ایا ایران به راتلونکې اونۍ کې له امریکا سره مذاکرات پیل کړي؟
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبهد امریکا ولسمشر د ایران او اسراییل ترمنځ په چټکۍ سره د جګړې پای ته رسیدلو د ستاینې ترڅنګ وویل چې واشنګتن له ایراني چارواکو سره د راتلونکې اونۍ په خبرو اترو کې د تهران د اټومي پروګرام د ختمولو د یو تړون غوښتونکی دی.
دونالد ترمپ ادعا وکړه چې د امریکا بنکر بسټر بمونو په ایران کې د ځمکې لاندې د فردو اټومي تاسیسات په بشپړ ډول لمنځه وړي دي. هغه وویل «ایا دا زیان ډیر سخت و؟ بلې هو دا واقعاً ډیر شدید و. دې د ایران اټومي تاسیسات په مکمل ډول نابود کړل.»
ترمپ وویل چې دې اقدام جګړه پای ته ورسوله. نوموړي دا د «د ټولو بریا» وبلله. د امریکا ولسمشر د ناټو په سرمشریزه کې د دې اوربند په هکله وویل چې دغه جګړه ختمه شوې ده او اوس وضعیت مخ پر ښه کیدو دی. ترمپ وویل «مونږ شاید کوم تړون کولی شو، زه نه پوهیږم.»
په ورته وخت کې هغه وویل: «زه دې ته دا ډول ګورم چې هغوي (اسراییل او ایران) جګړه وکړه، جګړه اوس ختمه شوې ده.»
ترمپ اشاره وکړه چې کیدای شي راتلونکي اونۍ د ایران او امریکایي چارواکو ترمنځ خبرې اترې وشي، خو ایران دا خبره نه ده تاییده کړې.
دونالد ترمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو وروستي بریدونه پر هیروشیما او ناګاساکي بریدونو سره تشبیه کړل او ویې ویل «که تاسې هیروشیما ته وګورئ او که تاسې ناګاساکي ته وګورئ، تاسې پوهیږئ چې دغو بریدنو هم یو جنګ ختم کړی و. دغه جګړه په یو مختلف انداز کې ختمه شوه، خو تباهي یې ډیره زیاته وه.»
دغه پرمختګ په یوه داسې وخت کې کیږي چې د ایران د دولتي تلویزون په حواله د چهارشنبې په ورځ د هیواد قانون جوړونکو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې (آی ای اي ای) سره د همکارۍ ځنډولو په حق کې رایه ورکړه.
«اجازه نه ورکوو چې ایران دې یو اټومي قدرت شي»
ایران او اسرائیل تر اوسه پورې د خپل تر ټولو شدید تصادم یا ټکر نه وروسته یو وار بیا ژوند عادي حالت ته د را ګرځولو کوښښ کوي.
ترمپ ویلي دي چې باور لري تهران به د دیپلوماتیک تفاهم لاره اختیاره کړي. هغه خبرداری ورکړ چې که ایران د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو کوښښ وکړ، نو «مونږ به دې ته اجازه ورنه کړو. د لومړۍ درجې پوځي قدرت په توګه به مونږ اجازه ورنکړو داسې یو څه وشي.»
ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د ملکي مقاصدو له پاره دی. د امریکا استخباراتي ادارې هم دې نتیجې ته رسیدلي دي چې تهران په فعال ډول د اټوم بم جوړولو کوښښ نه کوي، خو د اسرائیل چارواکي وایي چې ایران زر اټومي وسلې جوړولی شي.
«ایران او اسرائیل بیا جنګ پیلولی شي»
د اسرائیل د بمبارۍ عملیاتو چې د جون په ۱۳ په یو حیرانوونکي برید سره پیل شول، د ایران یو شمیر لوړپوړي پوځي مشران او اټومي کارپوهان لمنځه یوړل. ایران له توغندیو سره د هغې ځواب ورکړ چې د لومړي ځل له پاره یې په لوړ شمیر کې د اسرائیل دفاعي برخه په نښه کړه.
ایراني چارواکو ویلي دي چې په دغه هیواد کې ۶۲۷ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰۰۰ ټپیان دي. اسرائیل بیا په خپل هیواد کې د ۲۸ کسانو وژل کیدل تایید کړي دي.
اسرائیل ادعا کړې ده چې دغه هیواد د ایران د اټومي تاسیساتو او توغندیو د ویجاړولو خپل هدف ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې ایران ادعا کوي چې د اسرائیل دفاع یې کمزورې کړې او دغه هیواد یې د جګړې ختمولو ته اړ کړی دی.
همدارنګه امریکا هم د ایران دری اټومي تاسیسات په نښه کړل، چې په ځواب کې یې ایران په قطر کې د امریکا پوځي اډې په توغندیو وویشتلې.
ترمپ وویل چې دواړه خواوې ستړې شوي دي، خو شخړه بیا پیلیدلی شي.