په سومالیا کې د داعش پر ترهګرو د امریکا هوایي برید
۱۴۰۳ بهمن ۱۴, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "Truth Social" کې ویلي دي شخصاً ده پخپله د دغو عملیاتو امر ورکړی دی. نوموړي د خپل پوسټ په یوه برخه کې لیکلي دي: «داعش او ټولو هغو کسانو ته چې پر امریکا حمله کوي پيغام دا دی چې مونږ به تاسې پيدا کړو او وبه مو وژنو.»
ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې د داعش لوړپوړي مشران چې د بریدونو، جذبولو او تازه ځواکونو د روزنې مسئولیت یې درلود په نښه کړای شوي دي. خو د دغو عملیاتو په هکله نور جزویات نه دي خپاره شوي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په وینا د دغو بریدونو هدف د سومالیې په شمال کې د ګولیس غرونو په نیمه خودمختاره سیمه کې د داعش جنګیالي ول. د لومړنیو ارزونو له مخې «څو» بریدګر وژل شوي دي. د امریکا د دفاع وزیر پيت هګست، په خبره په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی او د سومالیې له حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شوي دي.
په سوډان کې سیمه ایز حکومت د یکشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۲ نیټه) په ورځ د داعش ډلې له پاره د ځای ناستې د نوم په کارولو سره وویل: «وروستي هوایي بریدونه د داعش د کلیدي شخصیتونو په مړينې تمامه شوې چې د خپلو عملیاتو په دویم پړاو کې د پام وړ پرمختګ ښيې.»
د سیمه ایز حکومت له خوا ستاینه
همدارنګه د سوډان سیمه ایز حکومت په هوایي بریدونو کې د متحده ایالاتو ګډون ارزښتناک بللی دی او د زړه له کومې یې ورڅخه مننه کړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د ګولیس په غرونو کې د داعش او الشباب ملیشه ترهګرو ترمنځ په سیمه کې د لاس بري ترلاسه کولو له پاره نښتې رامنځته شوي دي.
د افریقا په ښکر کې واقع دغه هیواد د کلونو راهیسې د افرطي اسلامپالو پر وړاندې چې په سومالیې او نورو ګاونډیو هیوادونو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، جنګیږي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې ډیر شمیر جنګیالي له منځني ختیځ، په ځانګړي توګه له عراق او سوریې څخه د سومالیې په غرونو کې له افراطي اسلامپالو سره یوځای شوي دي.