ترمپ: د کابل پر هوايي ډګر د بريد طراح نيول شوی
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهد ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل هوايي ډګر مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ستره چاودنه وشوه چې پکې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون ۱۷۰ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. دا هغه وخت و چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت ړنګ شوی و او واک تازه طالبانو ترلاسه کړی و.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ د امریکا کانګریس ته په خپله وینا کې د نورو مسائيلو تر څنګ د کابل د هوايي ډګر مخې ته د یادې حملې د عامل د نیولو یادونه هم ورکړه. ترمپ وويل چې د یاد «جنايت اصلي مسئول تروریست» په نیولو کې پاکستان مرسته کړې ده. دا سپينې ماڼۍ ته د ترمپ د بیاراګرځېدو وروسته کانګریس ته د هغه لومړنۍ وینا وه.
ورته نور ولولئ: پنټاګون: د کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید په بم کې د بالبيرينګ ساچمې کارول شوې وې
ترمپ د نیول شوي کس په هکله وویل: «هغه اوس دلته پر لاري دی تر څو د امريکا د عدالت له تېزې تورې سره مخ شي.»
ترمپ له پاکستانه مننه وکړه چې په وینا ېې «د دغې هيولا په نیولو کې» ېې مرسته کړې، خو د تورن د نیولو عملیاتو په هکله ېې جزئیات ور نه کړل.
په افغانستان کې د امریکا متحده ايالاتو تر ټولو وروستی عسکر د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۳۱، د شپې د کابل له هوايي ډګره په الوتکه کې ووت.
د اګست میاشتې له نيمايي څخه د کابل هوايي ډګر مخې ته په زرونو خلکو په دې هيله هجوم وروړی و او شپه او ورځ هلته پر میدانونو پراته ول، تر څو په امریکايي طیارو کې ځانونه بهر ته وباسي.
ورته نور ولولئ: امریکا د کابل هوايي ډګر حملې په غچ کې د داعش يو غړی په نښه کړی
حتی داسې انځورونه هم خپاره شول چې د کابل هوايي ډګر پر ځغاست ليکه د امریکا د پوځ یوې روانې الوتکې پسې خلک منډې وهي او یو شمېر نور د طیارې پر باندنۍ برخه ناست ول چې له پرواز سره له هوا ځمکې ته راولوېدل.
د امریکا خبري پلتفورم، آکسیوس، په خپل یو رپوټ کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د یاد بمي برید تورن عامل په افغانستان او پاکستان کې د داعش د څانګې یو مشر محمد شریف الله چې په جعفر هم پېژندل کيږي، ښودلی دی.
آکسیوس د دوو امریکايي چارواکو چې نومونه ېې نه دی ښودلي، له قوله ويلي چې شریف الله له پاکستانه د انتقال په حال کې دی او تمه ده د چهارشنبې په ورځ امریکا متحده ایالاتو ته ورسیږي.
تر دې مخکې سپينې ماڼۍ د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې اعلان کړی و چې د کابل د هوايي ډګر د ابې ګېټ مخې ته د خونړي برید عامل، په افغانستان کې د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
ورته نور ولولئ: امریکا: طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید اصلي طراح وواژه
داعش او د پاکستان د ستراتيژيک اهمیت کمېدل
له افغانستانه د ناټو او امریکايي قواو تر وتلو وروسته، د پاکستان ستراتيژيک اهمیت یو څه کم شوی، خو ترهګري د سیمې په سرحدي علاقو کې بېرته ډېره شوې ده. په دغه سیمه کې د فعالو تندلارو وسله والو له ډلو یوه هم داعش خراسان څانګه ده چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هم جنګيږي.
داعش ډلې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې چې طالبان بیا پر افغانستان حاکم شوي، په افغانستان کې د یو لړ بريدونو مسئولیتونه پر غاړه اخیستي دي. داعش په خپلو بریدونو کې تر ډېره طالبان او مذهبي لږکۍ په نخښه کړلي دي. دغې ډلې ځينې نړيوال خونړي بریدونه هم کړي لکه په مسکو کې د ودونو پر یو هال برید چې له ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول او همدارنګه تېرکال په ایران کې یو برید چې تر ۹۰ زیات کسان پکې ووژل شول.
«پاکستان د یو نوي امنيتي مشارکټ په لټه کې»
په ویلسن مرکز کې د جنوبي اسیا انستیوت مشر مایکل کوګلمن، پر اکس شبکه ليکلي چې پاکستان دا وخت په دې هڅه کې دی تر څو «په افغانستان کې د تروریزم په تړاو د امریکا متحده ایالاتو له اندېښنو استفاده وکړي او بیا یو امنيتي مشارکت رامنځ ته کړي.»
هغه ویلي دي چې د کابل هوايي ډګر د ابې ګېټ چاودنې د مسئول نیولو ته باید د پاکستان د همدغو هڅو د یو مورد په سترګه وکتل شي.
ورته نور ولولئ: د هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې امریکايي سرتيري ته سپارل شوی افغان ماشوم لاهم لادرکه دی
له آرشیف څخه: