ټرمپ: پوتین او د اوکراین ولسمشر باید سره وويني
۱۴۰۳ اسفند ۴, شنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې (د فبرورۍ په ۲۱ نیټه) په ورځ ټینګار وکړ چې د پوتین او زیلنسکي ترمنځ له مستقیمې لیدنې کتنې «ډاډه نه شي» کیدلی.
نوموړي په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: «ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلنسکي باید له یو بل سره وویني، ځکه پوهیږئ څه شي مهم دی؟ مونږ غواړو د میلیونونو کسانو وژنه ودروو.»
ټرمپ دغه څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغې کړي دي چې هغه د فاکس نیوز شبکې ته ویلي و د اوکراین جګړې پای ته رسولو په مذاکراتو کې د زیلنسکي موجودیت «ډیر مهم نه دی، له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې کتنې په استثنا.»
«زیلنسکي موافقې ته لاسرسی ستونزمن کړی دی»
په همدې حال کې ټرمپ یو وار بیا شخصاً پر زیلنسکي نیوکه وکړه: «هغه د درو کلونو راهیسې په دې موقعیت کې قرار لري او موافقې ته رسیدل یې ډیر سخت کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د پوتین په مقابل کې دوستانه لهجه کاروي. هغه وویل چې «له پوتین سره یې ډیرې ښې خبرې درلودې» خو په مقابل کې «له اوکراین سره یې مذاکرات ښه نه و.»
د متحده ایالاتو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له والیانو سره په یوې ناسته کې ټینګار وکړ: «هغوی [اوکراینیان] څه شی په واک کې نه لري، لیکن دوی سخته لوبه کوي. خو مونږ به اجازه ورنه کړو چې دغه وضعیت دوام وکړي.»
په هر حال داسې معلومیږي چې ټرمپ له خپل پخواني دریځ څخه په شا شوی وي. هغه اوکراین «په هره برخه کې چې تصور یې کیدلی شي، ډیر زړور» وباله. ټرمپ وویل چې متحده ایالات د یوه داسې هیواد له پاره د پيسو مصرفولو په حال کې دی چې «ډیر، ډیر لیري دی».
د معدني منابعو پر سر د امریکا او اوکراین مذاکرات
په ورته وخت کې ټرمپ له اوکراین سره معدني منابعو ته د لاسرسي موافقې په اړه روانو مذاکراتو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې احتمالاً کیف به ډیر زر یو تړون لاسلیک کړي چې امریکا متحده ایالاتو ته د اوکراین طبیعي سرچینو ته د ځانګړي لاسرسي اجازه ورکوي.
ټاکل شوې ده چې د دې احتمالي تړون په اساس تمه کیږي چې د ټرمپ اداره به د امریکا د امنیتي تضمینونو په بدل کې د اوکراین ستراتیژیکو معدنونو ته لاسرسی پیدا کوي.
«فرانسې او بریتانیې هیڅ څه نه دي کړي»
د امریکا ولسمشر پر فرانسې او بریتانیې هم تور ولګولو چې د جګړې پای ته رسولو له پاره یې هیڅ کوښښ نه دی کړی.
ټرمپ د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او بریتانیې د لومړي وزیر کیېر ستارمر پر کړنو نیوکه وکړه. هغه وویل: «جګړه همداسې دوام لري، هغوي له روسیې سره هیڅ ناسته نه درلوده. هیڅ اقدام یې نه دی کړی او هیڅ کار یې نه دی ترسره کړی.»
ټرمپ ټینګار وکړ چې «مکرون زما ملګری دی او ستارمر هم ښه سړی دی.»
د رپوټونو په حواله ټاکل شوې ده چې مکرون او سټارمر به راتلونکې اونۍ په جلا توګه له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.