د جمعې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل: «که صادقانه ووایم زه د چین، روسیې، ایران... په چارو کې ډېر مصروف یم. زه د ایلان ماسک په هکله فکر نه کوم، زه ورته یوازې د روغتیا هیله کوم.»
کله چې اې بي سي رسنۍ له ترمپ څخه د ایلان ماسک په هکله وپوښتل ترمپ ېې په ځواب کې وویل: «آیا هدف مو له هغه سړي دی چې خپل اعصاب ېې له لاسه ورکړي؟» ترمپ په ادامه کې وویل چې هغه له دغه لوی شتمن سره خبرو کولو ته «کومه ځانګړې» علاقه نه لري. ترمپ وروسته فاکس نیوز ته وویل چې ماسک «دغه څه له لاسه ورکړی دی.»
سپینې ماڼۍ هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د ترمپ او ماسک ترمنځ خبرې کيږي. د سپينې ماڼۍ یوه لوړپوړي چاروکي د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ولسمشر علاقه نه لري چې نن له ماسک سره خبرې وکړي.» یوه بل چارواکي وویل چې ماسک د یوه تماس غوښتنه کړې ده.
ایلان ماسک همدا یوه اوونۍ مخکې د ترمپ حکومت سره د دولتی لګښتونو د کمولو په اداره (DOGE) کې تر څلور میاشتې کار وروسته، له خپله مسئولیته لاس په سر شو. د ترمپ او ماسک ترمنځ اختلافي نظریات هم تر دې وروسته راووتل.
ماسک د سه شنبې په ورځ د ترمپ د مخارجو لایحه «پلیده» وښوده په مقابل کې ېې ترمپ د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې وویل چې د ماسک له دغو څرګندونو «ډېر مایوسه» شوی دی.
د ترمپ د مخارجو طرحه د امریکا په کانګریس کې له یو ستونزمن مسير سره مخ ده، ځکه چې دغه طرحه د امریکا د بودجې کسر زیاتوي او له بل لورې منتقدان وايي چې دا به پر میلیونونو فقیرو امریکایانو روغتیايي خدمات راکم کړي.
د ماسک او ترمپ ترمنځ اختلافات تر اټومي حده ورسېدل. په دې لړ کې ماسک پر ترمپ تور ولګاوه چې هغه د بډایه شخص او جنسي مجرم، جیفري اپستین، د رسوايۍ ډکې حکومتي دوسیه کې دخیل دی. ترمپ ېې په ځواب کې وویل چې ماسک یا د سپېس اکس شرکت مشر، کولی شي خپل د سټلايټي توغندیو او سپوږمکیو څو میلیارډي قراردادونه لغوه کړي.
ترمپ اما د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه د ماسک د قراردادونو په لغوه کولو کې څومره جدي دی، نرم وغږید.
خو ترمپ دا وویل: «دا زښته ډېرې پیسې دي. دا ډېره سبسایډي ده، نو موږ به وګورو – که چېرته دا مناسبه وي. یوازې په هغه صورت کې چې هغه او هیواد ته مناسبه وي.»
ماسک ظاهراً هڅه کړې چې پر سوشل مېډیا خصومت ښودنه راکمه کړي.
د دغو اختلافاتو په جریان کې د ماسک د تیسلا شرکت ونډه د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۱۴ سلنه راولوېده چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارډه ډالر کېږي، خو د جمعې په ورځ ېې بېرته یو څه ځان ونېوه.
د فرانسې خبري آژانس وايي دونالد ترمپ اوس د خپل سور تیسلا اس ډوله موټر پر خرڅولو غور کوي کوم چې په مارچ میاشت کې ېې اعلان وکړ چې د ایلان ماسک له شرکته ېې رانیولی دی. دغه آژانس وايي چې دغه سور تېسلا موټر د جمعې په ورځ هم په سپینه ماڼۍ کې ولاړ و. د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ولسمشر په رېښتیا دغه موټر خرڅوي، وويل: «هو، هغه په دې هکله فکر کوي.»