ترمپ وايي د اوکرين د اوربند پر سر پوتين ته «ډېر په غوسه» دی
۱۴۰۴ فروردین ۱۱, دوشنبهد امریکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د يکشنبې په ورځ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين، په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده او د روسیې پر تیلو یې په هغه صورت کې د ثانوي تعرفو لګولو ګواښ کړی دی چې دواړه هېوادونه په اوکراين کې د جګړو درولو په موخه يوې موافقې ته ونه رسيږي.
ترمپ، دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې اداره یې هڅه کوي د اوکراين او روسیې ترمنځ جګړه ختمه کړي.
د «ان بي سي» شبکې ژورناليستې کرستين وېلکر، وويل چې ترمپ، هغې ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې زنګ وواهه او د روسیې د ولسمشر په اړه یې خپل غوسه څرګنده کړه.
اړونده موضوع: ترمپ له پوتين سره په اوکراين کې د اوربند په تړاو خبرې کوي
ترمپ، وويل: «که چېرې زه او روسیه په اوکراين کې د وینې بهېدو درولو په يوه تړون ونه توانيدو او که چېرې زه وپوهيدم چې دا د روسیه ګناه وه – چې ښايي نه اوسي – خو که چېرې ما داسې فکر وکړ چې دا د روسیې سهوه وه، نو زه به له روسیې څخه [صادرېدونکو] تيلو باندې ثانوي تعرفې وضع کړم.»
وېلکر، د ترمپ له نقل قوله وويل چې د روسیې پر تيلو ۲۵ سلنه تعرفې کيدای شي «هره شیبه» ولګول شي. نوموړې زياته کړې ده چې ترمپ پلان لري په روانه اونۍ کې له پوتين، سره وغږيږي.
ترمپ، له وېلکر، سره په خبرو کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ته په اشارې سره وویل: «زه ډېر خفه او عصباني شوم کله چې پوتين، د زيلنسکي، د اعتبار په تړاو او په اوکراين کې د نوي مشرتابه په اړه خبرې پېل کړې.»
ترمپ، د خپل ټاکنیز کمپاين پر وخت ژمنه کړې وه چې واک ته تر رسېدو سملاسي وروسته به په اوکراين کې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
ترمپ، او پوتين، تر اوسه دوه ځله په عامه توګه اعلان شوي تليفوني تماسونه نيولي دي، چې وروستی هغه یې د مارچ پر ۱۹ مه وو.
ترمپ: زيلنسکي غواړي د منرالونو له تړونه پر شا شي
ترمپ، په جلا توګه د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ته هم خبرداری ورکړی دی چې له امريکا سره دې د منرالونو له تړون نه وځي.
نوموړي د ولسمشر په ځانګړي الوتکه «ایر فوس ون» کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «زه وينم چې هغه ]زيلنسکي[ د نادرو خاورو له تړونه د وتلو هڅه کوي.»
نوموړي زیاته کړه چې که چېرې زيلنسکي داسې وکړي نو «هغه به له ځينو سترو سترو ستونزو سره مخامخ شي.»
ترمپ، وويل چې اوکراين به «هيڅکله د ناټو برخه ونه ګرځي» او دا چې زيلنسکي، په دې پوهيږي.
پوتين هڅه کوي زيلنسکي له واکه ليرې کړي
د جمعې په ورځ دروسیې ولسمشر ولاديمير پوتین، دا مفکوره وړاندې کړه چېاوکراين د ملګرو ملتونو د ملاتړه له برخمن يوه «انتقالي حکومت» ته وسپارل شي چې هغه به د سولې تړون ته تر رسېد دمخه په هېواد کې د ټاکنو څارنه وکړي.
سپينې ماڼۍ ويلي ول چې دا په اوکراينيانو او د هغوی په اساسي قانون پورې اړه لري چې په دې اړه تصميم ونیسي چې څوک پرې حکومت وکړي.
د اوکراين د اساسي قانون پر اساس د جګړې پر وخت ټاکنې منع دي او متحدين هم فکر کوي چې پوتين، به د نويو ټاکنو له لارې هڅه وکړي چې يو روسي پلوه حکومتي مشر واک ته ورسوي.
په دې منځ کې اوکراين او روسیه يو بل د انرژۍ د قسمي تړون د ماتولو تورونه لګولي.
روسیې او اوکراين د روانې مياشتې په سر کې د انرژۍ د زيربناوو د نه په نخښه کولو په اړه يو توافق کړی وو، خو کيف او مسکو اوس پر يو بل تور لګوي چې له دغه توافقه يې سرغړونه کړې ده.
روسیې او اوکراين پر دې هم توافق کړی وو چې په توره بحيره کې به کښتۍ د پوځي بريدونو هدف نه ګرځي.