متحده عربي امارات امریکا کې ستره پانګونه کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۶, جمعهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د خليج سیمې ته خپل سفر د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې نن، جمعه پای ته رسوي چېرې چې نوموړي يو لړ نور ستر تړونونه لاسليک کړل او همدا راز یې له متحده عربي اماراتو څخه د ۱،۴ تريليونه ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه ترلاسه کړه.
د جمعې پر سهار ترمپ، د سوداګریزو مشرانو سره ګډ سباناری وکړ او بيا یې د اديانو له يوه شريک عبادتځای څخه چې د «ابراهيم پيمان يا تړون» په نوم نومول شوی دی، ليدنه وکړه، د اسرائيل او عربانو ترمنځ د اړیکې نورمالولو يوه هڅه چې نوموړي د ولسمشرۍ پخپله دوره کې کړې وه.
اړونده موضوع: سعودی عربستان ته د ترمپ له سفر څخه کومې تمې کیږي؟
دا څو اړخیز تړون د متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش له خوا لاسليک شوی دی.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زاهد النهیان، د امريکا او اماراتو مشارکت وستايه او په راتلونکې لسیزه کې یې د امريکا په اقتصاد کې د ۱،۴ تريلیونه ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.
ستر تړونونه
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې امريکا او متحده عربي اماراتو نور تړونونه هم لاسليک کړي دي چې ټولټال ارزښت یې تر ۲۰۰ ميليارډو ډالرو ډېر دی. په دې کې د ابوظبي د تیلو له یوه شرکت سره د ۶۰ ميليارډو يورو مشارکت او همدا راز د بوينګ الوتکې له پاره د اتحاد هوايي شرکت يو د ۱۴،۵ میليارډو ډالرو په ارزښت فرمايش هم شامل دی.
ترمپ، په روانه اونۍ کې له قطر سره هم د بوينګ الوتکو د خرڅلا يو ورته تړون کړی وو.
اړونده موضوع: رسنۍ: ترمپ به له قطر څخه د ډالۍ په توګه یوه لوکسه الوتکه په لاس راوړي
سپينې ماڼۍ دا هم ويلي دي چې متحده ايالاتو او متحده عربي اماراتو د مصنوعي ځېرکتيا (AI) د تکنالوژۍ په سکتور کې هم يو تړون لاس ليک کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ۱،۴ تريليون ډالرو د تړون په اړه د اعلان پر وخت ترمپ، وويل چې متحده عربي امارات «يو حيرانوونکی هېواد دی. تاسې شتمن ياست. تاسې کولی شئ پخپله انتخاب وکړئ خو زه پوهيږم چې هیڅکله به زما له ملګرتيا لاس نه اخلئ.»
نوموړي زياته کړه: «دا ستاسې تر ټولو ستره پانګونه ده چې کړې مو ده او موږ یې په رښتيا ستایو.»
ايران او اروپايي قدرتونه په ترکيه کې اتومي مذاکرات کوي
د بريتانيا، فرانسې او آلمان استازي نن په داسې حال کې په ترکیه سره کې له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې کوي چې و لسمشر دونالد ترمپ، ویلي ول چې يو تړون د «نږدې کيدو» په حال کې دی.
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، وویل چې دا خبرې اترې به د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالانو په کچه وي.
اړونده موضوع: د امریکا د بهرنيو چارو وزير: په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل د ایران حکومت دی
دا درې اروپايي هېوادونه چې د « E3» په توګه پيژندل کيږي، د امريکا، روسیې او چين سره په ګډه په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د اتومي تړون برخه ول. په دې تړون کې راغلي ول چې که چېرې ايران د خپلو اتومي هلو ځلو پر کمولو سلا شي او د ملګرو ملتونو څارونکو ته د څارنې اجازه ورکړي نو بدل کې به یې پر ايران نړيوال بندیزونه لغوه شي.
خو دا تړون په ۲۰۱۸م کال کې د ترمپ، له خوا په يو اړخیزه توګه لغوه شو او امریکا له دغه تړونه د وتلو پریکړه وکړه. ايران هم بيا په ۲۰۱۹م کال کې له خپلو ژمنو لاس په سر شو.
ولسمشر دونالد ترمپ، خليج ته د خپل سفر په ترڅ کې په سعودي عربستان کې د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع، سره هم وکتل. ترمپ، همدا راز پر سوریې لګيدلي بندیزونه هم لغوه کړل څو د سوریې بيارغونې ته لاره هواره شي.