ترمپ له طالبانو د وسلو پر بيرته اخيستلو ټينګار وکړ
۱۴۰۳ اسفند ۹, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، او حکومتي چارواکو یې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۲۶) د کابينې د لومړۍ غونډې له پېليدو مخکې له خبريالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې پر پاتې شويو امريکايي وسلو پر بیرته اخيستو ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزير هیت هېګست، په دې غونډه کې وويل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د اخراج د ټولو اړخونو بشپړه ارزونه به ترسره کوي، څو روڼتيا رامنځته شي.
دونالد ترمپ، د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو په دې غونډه کې يو ځل بیا وویل چې «موږ افغانستان ته په ميليارډو ډالر ورکوو، په دې هیڅوک نه پوهيږي...او په همدې حال کې موږ هلته تجهیزات هم پرېښې دي چې داسې باید نه وای شوي.»
اړونده موضوع: ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږي
نوموړي د دې په ویلو سره چې امريکا متحده ايالاتو «۷۰ زره نقليه وسيلې» چې زياتره یې زري دي، په افغانستان کې پرېښي دي، ټینګار وکړ امريکا بايد د دې تجهیزاتو ډېره برخه بيرته ترلاسه کړي.
ترمپ، چې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې له طالبانو سره د امريکايي ځواکونو د راوتلو توافقنامه لاسليک شوې وه، زياته کړه چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راوتلو عمليات باید د باګرام له هوايي اډې څخه عملي شوي وی او ادعا یې وکړه چې اوس دغه اډه چينايانو «نيولې» ده.
اړونده موضوع: ترمپ، هريس د افغانستان څخه د وتلو په «فاجعه» کې ګرم وبلله
ترمپ، وويل: «موږ غوښتل چې خارج شو، خو په پام کې وه چې باګرام وساتو، د افغانستان په خاطر نه بلکې د چين له وجې، په دې خاطر چې دا اډه له هغه ځای څخه چې چين پکې خپل اتومي توغندي جوړوي، د يوه ساعت په واټن کې پرته ده.»
ترمپ، همدا شان دا عجيبه ادعا هم وکړه چې د امريکا د پاتې شويو وسلو له کبله افغانستان په نړۍ کې يو په سترو وسله پلورونکو هېوادونو بدل شوی دی: «دوی هغه تجهیزات چې موږ پرېښي دي، پلوري. موږ لومړی مقام لرو. دوی دويم يا دريم مقام کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ستاکهولم کې د سولې د نړيوال انستيتويت په څېر نړيوالو سازمانونو په رپوټونو کې چې د نړۍ د وسلو د سترو پلورونکو نوملړونه جوړوي، افغانستان هیڅ نشته.
يوازې يو شمير هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان، په افغانستان کې د پاتې شويو امريکايي وسلو د ترهګرو ډلو لاسونو ته د لوېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.