ترمپ وايي ولې بايد د ایران د رژيم د بدلون خبره ونه شي
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبهد امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سوشل تروت د خپلې ټولنیزې رسنۍ له لارې ويلي دي چې «د رژیم د بدلون» د اصطلاح کارول له سیاسي پلوه سمه خبره نه ده، خو که چېرې د ایران اوسنی حکومت د «ایران د پخواني عظمت» بیرته پر ځای کولو وړتيا نه لري نو ولې بايد د رژيم بدلون خبره ونه شي؟؟؟؟ ميګا!!!»
ترمپ، د خبرو په پای کې د څلورو تورو مخفف ميګا يا «MIGA» کارولی. نوموړی دا مخفف لږ په بدل شکل يعني MAGA يا «امريکا عظمت بیرته پرځای کولو» په معنا تل کاروي. خو په دې پېغام کې د امريکا له پاره د سر توری «ای» د ایران له پاره د کارول کيدونکي توري «آی» سره بدل کړی دی چې معنا یې د «ایران پخواني برم بیرته پرځای کول دي.»
اړونده موضوع: د امریکا تر برید وروسته ایران او اسرائیل پر یو بل حملې کړي
په دې ترتیب د ترمپ، دا پوست د هغه د ادارې د نورو چارواکو له پوست سره په ټکر کې وو چې د بريدونو په اړه یې کړي ول لکه د دفاع وزير پيټ هيګست، چې ويلي یې دي دا عمليات «د رژيم د بدلون په موخه نه دي شوي.»
ولسمشر دونالد ترمپ، همدا راز ويلي دي لکه د سټېلايت په انځورونو کې چې ښکاري اتومي تاسيساتو ته تر ټولو ستر زيان «تر ځمکې ډېر لاندې» رسېدلی دی خو دا روښانه نه ده چې هغه کومو انځورونو ته اشاره کوي.
ترمپ، پر سوشل تروت باندې ليکلي: «په ایران کې پر ټولو اتومي تاسيساتو باندې د امريکا په بريدونو کې يادګاري زيان اوښتی دی لکه د سټېلايت په انځورونو کې چې ښکاري. له منځه وړل به يوه سمه اصطلاح وي! سپين جوړښت چې د غره په ژوره کې خښ دی او حتی چت یې هم تر ځمکې لاندې دی، په بشپړه توګه د اور له لمبو خوندي نه دی.»
ترمپ، د ملي امنيت له خپلې ډلې سره ګوري
د سي ان ان تلویزيوني شبکې په حواله ولسمشر ترمپ، نن، دوشنبه ماسپښين په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت له خپلې ډلې سره ګوري.
د اسرائيل د پوځ وياند ايفي ديفرين، تر دې دمخه ويلي ول چې اسرائيل او امريکا په ګډه کار کوي څو د ایران اتومي پروګرام ته اوښتی زيان وارزوي.
خو د ملګرو ملتونو د څار بنسټ ويلي دي چې د فردو تر ځمکې لاندې تاسیساتو ته د اوښتي زيان ارزولو له پاره لا ډېر د وخته دی.
ایران تر اوسه د امريکا بريدونو ته څرنګه غبرګون ښوولی؟
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير امیر سعيد ایرواني، د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوې بيړنۍ غونډه کې چې امريکا یې دايمي غړې ده، وويل چې امريکا د ایران پر اتومي تاسيساتو له بريد سره د ديپلوماسۍ د «له منځه وړلو» پريکړه کړې ده.
ایرواني، وويل: «له دې وضعيت څخه څه نتيجه اخیستل کیدلای شي؟»
نوموړي زياته کړه :«د لوېديځ هېوادونو له نظره ایران بايد د مذاکراتو میز ته ستون شي. خو لکه څرنګه چې د ایران د بهرنيو چارو وزیر ويلي ول «څرنګه ایران يو څه ته بیرته راستون شي چې هیڅکله ترې وتلی نه وو.»
اړونده موضوع: اسرائیل: د ایران اټومي پروګرام دوه تر درو کلونو وځنډول شو
ایرواني، وويل چې د ایران پوځ به د «ایران مناسب ځواب وخت، څرنګوالي او کچې پريکړه کوي.»
د ایران د بهرنيو چار وزير عباس عراقچي، هم ويلي دي چې د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې د ایران تر بریدونو وروسته یې ملت بريدونو ته د غبرګون له پاره «ټول غوراوي» لري.
نوموړي د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي ول: «د [پرون] سهار بريدونه پارونکي دي او تلپاتې پايلې به ولري.
اسرائيل وايي د ایران په لویدیځ کې یې پوځي اهداف په نخښه کړي
په دې منځ کې د اسرائيل دفاعي ځواک «آي ډي اف» د ټولنیزو رسنیو د ایکس شبکې له لارې اعلان کړی دی چې «پوځ یې د دوشنبې په ورځ په کرمانشاه کې پوځي اډانې په نخښه کړي دي.»
اسرائيل د يکشنبې په ورځ ناوخته پر کرمانشاه او حاميدان باندې بريدونه پېل کړي ول. د اسرائيل بمونو پلازمینه تهران او په شهاهرود کې هغه ځای په نخښه کړی دی چې دوی د میزايلونو د توليد ځای بللی دی.
شمالي کوريا پر ایران د امريکا بريدونه غندلي
شمالي کوريا نن، دوشنبه د ایران پر اتومي پروګرام باندې د امريکا بريدونه غندلي دي او هغه یې د ایران له حاکميت څه سرغړونه بللي دي.
يوه حکومتي ویاند د کی سي ان ای دولتي رسنۍ ته وويل: «د کوريا [شمالي کوریا] د خلکو دیموکراتیک جمهوريت پر ایران باندې د امريکا بريدونه په کلکه غندي چې د يوه خپلواکه هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او امنيتي ګټې یې په تشدد سره تر پښو لاندې کړې.»
اړونده موضوع: روسیې پر ایران د امریکا حمله غندلې وايي ترمپ د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی
شمالي کوريا پر هغه څه نيوکه چې د اسرائيل «نه تمامېدونکي د جګړې اقدامات او د ځمکې پراختيا» په توګه یې ياد کړل.
ایران او شمالي کوريا له څو لسیزو راهېسې د دوستۍ اړيکي پالي او شک ورباندې کيږي چې د باليستيک توغنديو د جوړولو په ګډون د وسلو د پروژو په برخه کې همکاري لري.
د ملګرو ملتونو څارونکو لا دمخه ادعا لرله چې دواړو هېوادونو د اوږد واټن د توغنديو پر پروژو بیرته کار پیل کړی دی.